د کابل، اسلام آباد او ناټو غونډه پداسې حال کې دایره شوه چې تر هغه درې ورځې وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ او تر هغه پنځه ورځې وړاندې په کونړ د پاکستاني پوځیانو بریدونو د تېر په څېر د ګاونډیتوب اصول وننګول.

د ۳۷ درې اړخیزه غونډو د اغېزو په اړه همدا کافي ده چې ووایو؛ پاکستان د افغانستان د ځپلو لپاره د هېڅ وسیلې له استعمال مخ نه اړوي.

څارونکي وایي، افغانستان دې درې اړخیزې غونډې بایکاټ کړي او په ځای دې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې خپل اعتراض تعقیب کړي.

د شنونکو په باور په کور دننه د کمزوري حکومت نتیجه داده چې په ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر بریدونو وروسته هم د زغم توصیه کېږي او د غږ پورته کولو قانوني چانس ضایع کېږي.

د دوی په باور، د ناټو، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه هغه وخت مثبته نتیجه لرلی شي، چې ناټو د دواړو هېوادونو ترمنځ په را منځته شویو تړونونو او التزاماتو سالم نظارت وکړي.

حقوقپوه عثمان کامران محور ته وویل، ناټو د ملګرو ملتونو په استازیتوب حضور لري او باید ددې درې اړخیزه غونډې التزامات وڅاري: ((هغه تضمینونه چې پدې غونډو کې رامنځته کېږي باید ناټو یې د ملګرو ملتونو په استازیتوب تعقیب کړي، د سرغړونې په صورت کې افغانستان حق لري د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت نامه وړاندې کړي. نړیوال له ملي حاکمیت د دفاع تر شعار لاندې په افغانستان کې اوسېږي او که پر پاکستان فشار رانه وړي، نو افغانان به دوی هم د نا امنیو یو اړخ وبولي.))

د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وایي، تر هغو چې افغانستان له منځه قوي نشي، نه یې نړیوال غږ اوري او نه په چا التزامات وضع کولای شي.

د ښاغلي لېوال په باور، ناټو او پاکستان په افغانستان کې ګډې ستراتیژیکې ګټې لري، ځکه خو ددې درې اړخیزې غونډې د تعهداتو عملي کېدو تمه نشي کېدای: ((۱ـ افغانستان د اعتراض وسایل او وس نه لري، د امریکا په شمول نړیوال له افغانستان سره سیاسي برخورد کوي، ځکه خو دوی زموږ عذر او سوال نه اوري. ۲ـ  ملګرو ملتونو کله هم د افغان سولې په اړه هڅه نده کړې او نه یې د بهرنیو مداخلو مخنیوی کړی دی، دا د دوی له وس پورته خبره ده او نه پدې موقف کې دي. ۳ـ ددې حالاتو د مخنیوي لپاره په کور دننه د قوي حکومت رامنځته کول په کار دي، ناټو او پاکستان پخپله د قضیې یو طرف دي، نو له دوی به څنګه د عمل تمه ولرو؟))

خو د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې آغلې ارین یون وایي، د افغانستان په تړاو د پاکستان دریځ معلوم دی او دا شان غونډې هسې د وخت ضایع کول دي.

د مېرمن یون په وینا، پر کونړ او معروف ولسوالیو د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې باید حکومت دغه غونډه بایکاټ کړې وای: ((پر پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او ناټو غړو هېوادونو فشار نتیجه لري، ځکه دوی ښه خبر دي چې د ستونزو ریښه چېرته ده، خو یوازې په دې شان غونډو افغانستان مصروف ساتل غواړي.))

بلخوا سیاسي کارپوه عبدالرشید ارین بیا پرونۍ غونډه له پخوانیو ۳۶ درې اړخیزه غونډو متفاوته بولي او په وینا یې، پاکستان پخپله د ترورېزم قرباني دی او مجبور دی له افغانستان سره نور صادقانه چلند وکړي: ((پر پاکستان نړیوال فشارونه او پدې هېواد کې روانه نا امني به اوسنۍ غونډه له افغانستان سره صادقانه چلند ته یو پل وي. که ناټو او پاکستان په افغانستان کې ګډې ستراتیژیکې ګټې ولري، په سوله کې یې هم ترلاسه کولای شي، خو حقیقت دادی چې روان حالت نور د پاکستان له زغمه هم وتلی دی.))

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: امریکا د پاکستان تر شا ولاړه ده او د افغانستان په ستوني یې پل اېښی”
  1. زمنږ د ملک چارواکی په فساد عیش او عشرت کی ګیر دی . دوی په دغه دیارلس کالو کی ونتوانیدل چه یوه مظبوطه او مستحکمه خارجه پالیسی جوړه کړی.

  2. د سیاسي چارو د کارپوه عبدالرشید آرین خبره خو به ځکه په ځای نه وي چې دا عام خبرې دي چې: پاکستان خپله د تروریزم قرباني دی، په سوله که د ټولو ګټه ده، په پاکستان نړیوال فشارونه دي او نور او نور. اصل خبره دا ده چې د کرزي په راوستلو کې له نهایت ډقت کار اخیستل شوی او داسې یو سست عنصره انسان یې په کرسئ کېنولی چې هغه نه دین، نه پښتو او نه هېڅ ډول انساني احساس پېژني

  3. سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی
    ستونزی دواړو خواو کې شته د پاکستان لویه ستونزه دا ده چې د نورو په بربادي کې خپل خیر ګوري او اتل هیڅه کوی چې ګوندي هیوداونه خراب کړي نسبت تر دي چې د پاکستان ابادی ته فکر وکړي د نورو خرابیدو ته زیاد فکر او هڅه کوي
    افغانستان سره لدي چې میلونونو دالر ورته راغلی خو بیا هم په دی هیواد کې یو داسی اساسی کار ونشو چې خلک ورته هیله ولري د بیلګی په توګه د بند برق او یا هم داسی یو تولیدی فابریکه جوړه نشوه چې هیوادوال پکی کار کړي وی او هیواد ته هم یو عایداتی منبع رامنځ ته شوي وي
    دا چې ولی په دي هیواد کې کار ونشو یو عامل خو يي دا و چې امریکی ته پاکستان ته د افغانستان په پرتله لمړي توب ورکړي او دپاکستان ګټی ورته مهمی دي د افغانانو په پرتله بله دا چې زمونږ سیاسیون را لیږلی شوی دالر يی مفت او دوامداره يي بلل مهمه موضوع چې په دي دیارلس کاله کې دي هیواد ته کار ونشو هغه دا چې امریکا نه غوښته چيرته يي کار کړي وي نو دوي پوهیده که افغانان په خپو ودریږی نو دوي د ناتو فوج هیڅکله هم نغواړي ددی افغانستان په خاوره کې هډي ولري

  4. چي په دي هم پوهيژو پاکستان د افغانستان د ځپلو لپاره د هېڅ وسیلې له استعمال مخ نه اړوي. نو بيا ٣٧ غوندو ته ضرورت ندى پكار ، بايكات سوى
    بايد واى . دا تور مخي مو هيحً صورت كي آرام ته نپريژدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *