امنيتي مسوولين وايي، امنيت خرابوالی د ټاکنو خنډ نشي ګرځېدای او ټول امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه پوليس په ټول هېواد کې د ټاکنو د امنيت د خوندي کېدو په هدف په تيارسۍ کې دي.
په تېرو يوولسو ورځو کې يوازې په کابل کې پرلپسې څلور ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي، خو امنيتي چارواکي وايي، چې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري دغه بريدونه په ښه ډول سره مهار شوي او د مرګ ژوبلې کچه پکې ټيټه وه.
ټول پوښتنه وايي، چې زیاترو افغانانو د افغان پولیسو رول ستایلی او غوښتنه یې کړې، چې د مورال غښتلتیا لپاره دې په لویه کچه استقبال شي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ټاکنو له رانېږدې کېدو سره د بريدونو زور اخيستو اندېښمن کړي او وايي، وسله وال مخالفين هڅه کوي، چې په خپل ټول توان سره ټاکنې ګډوډې کړي.
دوی زياتوي، په افغان امنيتي ځواکونو کې اوس د وطن ساتنې او د ښمن تمبولو روحيه خورا پياوړې شوې، په وخت سره اقدام کوي او همدا لامل دی، چې د تلفاتو کچه پکې ټيټه ده.
دوی وايي، شايد دا به ډېره سخته وي، چې د هغو بريد کوونکو مخنيوی دې وشي، چې له سر تېر وي، خو په داسې وختونو کې يوازې له ټینګې ارادې او همدا ډول په وخت سره اقدام ته اړتيا ده.
د ټاکنو له رانېږدې کېدو سره د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخستی، چې دوی يې له وړاندې د ګډوډولو او مخنيوي ګواښ کړی وو.
په تېرو يوولسو ورځو کې يوازې په کابل ښار کې څلور ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي، لومړی هغه يې د نوي کال په شپه په کابل سرينا هوټل ترسره شو.
دويم بريد د وري مياشتې په پېنځمه نېټه د ښار په لويديځه څنډه دارالامان کې د ټاکنو کمېسيون پر يوه ځايي دفتر وشو. تر هغه وروسته د وري مياشتې په اتمه نېټه د دريمې کارتې په سيمه کې د بهرنيانو يو مېلمستون په نښه شو. د وري مياشتې په نهمه نېټه بل بريد د پکتيا کوټ په سيمه کې د ټاکنو په مرکزي دفتر وو، چې د چارواکو په خبره ټول په ښه ډول سره کابو شوي او د مرګ ژوبلې کچه د نورو بريدونو په پرتله پکې خورا ټيټه وو.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش محور ته وويل، د امنيت خرابوالی د ټاکنو خنډ نه شي ګرځېدای او تر ټاکنو به امنيت نور هم ټينگ شي.
ده زياته کړه، له تېر يوه کال راپدېخوا د پوليسو په مسلکي والي ډېر تمرکز شوی، څو وروزل شي او دوی هم مسلکي عمل تر سره کړي.
ښاغلي دانش زياته کړه، ټول امنيتي ځواکونه د ټاکنو د امنيت د خوندي کولو په هدف په دندو بوخت دي. دی وايي، ملي پوليس ددې سياسي بهير په امن فضا کې د تر سره کېدو په خاطر په احضاراتو کې دي، څو امنيت په ښه ډول سره ټينګ شي.
د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ وايي، کله چې امنيتي ځواکونه ښه وروزل شي، نو طبیعي ده، چې په جګړه کې به يې مرګ ژوبله کمېږي. دا زياتوي، يوه اساسي ستونزه چې موږ ورسره لاس او ګرېوان وو، هغه د امنيتي ځواکونو د تجهيزاتو او مسلکيوالي په برخه کې يو لړ ستونزې دي، خو اوس د ځواکونو مورال ورځ تر بلې پياوړی کېږي.
د ولسي جرګې غړي وايي، د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي خپله ددې ښکارندويي کوي، چې د ولس مينه ورسره ډېره شوې او په دوی يې باور زيات شوی دی.
د اغلې ساپۍ په وينا امنيتي ځواکونه د ولس د خوندي کولو لپاره بوخت دي، نو پکار ده، چې ولس ورسره مرسته وکړي او په دوی باور وکړي.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، په لومړيو کې د امنيتي ځواکونو ليکو ته ډېری نالوستي کسان دننه شول او هغه وخت يې د تلفاتو د زياتېدو يو لامل هم دا وو، چې د روزنې په برخه کې يې هم جديت نه وو. دی وايي، په ټوله کې پکار ده، چې د خپلو امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوی وکړو: ((يو څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي ده، چې دوی، کله ناکله په خپلو کې سره همغږي نلري او ان ډېری وخت يو په بل باور نه کوي. که په دې برخه کې يو ښه پلان موجود وي، نو د جګړې او بريدونو د مخنیوي لپاره به رغنده پرېوځي.))
د ملي دفاع وزارت چارواکو د ۱۳۹۲ کال په راپور کې چې تېره اونۍ يې خپور کړ ويلي، اوس تر ډېره افغان امنيتي ځواکونه سترې لاسته راوړنې لري. د ياد وزارت په کلني راپور کې ويل شوي، چې د لېږد پېنځم پړاو خپله ددې څرګندويي کوي، چې افغان امنيتي ځواکونه د ډاډ وړ دي. دوی ويلي، چې ۹۷ سلنه د عملياتو پلان جوړونې او د هغه رهبري کول خپله يوه ستره بريا شمېرل کېدای شي، چې په تېر کال کې دوی ترسره کړي دي.
د دفاع وزير ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو د امنيت په خوندي کولو کې به خپل ټول توان وکاروي او هڅې به يې داوي، چې ټول کېدونکي بريدونه کابو کړي.