کله چې د نوم لیکنې د لومړي شرط په توګه هرکاندید د سل زره کارتونو په سپارلو مکلف شو، عبدالله عبدالله یو له هغو کاندیدانو و، چې رای کارتونه یې تر اویا زرو کم و، خو افغان دولت په ټاکنو کمیسیون فشار راوړ، چې له نوموړي سره دې ګذاره وشي. د انور الحق احدي  او نجیمي په څير داسې کاندیدان و، چې ضمانتي کارتونو شمېر یې له عبدالله زیات و، خو هغوی ته د وړاندې تګ لاره بنده کړای شوه.

کله چې د سږنیو ټاکنو لومړنۍ لس فیصده رایې اعلانېدې، د عبدالله عبدالله لپاره دهغو سیمو رایې هم په سازش سره وشمېرل شوې، چې له نورستان او کاپيسا څخه راغلې وې او دومره تقليبي وې، چې باید په هماغه ولایت کې سوځول شوې وای. دویم پړاو قیسمي رايې په داسې حال کې اعلانيږي، چې په شمېرل شوو رایو هم د تقلب یو زر شواهد وجود لري.

په ټاکنو او شکایتونو کمیسیونونو کې نامریي لاسونه د کار مکلف لاسونه له منصفانه عمل څخه راګرځوي. دغه مبارزه په کمیسیونونو کې خورا سخته شوې، چې سپینه خبره وشي، یا له حق سره د حق په څېر بې پرې ګذاره وشي. د کمیسیونونو غړي نه پوهېږي، چې د څه لپاره کارکوي، لویه وېره داده، چې سپینه خبره او حقیقت ویل به نه یوازې ټاکنې، بلکې ملک هم بحران ته بوځي.

د حکومت مداخلې ته تریوې مودې له زلمي رسول د ملاتړ په سترګه کتل کېدل، خو له کله چې نوموړي خپله ناکامي منلې، حکومتي دريځ ګڼ سوالونه راټوکولي دي.

ځینې شنونکي فکر کوي، چې حکومت دویم رونډ ته د ټاکنو پرتګ باوري شوی دی، له دې کبله هڅه کوي، د لومړي پړاو بې نتیجې ټاکنې او جعلي‌ رایې د بل دور ټاکنو مهال د نانندریو دلیل ونه ګرځوي. خو ځينې شنونکي وايي، حکومت په لوی لاس د لومړي دور بریالۍ ټاکنې دویم دور ته وغځولې، ددوی په باور ښايي حکومت غواړي له یوې خوا کاندیدان ځینو تعاملاتو او سازشونو ته مجبور کړي او له بلې خوا د خپلې خوښې دویم غوراوی بري ته ورسوي.

د چارو شنونکی اکبر جان پولاد وايي، حاکم ټيم او په نوم اپوزيسون په دې هڅه کې دي، چې څوکۍ ووېشل شي او د تېر په څېر تکراري حکومت ته دوام ورکړل شي. دی زياتوي، نور خلک له دې حالته ستړي دي او غواړي جدي بدلون وويني، څو د مفسدينو جرړې غوڅې شي.

د اول دور په ټاکنو کې د کارول شوو رایو تریو میلیون زیاتې یې د باطلېدو وړ دي، ددغو رایو برخلیک په دواړو حالتونو کې که ثابتې شي او یا حساب شي، د ټاکنو سلامت او مشروعیت ته زیان رسولای شي.

که یو میلیون رایې باطلې حساب شي، انتخابات په لومړي دور کې نتیجه ورکوي خو ناکام کاندید چې دباطلو رایو د مالک اصطلاح ورته کاریږي، د کمیسیونونو دې عمل ته ددولتي‌ توطیې په دید د کتلو په پلمه بحران ته د پروسې د غځولو هڅه کوي. که یو میلیون باطلې رایې بیا هم باطلې نشي، هغه کاندید چې د اصلي رایو مالک دی، یا خطرناک ایتلاف ته اړایستل کېږي او یایې هم پلویان په دویم دور کې په سالمه رای ګیري باور له لاسه ورکوي.

په دواړو حالتونو کې د ټاکنو دویم دور هم د پراخ تقلب او هم د مشروعیت له خطر سره مخ دی.

د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ وايي، له سره د ټاکنو پايلې معلومې وې، ولس بدلون غوښت او حکومت په دې هڅه کې وو، چې معامله وکړي. دا زياتوي، په لومړي روند کې هم تر تقلب زياته معامله شوې او په دويم دور کې به هم هڅه وشي، چې معاملې ته لار اواره شي، خو يوشمېر کانديدان له همدې امله معاملې ته غاړه نږدي او دويم پړاو ته د ننوتو خبر ورکوي. اغلې بارکزۍ په دې باور ده، چې تر اوسه هم د ټاکنو کميسيون په دې نه پوهيږي، چې څومره کسانو رايه ورکړې، خو فيصدي راباسي، چې دا خپله د پوښتنې پيدا کېدو خبره ده.

د دې په خبره، تاکنيز کميسيونونه هم سليقوي دي او هغه کسان چې پکې کار کوي، د يوې او بلې ډلې په ګټه لکيا دي.

شنونکي وايي، حکومت ته پکار ده، چې د بې طرفۍ او زمینې برابرولو ددو متفاوتو دريځونو ترمنځ توپیر وکړي او د ټاکنو نتیجه په منظم ډول مدیریت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کميسيون پرون ناوخت د ټاکنو د قيسمي پايلو دويمه برخه اعلان کړه. دوی وويل، چې دا د ټولو رایو ۴۹،۶۷ سلنه رایې چې درې میلیونه څلور لکه شپږ پنځوس زره او نهه سوه لس رایې کیږي.

د دې کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني وویل؛ چې عبدالله عبدالله  ۴۴،۴ سلنه، اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ سلنه، زلمي رسول ۱۰،۴ سلنه، عبدرب الرسول سیاف ۷ سنله، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه، محمد شفیق ګل اغا شېرزی ۱،۶ سلنه، داوود سلطان زوی ۰،۵ سلنه او هدایت امین ارسلا ۰،۲ سلنه رایې خپلې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *