ولسمشر غني، له ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د حامد کرزي تګلارې ته دوام ورکوي.
د فساد پر ضدمبارزه د کار لومړيتوب دی او لومړی ګام د موازي ادارو ختمول دي. غني وويل، جګړ حل لاره نه ده، که څوک سياسي مشکل لري، موږ ته دې ووايي، چې حل لاره ولټوو.
د ملي شورا وکيلان دې له وزيرانو سره شخصي ليدنې ختمې کړي، په دولتي ادارو په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونو کې دې د مقرريو له وړانديزونو لاس واخلي.
ولسمشر اشرف غني د اجرايه او مقننه قواوو ترمنځ د قانوني دندو او صلاحيتونو پربنسټ د يوکلنو قراردادونو د رامنځته کولو په اړه خبر ورکړ، چې د ده په خبره، هر وزیر او هر وزارت باید یو واضح یو کلن قرارداد ولري،چې د هغې پراساس به ملي شورا ته راپور ورکوي.
ولسمشر غنيد راتلونکې ادارې د تګلارې په ډاګه کولو سره وویل، د اساسي قانون پربنسټ دولت پر درییو قواوو ولاړ او ولسمشر د درې ګونو قواوو په راس کې دی، چې په خبره يې د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي او د درې ګونو قواوو په دننه کې بنسټیزو بدلونونو ته جدي اړتیا ده.
ښاغلي غني د ملي شورا له وکيلانو غوښتنه وکړه، چې د وزارتونو له مسوولينو سره شخصي ليدنې ختمې کړي او په دولتي ادارو په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونو کې د مقرريو، منفکولو او تبديليو له وړانديزونو ډډه وکړي. ده وويل، له دندې ناوړه استفاده جرم دی او مجرم ته به سمه سزا ورکول کېږي.
د دوشنبې په ورځ ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپل کار يې په رسمي ډول پيل کړ.په دغو مراسمو کې چې کابو۱۴۰۰ بهرنيو او کورنيو مېلمنو ګډون درلود، ښاغلي غني وويل، د سیاسي پروسې د دوام ترڅنګ، تحول د افغان ولس جدي غوښتنه ده، چې نوی حکومت د ولس دې غوښتنې ته ژمن دی.
منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ژمنه وکړه، چې د ملي حکومت په جوړولو به، ټولو موازي حکومتونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
ده د خپلو خبرو په دوام زياته کړه، ټولې ناتکمیل شوې دوسیې باید ژر تر ژره د مدني قانون او جزاء د قانون پر اساس بشپړې شي. پر هغو دوسیو به عاجل غور وشي، چې برخلیک یې نامعلوم دی او ددې کار لپاره به یوه باصلاحیته کمېټه وګومارل شي، د محاکمو ترڅنګ د څارنوالۍ په اجراآتو کې هم جديبدلون ته اړتیا ده.
د اساسي قانون د ۱۳۴ مادې د حکم پر اساس څارنوالي د جرایمو د تحقیق او په محکمه کې پر متهم د دعوې د اقامې دنده لري، نو پکار ده، چې څارنوالي تر خپلو دندو ور اخوا قدم کښېنږدي. ښاغلي غني له سترې محکمې وغوښتل، چې په یوه میاشت کې دننه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر بنسټ د محاکمو د ټول پرسونل ارزونه وکړي:
(( د قاضیانو تعیین، عزل، تقاعد او استعفاء منل د ولسمشر له صلاحیتونه دي او زه به د مکافات او مجازات د اصولو په رڼا کې د دې مهم سکتور د اصلاح لپاره له خپلو صلاحیتونو ګټه واخلم. که غواړو د قانون حاکمیت پلې شي او لوړپوړي چارواکي چې په فساد کې ښکېل وي، مجازات شي، نو قضایه قوه باید پاکه او د اعتماد وړ وي. له بده مرغه، پر قضائیه قوه د فساد تورونه موجود دي او په قضائیه قوه کې فساد، بدامنۍ ته لاره هواروي.))
نوي ټاکل شوي ولسمشر وویل، سیاسي اختلافات باید له سیاسي لارو حل شي. ده طالبان او حزب اسلامي د سولې خبرو ته راوبلل او ويې ويل، هغه وضعیت چې اوس هېواد ورسره مخ دی، باید کم ونه ګڼل شي، موږ باید د تلپاتې سولې لپاره تر خپلې وسې هڅه وکړو. هغه سوله مو نه ده پکار، چې د یوې بلې جګړې پیلامه وي. له هر کلي غوښتنه کوم، چې د سولې اواز پورته کړي. علماء، قومي مشران او ځوانان باید دغو خلکو ته نصیحت وکړي، کهپه نصیحت نه کېږي، باید مخه یې ونیسي:
((د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې بې ثباتي زموږ د هېواد له بې ثباتۍ سره تړلې ده. موږ اړ یو چې له ګاونډیانو سره د سیمه ییزې همکارۍ هوکړې لاسلیک کړو او له ګاونډيو هېوادونو سره په اړيکو کې د حامد کرزي تګلارې ته دوام ورکوي.))
هغه وویل، له افغان خاورې به د هېڅ هېواد پرضد ګټه وانخیستل شي، خو له ګاونډیانو یې هم غوښتنه وه، چې خپله خاوره د افغانستان پرضد ونه کاروي.
مخور ودرځپاني په خپله ننی ګنه کی د اشرف غنی پر کړنلاره رڼایی اچولی ده او چی له هغی جملی څخه یی موږ د ګاونډیو هیوادونو سره اړیکی دی، اشرف غنی وای چی د ګاونډیو سره به هغه لاره غوره کړی کومه چی کرزی دا ۱۳ کاله پری روان وو.
که اشرف غنی د پاکستان سره هم ورته کړن لاره غوره کړی لکه کرزی صاحب چی دا ۱۳ کاله پری روان وو
زما په ګمان اشرف غنی سر له نن څخه ناکام دی. دکرزی یو لوی د ناکامۍ ټکی په بهرنی سیاست کی د پاکستان سره د یوه روښان سیاست نه غوره کول وو.هغه وو چی پاکستان د افغانستان په نغری کی وړاندی کشیناست.
موږ د اشرف غنی هیله کوو چی د پاکستان په مقابل کی ورته اړیکو ته دوام ورنکړی لکه کرزی صاحب چی د پاکستان سره لری.