افغان هندوان او سکان وایی، په ولسی جرګه کې د دوی لپاره د ځانګړې شوې څوکۍ ردول په افغانستان کې له لږکیو سره ښکاره تبعیض دی، خو له خپل حق به په هېڅ ډول تېر نشو.
((موږ د افغانستان اصیل اوسېدونکی یو، دا کوم احسان ندی چې حکومت یې پر موږ کوی او نه هم ولسی جرګه حق لری له چا د هغه مدنی حق واخلی.))
د سل زره افغان هندوانو او سکانو له ډلې ۹۶ زره یې له افغانستانه وتلی، چې عوامل یې د سر وېره، د جایدادونو غصب او جبراً له سیاسی دایرې اېستل په ګوته کېږی.
پرون په کابل کې له هندوانو او سکانو د ملاتړ په موخه د دوی او مدنی ټولنو ګډه غونډه جوړه شوې وه او د ولسی جرګې د هغې پرېکړې پر خلاف یې غږ پورته کړ، چې افغان هندوانو او سکانو ته به په ولسی جرګه کې څوکۍ نه ورکول کېږی.
د مدنی ټولنو غړو ویل، چې افغان سکان او هندوان د افغانستان اصلی اوسیدونکی دی او حقونه یې بایدتر پښو لاندې نشی: ((هندوانو او سکانو ته په ولسی جرګې کې د یوې څوکۍ نه ورکول د دیموکراتیک نظام موجودیتتر پوښتنې لاندې راولی، هندوان او سکان هم د هېواد د لږکیو له ډلې دی او پام ورته په کار دی.))
افغان هندوان او سکان ګواښ کوی، چېتر هغه به خپله مبارزه جاری ساتی، څو خپل مدنی حقتر لاسه کړی.
دوی وروسته له هغې دا غږ کوی، چې وړمه ورځ ولسی جرګې د ولسمشر هغه فرمان رد کړ، چې له مخې به یې په ولسی جرګه کې افغان هندوانو او سکانو ته یوه څوکۍ ورکړل شی.
افغان هندوان او سکان وایی، موږ د افغانستان اصیل اوسېدونکی یو اوتر اسلام د مخه په افغانستان کې مېشت شوی یو، نو دا ډول تبعیضی چلند راته د زغملو ندی.
په مشرانو جرګه کې د اهل هنودو استازې انارکلی هنریار وایی، پدې وروستیو کې موږ ډېر زیانونه اوښتی، خو د مدنی حق تروړل له زغم وتلې خبره ده او ضرر به مو دا حق ترلاسه کوو: ((موږ جنګسالاران نه لرو، چې دفاع مو وکړی، خو دا حق مو باید راکړل شی، ځکه دا کوم احسان ندی، چې حکومت یې پر موږ کوی.))
اغلې هنریار زیاتوی، هیله ده مشرانو جرګه کې دا فرمان ومنل شی او بیا په ګډ کمېسیون کې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږو.
افغان هندوان او سکان شکایت کوی، چې په قومی بنسټ په سیاسی مشارکت کې بیا هم افغان حکومت له وزارتهتر ماموریته دوی له پامه غورځولی دی: ((په کندهار، کابل، خوست، ننګرهار او پروان کې د افغان سکانو او هندوانو کرنیزې ځمکې، کورونه، شمشان (د مړو سوځولو ځای) او هټۍ د زورواکو له خوا غصب شوې دی.))
د هندوانو او سکانو د مشرانو په وینا، ۹۶ زره هندوان او سکان له دې امله له افغانستانه وتلی، چې ګڼې ستونزې ورته متوجه وې او له سیاسی ډګره اېستل شوی دی.
د هندوانو او سکانو د مرکزی شورا غړی وایی، د ټاکنو قانون په مسوده کې د هندوانو اوسکانو لپاره په ولسی جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول شوې وه، خو ملی شورا دغه ماده د ټاکنو له قانون حذف کړه او دوی یې له دې حق بې برخې کړل او کله چې ولسمشر فرمان صادر کړ، اوس ولسی جرګې بیا د دوی حق رد کړ.
د اهل هنودو یو مشر کشن سېنګ وایی، په ولسی جرګه کې د کوچیانو او ښځو لپاره څوکۍ ځانګړې شوې، خو دوی ته د څوکۍ نه ورکول د لږکیو پر وړاندې یو ښکاره تبعیض دی: ((موږ ددې لپاره په دې څوکۍ ټینګار کوو، څو له هېواده وتلی اهل هنود کډوال بېرته راوګرځو، څو دوی ډاډه شی، چې نور به یې د ستونزو حل کېدو ته یوه لاره پیدا شی.))
افغان اهل هنود او سکان دد خاوری هغه ریښتنی بچی دی چی تر بل هر چا خپلی خاوری ته وفادار پاتی شوی. موږ خو لاړو د خدای په فضل مو د عرب د توری په شړنګ او سوټی لاندی اسلام قبول کړ، خو دوی تر اخره پوری خپل دین ته وفادار پاتی شول. یو څوک چی خپل دین ته تر دی کچی وفاداری ولری هغوی به خپل مور (خاوری) ته د سلګونو مرګونو په بیه هم وفادار پاتی شی. هغوی ته باید تر ټولو لوړ او معتبره افغانی شناخت ورکړل شی. هغوی باید په پارلمان کی یواځی یوه څوکی نه بلکی ډیری څوکی ولری. په معامله کی تر ټولو ریښتنی، د اعتبار وړ، مرګونه، غلی،، وطن ورانول یی نه دی کړی. ډیر شریف خلک دی. جی منګلم
تاند.دافغانستان ولسي جرګه اويانورمشران اوجنګسالاران دافکرکوي چه دوی دملک مالکان دي نورخلګ هيڅ حق نلري اودافکرنه کوي چه دغه زوراوتوپک به ئئ يوڅه موده وي اودغه توپک اوزوربه بيرته پردوي خپله استعمال سي ځکه زوراوظلم هم اندازه لري اوپه تيرو(۳۵)کلونوکي ډيرزورواکان اوظالمان نابود سوه چه قبرئئ هم ندی معلوم ،وائئ(مکوه په ماچه وبه سي په تا)دظلم اوبدوانجام خراب دي الله(ج)ټولوته هدايت وکي.په افغانستان کي که هندوياسک اويادهردين اومذهب انسانان ژوند کوي افغان دي اوپوره حق لري هندوان اوسیکان هم په دغه وطن کی ماليات اوداعتمادرايه ورکوي حق لري په مجلس اوکابينه اوپه هردولتي اورګان کي برخه واخلي اوښه اوبدسوال وجواب دالله وتعالی پلاس دي چه څوک بخښي اوڅوک په عذابوي،(البته په تيروپنځوسوکلونوکي مايوهندوياسيک ونه ليدي نه مي واوريدل چه غصب اويادچاحق ئئ خوړلي وي)ټوله فسق وفسادزموږدمسلمانوترپښولاندي دی.الله(ج)دی موږټولوته هدايت راکړي اٙمين.