بارک اوباما او د هند لومړي وزير نرژدرا مودي په خپله تازه ليدنه کې ټينګار کړی، چې په سيمه او افغانستان کې به له ترهګرۍ سره جدي مبارزه کوي، خو شنونکي وايي، امريکا په سيمه کې د خپلې نوې لوبې لپاره د پاکستان پر ځای هند غوره کړی او لوبه يې بدله کړې ده.

افغانستان ته د دې لوبې د يوه خورا مهم لوبغاړي په نظر کتل کېږي او کولای شي، په دې لوبه کې د زبرځواکونو ترمنځ تعادل وساتي، په دې شرط چې ښه مديريت او رهبريت يې د افغانستان د ملي ګټو پر محور راوڅرخي.

پاکستان په مطلق ډول د وسله والو اورپکو ختمول نه غواړي او هڅه کوي، چې لا اقل يو لوری پاتې شي، امتياز واخلي او سل په سلو کې منظوي نشي، که له امتيازاتو بې برخې شي، نو د فشار له الې به کار اخلي.

د چارو څارونکي وايي، هند ته د امريکايي ولسمشر اوباما سفر په سيمه کې د لوبې د بدلولو او د چين په څېر د يوه زبرځواک د مخنيوي په هدف دی.

د دوی په باور امريکا اوس پوهېدلې، چې ۲۱ پېړۍ د اسيا پېړۍ ده، په اقتصاي او سياسي لحاظ په اسيا باندې ژور اغېز چين او هند پرې ايستلای شي.

د چارو شنونکی ثناء الله تسل وايي، افغانستان ته د دې لوبې د يوه خورا مهم لوبغاړي په نظر کتل کېږي او کولای شي، په دې لوبه کې د زبرځواکونو ترمنځ تعادل وساتي، خو که افغانستان په دې لوبه کې ښه مديريت او رهبريت د خپلو ملي ګټو پر محور وکړي.

ښاغلی تسل زياتوي، افغانستان بايد د دغو زبر ځواکونو ترمنځ سيالي رامنځته کړي، څو ډېر امتياز تر لاسه کړای شي، ځکه چې هېوادونه خپلو کې رقابتونه لري، لکه پاکستان چې په يو وخت کې له چين او امريکا تر لاسه کول.

د افغانستان رول د هند، چين او امريکا په دې ګډه لوبه خورا ژور اغېز کولای شي او ان د دې لوبې بڼه بدلولای شي، ځکه چې د ثقل مرکز افغانستان دی او د ټولې نړۍ تمرکزو په دې هېواد باندې دی.

په ټوله کې دوه هېوادونه هند او چين به د اسيا برخليک ټاکي، خو چين ته امريکا د خپل سيال په نظر ګوري، مګر هند بيا په سيمه کې ښه ستراتيېژيک ملګری جوړولای شي، نو په همدې خاطر له هند سره د ښې يارانې جوړولو په هدف په اسيا کې د خپل موجوديت لپاره لار هواره وي او نه پرېږدي، چې چين يو غښتلی ځواک شي، چې په سيمه کې يې ګټې ور وننګوي. امريکا هڅه کوي، چې په اسيا کې نه يوازې د هند او چين ترمنځ قدرت ووېشي، بلکې جاپان هم ور ګډ وي.

دلته د پاکستان په ډاګ پاتې کېدو پوښتنه را ولاړيږي، خو امريکا ته خپلې ګټې مهمې دي.

تر دې د مخه په سيمه کې د امريکا ګټې د پاکستان له لوري تضمين شوې وې، خو اوس دا لوری بدل شوی، ځکه چې لوبې اقتصادي اړخ پيدا کړی او چين د يوه زبر ځواک په توګه رامخته کېږي، نو د مخنيوي لپاره يې امريکا له هند سره يارانه جوړوي او دې ته د يوه ښه فکر او انتخاب په سترګه کتل کېږي.

کله چې د امريکا د بهرني چارو وزير جان کېري څه موده د مخه لومړی هند او بيا پاکستان ته سفر وکړ، نو د دې په ځای چې له پاکستان سره مرستې اعلان کړي، له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې د هند د ګټو پر وړاندې پراته خنډونه دې نور له منځه يوسي، چې دا خنډونه لښکرې طيبه او د حقاني وسله والې ډلې او شبکې دي.

دغو وسله والو ډلو په افغانستان کې هروخت د هند ګټې ګواښلې او هند هم دغه وسله وال د خپلو ګټو پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي او امريکا دا کار له هند سره د خپلو اړيکو د غښتلي کولو په هدف کړی دی. په دې کار سره امريکا هند ته په ډاګه کړه، چې دوی خپله پخوانۍ پاليسي بدله کړې او هند ته يې دا ډاډ ور کړی، چې که يې پاکستان ګټې وګواښي، نو فشار به ورباندې راوړي.

افغانستان غواړي، په دغه ټوله لوبه کې د امريکا په خوښه د خپلو ګټو لپاره بې پرې سياست ولوبوي، خو که داسې وکړي، نو دا به ښه لوبه وي. شنونکي وايي، د افغانستان لپاره په لومړي سر کې امنيت مهم دی، چې دا د هند، چين او امريکا په ګټه هم دی.

شنونکی محسن هادي په دې نظر دی، پاکستان په دې لوبه کې هڅه کوي، چې لا اقل يو لوری پاتې شي، امتياز واخلي، بيخي منظوي نشي. د ده په خبره، پاکستان وېريږي، چې که امتيازات ورنه کړل شي، نو نور په سيمه کې څنډې ته کېږي، چې دا يې په زيان پرېوځي.

د همدې لپاره چې راتلونکې يې نامعلومه ده، دوه مخی رول لوبوي هم د خبرو او هم د طالبانو د ساتلو بهير روان ساتي.

تر هغه وروسته چې محمد اشرف غني د ولسمشر په توګه وټاکل شو، هند ورته چندايان خوشبين نه دی او هندوان هم وايي، تر هغه چې د افغانستان او پاکستان اړيکي معلوم نشي، هند به افغانستان ته ډېر نېږدې نشي او هغه وخت چې دا حال معلوم شي، بيا به د هند او افغانستان اړيکي يو لوری غوره کوي.

د سيمې شنونکي وايي، که پاکستان له افغانستان سره په خپلو ژمنو کې ريښتينی ثابت شي، نو د هند او افغانستان اړيکي بل پړاو ته د ننه کېږي، خو که پاکستان منافقانه رول ولوبوي، نو بيا به د هند او افغانستان اړيکي د تېر په څېر ادامه پيدا کړي، چې دا به د پاکستان پر ضد وي.

One thought on “محور ورځپاڼه: آيا د پاکستان پر ځای به هند د امريکا دويم غوراوی وي؟”
  1. دمحور ورځپاڼی دا مضمون ښه غوره چاڼ او شننه لری خو د لیکنی اړخ یی یو څه کمزورۍ ښکاری او هغه داچی: لومړۍ یی نریندرا مودی نوم نرژدرامودی لیکلۍ دۍ او دویم داچی منزوی یی (منظوی) لیکلۍ دۍ چی دا هم غلط دۍ. دا خو لا پخپل ځای پریږده چی په پښتو ژبه کی موږ د منزوی انډول ډیر ښه لوغت لرو او هغه ګوښه توب دۍ نو د قدر وړ لیکونۍ کچیری د مضمون د موادو د وزن تر څنګ د پښتو ژبی خیال ،ادبیاتو او اصلتابه ته هم توجه وکړی نو دا به یی د مضمون ارزښت نور هم زیات کړی.په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *