افغان صنعتکاران ګواښ کوي، که چېرې حکومت د نوې اقتصادي پاليسۍ طرحه په بيړه سره د ټولو صنعتکارانو لپاره يو ډول عملي نه کړي، نو د دوی ډېری پانګوال او صنعتکاران به خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.

د افغانستان د عالي اقتصادي شورا له لوري د اقتصادي پاليسۍ د طرحې په پرېکړه او اعلان يوه نيمه مياشت اوړي، خو لاهم نده عملي شوې، ددې طرحې په اساس هغو پانګوالو ته چې دوو کلونو په جريان کې پانګونه کوي، وړيا ځمکه او نور امکانات برابرېږي.

د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول رامنځ ته کول، له هېواده د پانګې د وتلو مخنيوى، د صنعت د پرمختګ لپاره د اسانتياوو او اړتيا وړ انرژي برابرول، له بهره د افغان پانگوالو او صنعتکارو را جذبول هغه غوښتنې دي، چې پانګوال يې له افغان حکومت نه د پلي کولو په برخه کې د جدي اقدام غوښتنه کوي.

د اقتصادي پاليسۍ د نوې طرحې له مخې ويل شوي، چې که د دوو کلونو په جريان کې په افغانستان کې پانګونه کېږي، نو د اوو کلونو لپاره به ورته وړيا ځمکه ورکړل شي، له ماليې به معاف کېږي، پورونه به ورکول کېږي او اوږد مهاله سوداګريزې ويزې به ورکول کېږي.

یو شمېر صنعتکاران ادعا کوي، چې حکومت د نويو او زړو صنعتکارو سره د مور او ميرې چلند کوي. په وینا یې، حکومت هغو صنعتکارانو او پانګوالو ته ډېر امکانات برابروي، چې نوې پانګونه کوي، خو پخواني او هغه صنعتکاران يې له ياده ايستلي، چې په سختو شرايطو کې يې کار کړی او د اقتصاد د ملاتير يې تشکيل کړی دی.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي محور ته وويل، افغان حکومت بايد په هغو خامو موادو چې له بهر څخه راځي، محصول معاف کړي. دی وايي، پکار ده، چې د افغانستان په غوره او ښو توليداتو تر ۴۰ سلنه ټيټه تعرفه وضعه شي او په ټوله کې هغو کارخونو ته ځمکې ورکړل شي، چې په کرايي ځايونو کې فعاليت کوي :((يوه نيمه مياشت اوړي، خو داسې نه بريښي، چې افغان حکومت دې د اقتصادي پاليسۍ د عملي کولو کوم هوډ ولري، ځکه ډېری وخت داسې خبرې کېږي او عملي کېږي نه، که دا ځل دا چاره عملي نشي، نو ګڼ پانګوال به له افغانستانه خپلې پانګې وباسي.))

دا مهال افغانستان تر پنځو قلمو پورې داسې توليدات لري، چې په لوړه کچه دي او بهر ته صادرات لري، خو تعرفه پرې تر ۵۱ سلنه پورې وضعه کېږي.

صنعتکاران وايي، په ګرده نړۍ کې حکومتونه صنعتکارو او پانګوالو ته سبسايډي ورکوي، خو که حکومت صنعتکارانو ته سبسايډي “مالي مرسته” نشي ورکولى؛ پر بهرنيو توکو خو د ګمرکي تعرفو د لوړولو له لارې کولى شي د کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.

دا مهال د ټول افغانستان په کچه تر ۴۰۰ پورې کارخونې په کرايي ځايونو او مارکېټونو کې په خورا ناوړه حالت کې فعاليت کوي، چې يوازې ۱۱۰ يې په کابل کې دي.

د  ورکړل شويو رپوټونو له مخې سلګونه صنعتکاران او پانګوال په بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه په دوبۍ، چين، پاکستان، ايران او نورو هېوادونو کې فعاليت کوي. د صنعتکارانو په وينا که ورته زمينه برابره شي، نو له بهرنيو هېوادونو څخه ټول هغه افغانستان ته خپلې پانګې رالېږدوي.

له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار وايي، موږ ژمنه کړې وه، چې د روان کال تر پايه به په کابل کې د کمريو صنعتي پارک چمتو کېږي، خو د اتو مياشتو په تېرېدو سره هم دغه پارک زموږ په واک کې ندی راکړل شوی.

ده زياته کړه، په کابل کې د يو ميليارد ډالري پانګونې پانګوال انتظار باسي، ترڅو دغه پارک ورغېږي،  چې له دې سره به ياده پانګه را جذب شي :((ددې تر څنګ په کور د ننه او بهر ډېری نور پانګوال هم ددې پارک په تمه دي، چې له دې سره به تر ۷۰ زروکسانو پورې په مستقيمه توګه، خو زرګونه نورو ته به په غير مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.))

بلخوا د ماليې وزارت وايي، د اقتصادي پاليسۍ د طرحې چارې د دوی له لوري بشپړې شوې، خو د سکتوري کارونو لپاره پرې نورې اړوند ادارې کار کوي.

د ياد وزارت سلاکار نجيب منلي محور ته وويل، په دغه طرحه کې د نويو پانګوالو تر څنګ زاړو هغه ته هم ځينې اسانتيا وې لکه، د برېښنا نرخ، د محصول معافيت، د ګمرکي ټکس يوشانوالی او ځينې نور امکانات په پام کې نيول شوي دي. دی وايي، ټول امکانات له دې امله زړو ته نه برابريږي، چې په تېر کلونه کې هغوی فعاليت کړی او په ټوليزه توګه ميدان ورپاتې وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *