په افغان حکومت کې د دویم لوی منصب خاوند میرویس یاسیني وایي، لویه جرګه (مردوده واژه) یا کلمه ده.
د امنیتي تړون په اړه د حکومت له لوري را بلل کېدونکې دودیزې لویې جرګې سره د مخالفت په ترڅ کې د ښاغلي یاسيني پورته څرګندونې د یو شمېر حقوقپوهانو او خلکو سخته غوسه راپارولې او هغه دا څرګندونې یې د اساسي قانون سپکاوی بللی.
کابل ښاریان وایي، ښاغلی یاسیني د خپلو شخصي اهدافو لپاره اساسي قانون ته سپکاوی کوي او د افغانستان د تاریخ په یوې برخې سره کرښه را کاږي.
لویه جرګه همدا اوس د اساسي قانون یو لوی ارګان یادېږي او دا ملي مؤسسه او ملي غونډه د افغان ملت نماینده ګي کوي، خو ښاغلی یاسیني یې مردوده بولي.
حقوقپوه اجمل هوډمن وایي، ولسمشر کرزی او میرویس یاسیني دواړه اساسي قانون او د ملت ښکارندویي ملي مؤسسې ته توهین کړی او باید وپوښتل شي: ((زه ځکه له میرویس یاسیني سره ولسمشر کرزی هم شریک بولم، چې د لویې جرګې جوړېدو او رابللو ته په اساسي قانون کې ټول څه ذکر شوي، خو ولسمشر د خپلو ګټو لپاره دا ډول موضوعات رامخ ته کوي، چې د میرویس یاسیني په شان خلکو ته زمینه مساعدوي، څو ددې ملي مؤسسې او اساسي قانون توهین وکړي.))
لویه جرګه د امیر امان الله خان پرمهال په اساسي قانون کې ځای شوه او له هغې سلګونه کاله وړاندې دې ملي مؤسسې زموږ سیاسی، مذهبي او نظامي ستونزې هوارې کړې او مردود ګڼل یې اساسي قانون مردود بلل دي، ځکه که څوک د اساسي قانون یو جز هم مردود وبولي ټول یې مردود بللی.
د ولسواکۍ له اصولو یو دا دی، چې هرڅوک د حقوقي دلایلو په لرلو مخالفت کولای شي، خو اساسي قانون او ملي مؤسسې ته توهین د بښلو ندی.
په ښاغلي میرویس یاسیني تورونه دي، چې له ګاونډیانو سره مرموزې اړیکي لري او په ډېری دغه دول مسایلو کې خپلې شخصي ګټې پالي.
حقوقپوهان وایي، د ښاغلي یاسیني څرګندونې د قانون خلاف دي، نوموړی باید له افغان ملت بښنه وغواړي او د مخالفت په صورت کې باید قضایي ارګانونه پېښه وڅاري.
د محور ورځپاڼې د سر خبر.
یاسنی وی او که یا کوم بل څوک چی د افغانستان ملی موسیسی توهینوی باید ادام شی. داسی کم اصله پښتانه لکه یاسنی چی کله فدرت ته . ورسیږی نو په سترګو ړانده شی او په عواږونو کاڼه شی.نو لار ځینی ورکه شی سم له لاسه په پړسی شروع وکړی د افغانستان ملی ویاړونه او شخصیتونه توهین کوی.
ورک او سر ټیټ د وی داسی پست اشخاص او افراد
که چاړه د سرو زرو هم شی ، خو څوک یی په نس نه منډی.
یاسینی صاحب که هر څومره د مجازی قدرت لیونی کړی یی ،بیا نو تاسو ته د افغانستان دتاریخ او ویاړنو د توهین او تمسخر کولو اجازه څوک نه درکوی . لږ یی په کرار خوره. تاسو دهمدی غریب ملت له حساب او ادرسه د ملت نماینه ټاکل
که چاړه د سرو زرو هم شی ، خو څوک یی په نس نه منډی.
یاسینی صاحب که هر څومره د مجازی قدرت لیونی کړی یی ،بیا نو تاسو ته د افغانستان دتاریخ او ویاړنو د توهین او تمسخر کولو اجازه څوک نه درکوی . لږ یی په کرار خوره. تاسو دهمدی غریب ملت له حساب او ادرسه د ملت نماینه ټاکل شوی یاستی نو بیا ملت ته په سپک نظر مه ګورﺉ . دحساب او کتا ورځ به راشی.!!!!
ما ویل چی باز ده خو ټپوس وخوته ـــــــــ په داوسانو کی داوس وخوته
ښاغلی یاسینی دتیرو دوو لویو او ۳ دودیزو جرګو غړي وه حتی په لویه جرګه کی خو په اداری هیت کی هم وه نو ددی څخه معلومیږی چی دا پخپله مردود انسان دی؛ که نه نو په مردودی که یی څه کول؟ مردوده د مردودو خلکو دپاره ده؛ اوس یی خپل ځان خلکو ته وپیژانده
ډیرۍ ځل داسی شوی دی چی په کینراب کی ناست وی او که کوم موکل ورته زنګ ووهی بیا ورته وای چی زه اوس ریس صیب جمهور سره ناست یم دی مصروف یم
الله دی ورته هدایت وکړی
یاسینی د پاکستان ګوډاګی دی
د لویې جرګې دایرول د ملت په ګټه نده، ولی تاسې نه پوهېږي، په دې جرګې کې به هم یو څو دولت طرفه کلیوال بی سواده سپین ګیري یا ځوانان را ټول شي او لومړي دوه ورځې به د جرګې پر طرحې،پلان او کمیسینونو تېروي او بیا به د کرزي ته یو لست ورکړي چی او بیا به هر څه پرته د کوم علمي فکر څخه ومني.
هیڅ څوګ حق نلري چی جرګې ته سپکاوی وکړي او که دا کار میرویس یاسینی کړی وي نو د ده څخه دا تمه نه وه، د کرزي صاحب په تېره لس کلنه دوره کې زمونږ ډېر کلتوري ویاړونه خراب شول نو دې ته هم غصه پکار نده
ستونزه اصلا په کرزي او امریکا کی ده. استعمار تل نادان اکثریت او خاین اقلیت واک ته رسوي. په افغان پارلمان کی د ګوتو په شمیر داسی پښتانه وکیلان دی چی هغوي په افغانیت اوپښتونولۍ دردیږي نور ټول د خپل قدرت په غم کی دی
تاند چلوونکو او لوستونکوته سلامونه اونیکی هیلی
درنوپښتنولوستونکو!زه ده یوه پښتون په حیث خبل ځان افغانی او ملی ارزښتونوته متعهد بوولم خو باید ووایمه چی زموژاکثریت پښتانه وروڼه او خویندی لکه ښاغلی یاسینی ده مسایلو سره احساساتی برخورد خپل یوازینه لاره په حیث غوره کړی. وروڼو ده افغانستان سیاست او سیاست وال دومره ناولی شووی چی حتی څینی وخت دهغو په ښه نیت هم څوک شکمن کیدای شی.ده یاسینی پلو نه نیسمه خو ښاغلی مصلحت مآب کرزی ده افغانستان او په خاص ډول ده پښتنو په ټکلو کی او ده خپل بدماشونه او شمالی ټلوالی لنډه غرو ده قدرت او شخصی ګتوپه خوندی کوولو کی دومره له چل او ټګماری نه کار اخیستی چی اووس حتی ده لویه جرګی، ملی او پیژاندل شووی اعتبار هم تر سوال لاندی راوستی خو ده مصلحتمآب کرزی صاحب ناوړی استفاده له ملی میکانیزمونو نه دا نه شی توجیه کوولای چی کووم کس او ناکس ده راپاڅیژی او ملی مفاهیم او اصطلاحاتو ده اهانت وکړی زه ده یاسینی ده دغو بی مسولیتو څرګندونه غندنه کووم او فکر کووم چی ده نا متعهدو لژکیو په څیر دا دی اووس یاسینی هم ملی اصطلاحاتو سره دښمنی راخیستی ده. پښتنو وروڼو له تاسونه ده یوه کړیدلی پښتون په حیث دا هیله لرمه چی ده مسایلو سره احساساتی برخورد مه کووی ده خپل ملت او پښتو ګتی همیش به پام کی لری او دا شرم مات کړی چی پښتواو پښتنی مفاهیم تو پاملرنه شاید ده دی سبب شی چی پښتانه هم په ملیت پرستی متهم شی خو وروڼو پښتانه ده دی هیوادمطلق اکثریت دی که چیرته دهغوی منافع په هیوادکی خوندی نشی نو هیڅ کله به هم نور لژکی به هیواد کی ده آرام او هوسا ژوند نه خوند وانخلی. ده پښتون ملت ده سر لوړی او کامیابی په هیله مړه دوی هغه پښتانه چی خپل ملت له تباهی سره مخ کړ
په درناوی
مسافر
That is very good that Afghan Nation know the puppet corrupt politicians