د افغانستان دويم پړاو ټاکنې په بريا ترسره شوې او د شنونکو په باور د روڼتيا په تړاو يې مطرح شوي‌ محدودې پوښتنې نشي کولای، مشروعیت يې زیانمن کړي.

یوه وروستۍ ارزونه په ډاګه کوي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د افغان مېرمنو پراخه ګډون او د امنیتي وضعیت خوندي کول د ټاکنو اهمیت دوه برابره کړ.

سره له دې چې د ټاکنو په هکله داځل د طالب جنګیالیو دریځ نرم ښکارېده، په ډېری سیمو کې د ولایاتو او ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د ملي شورا ځینو غړو د مشخص کاندید په ګټه درغلیو ته لاره برابره کړې وه.

د رایو يوه وړه سلنه مرکزونه تړلي پاتې شول او د افغان ټاکنو دغه بهير په بري سره پای ته ورسېد.

په يو شمېر سیمو کې رایې پاڼې تر وخت د مخه پای ته ورسېدې، زورواکو او يو شمېر امنيتي چارواکو مداخلې وکړې.

په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو چریکي بریدونه او ماين چاودنې تر سره کړې، خو له ټولو سره سره وسله وال مخالفين په دې ونه توانېدل، چې دغه سياسي بهیر وګواښي او دغه لړۍ ودروي او بالاخره د هغو کسانو ستره سلنه چې رایې کارتونه يې تر لاسه کړي وو، په رای ورکولو وتوانېدل.

د ناامنۍ له محدودو خورو ورو پېښو سره سره د ټاکنو امنیتي وضعیت ځکه خوندي‌ ګڼل شوی، چې د رایو ورکوونکو په روحیه یې هېڅ ډول تاثیر ندی پرې اېستلی او ان دا ځل د ټاکنو په برخه کې د طالب اورپکو دريځ نرم ښکارېده، خو په ډېری سیمو کې د ولایاتو او ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د ملي شورا ځینو غړو د مشخص کاندید په ګټه درغلیو ته لاره برابره کړې وه، چې ښکاره بېلګې يې د کابل په ګډون په ډېريو ولايتونو کې تر سره شوې، چې تصويرونه او ويډيو ګانې يې خپرې شوې.

شنونکي وايي، وسله والو طالبانو دا ځل د ټاکنو د ګډوډولو په هدف په ډېريو سيمو کې چې له وړاندې يې حضور لرلو، وسله واله مداخله ونه کړه او خلک يې پرې ښودل، چې رايه وکاروي.

شنونکي زياتوي، داسې راپورونه شته، چې سعودي عربستان په پاکستان فشار راوړی، چې که د افغان ټاکنو به برخه کې مداخله وکړي، ګډوډۍ رامنځته کړي، نو اړيکي به يې زيانمن شي.

له ولایتونو څخه ترلاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو رضاکارو څارونکو او همدا ډول د ټاکنو د څار بنسټونو ۱۰ زرو څارونکو وکولای شول، چې ددرغلیو مخه ډپ کړي، دوی د هغو زورواکو په تړاو خپل غږ اوچت کړ، چې غوښتل يې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، خلک تهديد کړي، چې د يوه مشخص کانديد په ګټه خپله رايه وکاروي.

په دويم پړاو ټاکنو کې د تېر په پرتله د مېرمنو پراخه ګډون ټاکنو ته په بې ساري ډول محتوا ورکړه او ان په ډېريو ښځينه محلونو کې خو له همدې امله رایې پاڼې له وخت مخکې پای ته ورسېدې، چې د مېرمنو ګډون زيات وو.

د مېرمنو پراخه ګډون له یوې خوا د طالب اورپکو له تهدیدونو سره مقابله له بل اړخه هغه ګام دی، چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په هکله ښه تصور وړاندې کوي.

اوس د ټاکنو د پایلو د مدیریت پرخوا د جدي او مسولانه پاملرنې غوښتنه کېږي او د حکومت په بې طرفه ډول د پايلو مدیریت کې باید مسول او منصفانه رول ولوبوي او کانديدان بايد دې ته اړباسي، چې د ملت له ارادې او د هغوی پرېکړې ته درناوی وکړي، نه دا چې په پای کې د ولس اراده او پرېکړه ناديده ونيول شي.

ټاکنيز کمیسیونونهبايدد روان کال د وري مياشتې د لومړي پړاو ټاکنو تجربې په جدي ډول په پام کې ونيسي او هغه ته اهميت ورکړي، چې ناکامې عمليې تکرار نکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *