له اورپکو سره په جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو يو شمېر معلول شوي سرتېري او افسران د ناچارۍ له امله ګدايي کوي. دوی شکايت کوي، تر هغه چې وسله چلولی شي، د مالي امتيازاتو مستحق دي.

له بلې خوا هغه افسران او سرتېري چې په دفاع وزارت کې واسطه ولري، د يوه تعامل له مخې د ترکيې ګاتا او د هند اندرا ګاندي روغتونونو ته د درملنې لپاره استول کېږي، خو نور معيوب شوي سرتېري په داؤد خان روغتون کې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت، معاش او امتيازات يې بندېږي.

يو شمېر هغه افغان افسران او سرتېري، چې په تېرو کلونو کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې معيوب شوي، اوس اړ شوي سوال او فقر ته لاس اوږد کړي، ځکه چې په وينا يې د افغان حکومت له پامه لوېدلي، بیمه نه لري او هېڅ پاملرنه ورته نه کېږي.

دوی وايي، تر هغو يې چې د هېواد ساتنه کوله او ماشه یې چلولی شوه، یو څه پام ورته کېده، خو اوس چې په کور ناست دي د دولت له پامه لوېدلي، ان هغه مياشتني امتيازت هم نه ورکول کېږي، چې له دوی سره يې ژمنې شوې دي.

د ۱۳۸۸ کال د ولسمشر د فرمان له مخې هغو امنيتي ځواکونو ته به پخپلو ولايتونو کې د کورونو لپاره يوه يوه نمره د استوګنې لپاره ورکړل شي، چې د بدن غړي يې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې قرباني کړي وي او د ملي گټو او خپلواکۍ لپاره يې د کار وړتيا له منځه تللې وي.

د راپورونو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې د ملي دفاع وزارت ۴۰ سلنه ځمکې د زورواکانو لخوا غصب شوې دي او پدغو ځمکو کې د معلولو سرتېرو برخه هم شاملې دي.

په جګړه کې معلول شوي سرتېري وايي؛ دوی ته خپل مياشتني امتيازات هم نه ورکول کېږي، درملنه يې نه کېږي، نو ځمکه به څه ډول ورکړل شي :((زموږ برخه ځمکې هم محدودو هغو افسرانو او سرتېرو ته وېشل شوې دي، چې واسطې لري.))

د پروان ولايت اوسېدونکی او د ملي اردو ۲۲ کلن سرتېری، چې خپلې دواړه پښې او لاسونه يې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې په ۱۳۹۰ کال کې مخامخ په جګړه کې له لاسه ور کړي وايي، د ټولې کورنۍ ستونزه ور له غاړې ده، چې بايد يوه ګوله ډوډۍ ورته پيدا کړي. د ملي پوځ دغه معلول سرتېری اوس د مصنوعي پښو په وسيله يو يو ګام اخلي، خو ډېر کار يې د ويلچر په وسيله دی :((اړ یم نور سوال ته لاس اوږد کړم، ځکه چې د کور واړه ماشومان مې د کار ندي او د روزي پیدا کولو بله وسیله نه لرم.))

په ملي دفاع وزارت  کې يوه افسر چې نه يې غوښتل نوم يې  په ډاګه شي، محور ته وويل، کله چې د اردو يو افسر يا  سرتېری مړ شي، نو په لومړي سر کې يې کورنۍ ته ۱۲۰زره افغانۍ ورکول کېږي. دی وايي، د معيوب شوي سرتېري لومړنۍ درملنه په داؤد خان روغتون کې ترسره کېږي او نور یې ټول معاشات او امتیازات قطع کېږي :((پوځ درې ډوله معلول سرتېري لري. لس سلنه معلول شوي پوځيان په اردو کې بېرته دنده ترسره کولای شي. هغه افسران او سرتېري، چې تر لس سلنې زيات معلوليت ولري، هغوی هم د ملي پوځ په اډانه کې دنده تر سره کولای شي، خو د سرتېري يا افسر په توګه نه، بلکې يوه داسې کار ورسپارل کېږي، چې توان يې ولري او درېيم ډول هغه سرتېري دي، چې سل فيصده معلول شوي او د هېڅ کار وړتيا نلري، دوی ته تر درملنې وروسته ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېږي او نور بايد د يوه عادي وګړي په څېر ژوند وکړي.))

د ملي پوځ يو چارواکی وايي، زيات شمېر داسې سرتېري او افسران شته، چې اوس سوال کوي :((هغه افسران او سرتېري چې په دفاع وزارت کې واسطه ولري، د يوه تعامل له مخې د ترکيې ګاتا او د هند اندرا ګاندي روغتونونو ته د درملنې لپاره استول کېږي، خو بهرنيو هېوادونو ته محدود شمېر معيوب شوي سرتېري او افسران د درملنې لپاره استول کېږي.))

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، هغو امنيتي سرتېرو او معيوبينو ته چې په جګړه، ماين چاودنو او نورو جګړه ييزو پېښو کې د بدن غړي له لاسه ورکړي، معلوليت ته يې په کتو ورته د معاش فيصدي ورکول کېږي. دی زياتوي، که چېرې د کوم افسر يا سرتېري معلوليت سل فيصده وي او هېڅ کار تر سره نه کړای شي، نو ټول مياشتنې معاش يې ورکول کېږي.

د دفاع وزارت چارواکي په جګړه کې د معلولو شويو سرتېرو شمېرې نه په ډاګه کوي او وايي، تر اوسه ورسره کره شمېرې نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *