د کرنې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د ۱،۹۷ ميليون هکتاره ځنګلي سيمې له منځه یوازې ۱،۳۵ ميليون هکتاره روغه پاتې ده، خو د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام وايي، د افغانستان شاوخو ۷۵ سلنه طبيعي ځنګلونه له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د قوماندان سالارۍ په اوج کې، هر کال په هر ولايت کې ۲۴زره هکتاره ځنګلونه له منځه وړل کېده، مګر اوس په هر ولايت کې هر کال تر۲۰۰هکتاره ځنګلونه تخريبېږي.

د ځنګلونو په تخريب او قاچاق کې محلي چارواکي او پوليس ښکېل ګڼل شوي دي، د ځايي خلکو په خبره ولايتي چارواکي د لرګو د قاچاق مخکښان دي او ځايي پوليس يې د قاچاق لارې هواروي.

په افغانستان کې طبيعي ځنګلونه د وګړو د نه پاملرني، ناسمې استفادې، جګړو او وچکاليو له امله په بشپړه توګه د له منځه تلو په حال کې دي او د بيا زرغونېدلو او پراختيا امکان یې محدود دی.

ځنګلونه د افغانستان طبيعي سرچينه ده؛ د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تر۱۳۵۷ کال پورې افغانستان ۱،۹۷ ميليون هکتاره ځنګلي سيمې لرلې، خو د تېرو ۳۰ کلونو جګړو او وچکاليو له امله يې يوه ستره برخه له منځه تللې.

د کرنې وزارت د ځنګلونو د برخې معين سيد امين فخري محور ورځپاڼې ته وويل، د (يونف) او (اف. اې. او) له لوري ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې اوس مهال افغانستان ۱،۳۵ ميليونه هکتاره ځنګلونه لري :((د افغانستان هغه ولايتونه چې په زياته اندازه ځنګلونه لري، پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کاپيسا دي، چې پکې همېشه بهار ځنګلونه شته.

په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، جوزجان، بلخ، سرپول، فارياب، هرات او بادغيس کې بيا مېوه لرونکي ځنګلونه شته، چې ډېره برخه يې د پستې هغه دي.

په ټوله کې افغانستان د لمنځې، جلغوزي، سرپ، بيجر، پستې، نښتر، غرني بادام، جينفر، بلوت او په کم شمېر کې ځينې نور ځنګلونه لري.))

خو د ملګرو ملتونو د چاپیر یال ساتنې ادارېUNEP  تېر کال په يوه راپور کې ويلي وو، چی د افغانستان په ختیځ کې چی د هېواد د نباتي پوښښ ډېره برخه په برکی نیسي د ۱۹۷۷ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ په سلو کی له ۵۰ تر ۸۰ پورې ځنګلونه وهل شوي دي. په ۱۹۷۹ کال کې هره ورځ ۲۰۰ لارۍ موټرو په سرکونو تګ کاوه او تازه غوڅې شوې ونې یې لېږدولې. ددې لرګیو زیاته برخه پاکستان ته وړل کېده. په همدی کال د هېواد شپږ سلنه مساحت ځنګلونو پوښلی وو، خو نن ورځ یوازې له یو نه تر دوه سلنه پورې ځمکه ځنګلونو احاطه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام معلومات وايي، د افغانستان شاوخو ۷۵ سلنه طبيعي ځنګلونه له منځه تللي.

په افغانستان کې د ځنګلونو د ناقانونه سوداګرۍ او پرېکولو په برخه کې افغان حکومت په بېغورۍ تورن شوی او ماهيرين وايي، د لرګيو پرېکول په داسې لوړه کچه قاچاقي تجارت دی، چې تر بل هرچا سيمه ييز لوړپوړي چارواکي ډېر پکې ښکېل دي.

افغان چارواکي هم مني، چې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق په برخه کې تر يوې کچې ځايي چارواکي او سيمه ييز پوليس ښکېل دي. سيد امين فخري وايي، که له قاچاقچیانو سره په سيمه کې امنيتي چارواکي لاس ونه لري، څه ډول به په لرګيو بار موټر تر امنيتي پوسته تېر شي. دی وايي، د ډېرو کمو سرحدي سيمو لرګي په کچه لارو پاکستان ته اوړي، نور ټول د امنيتي پوستو له مخې تېريږي.

د چاپېريال ساتنې ادارې د طبعي مراثونو د برخې مسوول سليمان شاه سالارزي محور ورځپاڼې ته وويل، که څه هم د پخوا په پرتله د ځنګلونو د پرېکولو خپل سری بهير ورو شوی، خو بيا هم د پستو ونې له رېښو نه را ايستل کېږي او رېښې يې ايران ته وړل کېږي، ځکه چې ايران د پلان له مخې د افغانستان د پستو د ځنګلونو د له منځه وړلو په برخه کې منظم کار کوي او خلکوته په زياته اندازه پيسې ورکوي.

دی وايي، صنعتي ونې بيا پاکستان ته ځي، چې يوه ستره مافيا په دې برخه کې بوخته ده.

د دوی په خبره د ځنګلونو د له منځه وړلو سره سم د افغانستان اقليم ورځ تربلې خرابېږي او د ژور بحران انتظار باسو.

يومهال افغانستان يوازې ۴۵۰ زره هکتاره د پيستې ځنګلونه لرل، خو اوس دا په نيمايي لګېدلي دي، ياني تر څلوېښت سلنه زيات له منځه تللي دي.

په ۱۳۸۲ او ۸۳ کلونو کې د شنې فرقې د جوړېدو چارې پيل شوې، تر څو د ځنګلونو د پرېکولو او د لرګيو د قاچاق مخه ونيسي، خو کار کوونکو ته يې په وخت د معاش د نه ورکولو او په دې برخه کې د مسوولو ادارو د بېغورۍ له امله د شنې فرقې کارکوونکو خپله هم د ځنګلونو له منځه وړلو ته مخه کړه او يا هم تشکيلات خواره واره شول.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *