په کانونو کې د پانګونې د نړیوالو شرکتونو مشران افغانستان ته راغلي، چې اقتصادي فرصتونه له نږدې وګوري. راپورونه وايي، دوی په دغه هیواد کې له پانګونې سره بې سارې دلچسپي ښودلې ده.
د شپږو نړیوالو کمپنیو دغه مشران سلګونه نور واړه شریکان لري، چې په کانونو سربېره په نورو اقتصادي فرصتونو کې سرمایه ګذاري کوي او دا وخت له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو بوخت دي.
د کانونو وزارت د معلوماتو په اساس تېر کال افغانستان د کانونو په برخه کې له پېنځو تر ۱۰۰ لوی او واړه قرادادونه لاسلیک کړي دي، چې کورنیو او بهرنیو کمپنیو پکې پانګونه کړې ده. یوازې د څلورو لویو قرادادونو په اساس ۱۴،۵ بیلیون ډالره پانګونه شوې ده.
افغان حکومت داسې مهال په کانونو کې د نړیوالو کمپنیو د پانګونو د جلب په هڅو بوخت دی، چې لا د کانونو قانون ندی تصویب شوی او ددې قانون پرسر ستونزې پرخپل ځای پاتې دي.
د ولسي جرګې د کانونو او چاپیریال ساتنې کمېسیون غړي وایي، د کانونو په برخه کې د ټولو شته ستونزو تر څېړلو وروسته دې هوکړې ته رسېدلې، چې حکومت باید تر یو نا معلوم وخته د کانونو قرادادونه وځنډوي، خو دوی لا په رسمي ډول دا اعلان ندی کړی.
ددې کمېسیون منشي عبدالرحمن شهیداني وایي، د بهرنیانو پانګونه د افغان اقتصاد لپاره یوه مثبته لاسته راوړنه ده، خو د مسلکي او تخنیکي قرادادونو او پکې د شفافیت نه مراعتولو له امله باید نور قرادونه تر یو نا معلوم وخت وځنډول شي :((له بهرنیانو سره یو شمېر شوي قرادادونه هېڅ شفاف ندي، زه یې بېلګه د امو حوزې د نفتو قرارداد یادوم، د استخراج چارې یې وړاندې پیل شوې دي، خو لا تراوسه د استخراج دستګاه نده نصب شوې. بهر ته د اومو موادو صادرول او له هغې وروسته افغان حکومت ته د قرادادي کمپنۍ له خوا رایلټي ورکول پخپله ناشفافیت ته لار پرانېزي. د امو حوزې قراداري کمپنۍ افغان حکومت ته ۱۵ سلنه رایلټي ورکوي، دا رایلټي باید ۵۰ سلنه وای.))
د کانونو وزات د معلوماتو په اساس د نړیوالو شپږو هغو کمپنیو مشران چې همدا اوس په افغانستان کې دي، غواړي له نږدې اقتصادي فرصتونه وګوري. پدغو کمپنیو کې د RIO TITNO، MACHARY، چې دا کمپنۍ سلګونه نور واړه مشترکین لري، بلک هاوس او بلیو کریو کمپنیو مشران شامل دي.
د کانونو وزارت ویاند اسد ضمیر محور ورځپاڼې ته وویل، تېر کال افغانستان د پېنځو لویو قرادادونو په ګډون تر ۱۰۰ واړه قرادادونه درلودل، چې له کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره لاسلیک شوي دي، له دې لارې شاوخوا ۱۴،۵ بیلون ډالره پانګونه شوې ده :((د یو شمېر لویو کانونو قرادادونه همدا اوس نهایي شوي، خو رسمي تړونونه یې پاتې دي، چې ډېر زر به له اړوندو مراجعو سره لاسلیک شي. تر اوسه یو څور نور لوی کانونه په قراداد ورکړل شوي دي لکه حاجیګک، زرافشان، بلخاب او د بدخشان د طلا کان، چې کېدای شي یو بیلیون ډالره پانګونه پکې وشي.))
د کانونو په قراردادنو کې نه شفافیت هغه موضوع ده، چې د افغانستان د یوازینۍ اقتصادي سرچینې د تاراج کېدو وېره یقیني کوي، خو کانونو وزارت دا ادعاوې نه مني.
د نړیوالو څېړونکو یوه ډله د کانونو وزارت په چوکاټ کې کار کوي، څو په قرادادنو کې شفافیت تضمین کړي، خو وړاندې ګڼې داسې بېلګې خپرې شوې دي، چې ځینې نړیوالې کمپنۍ، هېوادونه او اشخاص فشار راوړي چې قرادادونه ترلاسه کړي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، د افغانستان د کانونو د تاراج له دې بل لوی ثبوت څه کېدای شي، چې لا د کانونو قانون ندی تصویب شوی، خو حکومت د قراردادونو په لاسیکولو لګیا دی.
د ښاغلي سیحون په وینا، قرادادونه د مسلکي او تخنیکي معیارونو په اساس ندي ترتیب شوي او نه پکې شفافیت په پام کې نیول شوی دی :((دهېڅ قرارداد جزیات چا ندي لیدلي، پارلمان پکې ندی شامل شوی او تراوسه ترسره شوي تړونونه هم ټول په عجله ترسره شوي دي. په غیر شفاف ډول د اومه موادو پلورل د افغان اقتصاد لپاره نه یوازې ګټه نه لري، بلکې اقتصادي بحران ته لاره هواروي.))