هراتي صنعتکاران وايي، په ياد ولايت کې ۵۰ قلمه توکي توليديږي، چې ۱۰ قلمه يې د ټول افغانستان لپاره کفایت کوی، خو تر ۹۰ سلنه د همدې مشابه بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي، چې له امله يې ۲۳۰ افغانی فابريکې له کاره لوېدلي دي.

ځايي خبريالان وايي، په هرات کې څوځله له ايران څخه تازه را وارد شوي توکي نيول شوي، چې وخت يې تېر او کیفیت یې د زهرو وي.

ځايي خلک په امنيتي او ګمرکی مسوولي��و تور پورې کوي، چې دوی د خوراکي توکو او درملو له هغه مافيا سره شریک دي، چې بې کيفيته او وخت تيرې درمل را واردوي.

هراتي صنعتکار وايي، په ياد ولايت کې د ۴۷۰ فابريکو له ډلې يوازې ۲۴۰ يې فعالې او نيمه فعالې دي، که يې پر وړاندې همداسې چلد وشي، پاتې فابريکې به هم له ځنډ پرته سقوط شي.

د پانګوالو د معلوماتو له مخې، هغه توکي چې په هرات ولايت کې توليديږي، ډېری يې د ياد ولايت اړتياوې پوره کولای شي، خو نېږدې نوي سلنه همدا مشابه خو بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي.

دوی وايي، د ازاد بازار په نوم چې کومه پروسه په هرات کې روانه ده، ځايي توليد يې په ټپه درولی او ۲۳۰ فابريکې يې له سقوط سره مخ کړي دي.

د هرات د صنعتکارانو د ټولنې مشر حميدالله خادم محور ته وويل، د هراتي چارواکو په ځانګړې توګه د ګمرک مسولينو بېغوري او په فساد کې ښکېلتیا د دې لامل شوې، چې د فابريکو زياته برخه له سقوط سره مخ شي او يا په خپلو توليداتو کې د پام وړ کموالی راولي: ((په هرات کې ۵۰ قلمه توکي توليديږي، چې ۱۰ قلمه يې د ټول افغانستان لپاره کفايت کوي، ۴۰ قلمه نور بيا تر ۶۰ سلنه پورې د هېواد د لوديځو ولايتونو لپاره بسنه کولای شي، حال دا چې تر ۹۰ سلنه پورې همدا مشابه خو تېر وخته او يا بې کيفيته توکي له بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران څخه په ښکاره او پټه راوړل کېږي.))

دی وايي، ايران تر ډېره سوداګريزه مداخله کوي او دې مداخلې لار هواره کړې، چې افغاني توليد له سقوط سره مخ شي.

له ايران څخه د را واردېدونکو توکو په ځانګړې توګه، درملو او خوراکي توکو يوازې بسته بندۍ ته پام شوی وي، کيفيت ته يې هېڅ راز پام نه کېږي.

ځايي خبريالان وايي، په هرات کې څوځله تازه له ايران نه را وارد شوي توکي نيول شوي، چې وخت يې تېر وي. دوی وايي، په دې برخه کې ستر ګواښ د خوراکي توکو او درملو په برخه کې دی، چې تر ډېرو متضررين يې پېرودونکي دي.

ځايي خلک په امنيتي او د ګمرکونو په مسوولينو تور پورې کوي، چې دوی د خوراکي توکو او درملو له هغه مافيا سره شريک دي، چې بې کيفيته او وخت تيرې درمل را واردوي. دوی وايي، له قانوني او ناقونوني لارو دغه توکي افغانستان ته را د ننه کېږي.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر ښاغلی خادم وايي، همدا اوس د لوديځو ولايتونو په ځانګړې توګه د هرات بازارونه له وخت تېرو او بې کيفيته توکو ډک دي، هېڅ مرجع يې د مخنيوي لپاره کار نه دی تر سره کړی. دی زياتوي، کله ناکله څار ډلې په بازار کې وګرځي، له يوه دوو هټيو دا ډول توکي راټول کړي، خو په اصل کې ګدامونه له بې کيفيته او وخت تيري توکو ډک دي.

په هرات کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې ايسا استازی عبدالستار الکوزی وايي، هڅه يې کړې، چې د پانګوالو ستونزې له اړوند ارګانونو سره شريکې کړي او د حل لار ورته پيدا کړي. دی زياتوي، د پانګوالو پر وړاندې ستونزې شته خو د حل لپاره يې دوی په ګډه کار کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د هرات د ګمرکونو د مسوولينو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره پرې بريالي نشو.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: افغانستان کې ايراني زهر”
  1. salamoona
    afghan government must investigate it, if it is true must stop it and those people who are involved in this smuggling process must arrest and prosecute them to learn others from them.

  2. دشمن باز هم دشمن است و هيچ وقت دوست نميشود. ايران هر قسم دشمني با ما ميكند. مهاجرين ما را تحقير ميكند. براي اينكه از انرژي فزيكي أنان استفاده نمايد أيشان را معتاد به مواد مخدر ميسازد. بعد از معتادي افغانهاي مهاجر در مقابل مواد نشه يي براي ايران كار هاي شاقه جسمي ميكنند. مي بينيم كه تمام أجناس تاريخ تير شده را به ما روان ميكند. به هر ترتيب كوشش ميكنند كه فابريكه هاي وطن ما را فلج بسازد و سقوط بدهد تا مواد بي كيفيت خود را بالآي ما بفروشند. و براي اينكه در اينده هم همين پروسه جاري باشد توسط أجيران خود كه در دولت افغانستان أيفاي وظيفه مي نمايند تجاران ما را در هرات و ديگر ولايات غربي اختطاف و تروا مينمايند. بعضا انها را مجبور په پرداخت پول به قومندانها و زورمندان كه توسط ايران أجير شده اند، مينمايند. هدف عمده ايران از بين بردن پايه هاي اقتصادي افغانستان ميباشد. و اين كار را به هر وسيله ممكنه به سر مي رساند. ايران غير از أهداف اقتصادي، أهداف ستراتيژيكي، أهداف نظامي، كلتوري، مذهبي و تفرقه يي هم ميباشند. ما افغانها شايد هجوم كلتوري ايران استيم. اهسته اهسته دري را از بين ميبرد و براي اين بيشتر از بيست دستگاه تلويزيون را تمويل مي كنند. اين كانالهاي تلويزيون براي تفرقه افغانها كار ميكنند. وزير اطلاعات و كلتور رهين مخدوم كه در ايران تحصيل نموده براي اين كار (هجوم كلتوري ايران بر افغانستان) توظيف شد. چون موضوع بحث اينجا مسله فلج ساختن فابريكه ها و كارخانجات افغانستان مخصوصا در غرب كشور و شهر هرات بود، بالآي متباقي أهداف شوم ايران در افغانستان تماس نميگيرم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *