د امنيتي تړون او اډو غوښتنې لپاره په افغانستان کې د امريکا د دوو هدفونو اټکل شوی دی، لومړی دا چې د وروستي مشروع حکومت په توګه بايد کرزی د امريکا د خوښې په تړون لاسلیک وکړي او که داسې نه وي، نو دویم؛ ښايي هدفي وژنې پيل شي.
د قطر د پروسې تر شا د امريکا، برېتانيا، پاکستان او سعودي یوه نوې اتحاديه کار کوي. دوی د طالب قوي ښوودلو او په هغوی د تسلط د زبات لپاره یو زر طالب قوماندانان له کورنيو سره قطر ته لېږدوي. د افغان دولت یوه سرچينه ادعا کوي، چې امريکا غواړي سوله په افغانستان وپلوري، اما په بدل کې يې باید امنيتي تړون د امريکا له خوښې سره برابر لاسلیک شي.
د ولسمشر کرزي خبري کنفرانس ته د ورغلو لارو په ټينګ امنيت کې تر شپاړسو د ډېرو ځانمرګو سيمې ته رسېدل، په افغان حکومت د فشارونو تر ټولو خونړی ډول دی. که طالبان په رښتيا دومره قوي وي، چې د سي. ای. اې کارکوونکو دفتر ته څېرمه او د کرزي له سترې دروازې سره سنګر ونيسي، نو پکار خو داوه، چې افغان حکومت شپږ کاله مخکې راپرځول شوی وای او طالب مشر د ارګ په ګلخانه کې ناست وای، اما ددې بريدونو ډېرښت او پېچلتيا د طالبانو استوره تعريف ته ورنږدې کوي.
شنونکي وايي، طالبان د اهدافو وسيله کېدای شي، اما د حريف په توګه يې منل له سياست سره بې انصافي ده.
د چا پر ضد چې طالبانو د خپلواکۍ او دين ساتنې جنګ شروع کړی و؛ په قطر کې يې د همغوی په خوښه په طيبه کلمه مزين بيرغ ماښام جګ او سهار راټيټ کړ، له دې سره په عامه اذهانو کې د طالب هنګامه هم په ځمکه ولګېده. طالبان لاهم هڅه کوي، خلک ونه پوهېږي، چې دوی خپله اراده نشي کارولای، اما امريکا، پاکستان او د پروژې نور متحدين هغې مرحلې ته رسېدلي، چې د قطر نسبي ډيزاين کړې سوله د امنيتي تړون په بدل کې په افغانستان وپلوري.
افغان دولت چې د قطر پروسه له ګڼو اعتراضونو سره سره له نږدې څاري، ادعا کوي، چې د امنيتي تړون د لاسليک د ځنډ ډېره ستره قرباني ورکوي. یوې سرچينې محور ته ويلي، امريکا هڅه کوي، ولسمشر کرزی د فشار په هره طريقه اړ کړي، چې له قانوني دورې مخکې له هغه هېواد سره امنيتي تړون لاسليک کړي، دوی وېره څرګنده کړې، چې د امريکا په باور دا به د افغانستان وروستنی مشروع حکومت وي.
د افغان چارو ځينې تحليل کوونکي وايي، جګړه، ځانمرګي او ډله ييز بريدونه د طالبانو له سويې لوړ کار دی او ښايي د پاکستان سربېره ځينې نور اړخونه هم په نا امنيو کې لاس ولري، ځينو خو یې حتی په مستقيم ډول امريکا ته ګوته نيولې، چې د کومانډو په یونيفارم کې د ارګ په دروازه بريد کوونکي د خپلې ادعا ثبوت ګڼي.
د چارو شنونکي عبدالرحمن هوتکي وایي، کېدای شي، يو لړ نورې کړۍ هم په دې ډول بريدونو کې ښکېلې وي. نوموړی وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د سيمې او ان تر هغه لوړ اړخ لري او هر څوک د خپلو فشارونو لپاره پر افغان حکومت فشارونه راوړي او ځانونه خپلو موخو ته رسوي:((خو د امريکا په تړاو يوه پوښتنه را پيدا کېږي، چې ايا امريکا په دې جګړه کې پاتې راغلې او که يې لوبه ګرمه ساتلې ده.))
یو افغان خبريال جميل حیدري وايي، کرزی د خپلې خوشباورۍ ښکار دی، اما په ډېره بده جګړه کې ښکېل دی. دی وايي:((افغانستان د امنيتي تړون لوړ قيمت پرې کوي، که دا متعدد فشارونه نتيجه ورنکړي، د هدفي وژنو احتمال شته، حتی پرونی بريد د پيل شوي خطر زيګنال دی.))
اوس یو مطرح سوال دادی، چې د تړون لپاره مختلف فشارونه به وکولای شي، افغان حکومت سل فيصده شاتګ ته مجبور کړي؟
شنوونکي اوسني شرایط له کال مخکې سره هم د پرتلې وړ نه ګڼي، د دوی په باور د قطر موضوع، له طالبانو سره د امريکا اړيکې او له سخت دريځۍ د پاکستان او امريکا مشترکه استفاده د سيمې او نړيوالو قدرتونو له ديده محرم پاتې نشول، د قطر پروسې په اړه د افغانستان دولت له موقف څخه د روسيې، هند او ایران ملاتړ په ډاګه کوي، چې امريکا له جدي سرخوږي سره مخ شوه او اوس به مجبوره وي، چې په سنجيده ګۍ عمل وکړي.
خو د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ له دې بریدونو سره د امریکا تړاو محال بولي. د اغلې بارکزۍ په وینا، دا څو وخته پرله پسې ډېرې مهمې نړيوالې ادارې په نښه کېږي او امريکا دغه ډول کار نه تر سره کوي. بارکزۍ دا نه مني، چې طالبان دې د امريکا په ولکه کې وي، بلکې وايي، هر کال په پسرلي او دوبي کې د وسله والو بريدونه زور اخلي او دغه ډول بريدونو ته په کتو سره جوتېږي، چې دا د طالبانو د جګړې د زور اوج دی.
تر هغه چې د حزب اسلامي ميرڅمن او د اى ايس اى چپړاسيان د كرزي تر شاوخوا راتاو وي نو كرزى به په همدې واهماتو روان وي او هيڅ كار به ښه نه شي. د پاكستان له چپړاسيانو سربېره د ايران چپړاسيان بيا نور دي چې كرزى يې محاصره كړى او د ريال په پټو كڅوړو يې خوشحاله ساتي، خو خبر نه دى چې كرزى له خپلو پخوانيو دوستانو سره همدغو د لستوڼو مارانو دښمن كړ او اوس يې بيه كرزى او پښتانه وركوي.
ايا پښتنانه به له امريكا پرته بل دوست په سيمه كې ولري، خو د پرديو چپړاسيانو دا دوست هم اوس پښتنو ته په دښمن بدل كړ.
به ياران محور اين سخن اسان نشود تا ريا ورزد خرم افغان نشود