د افغانستان د دولت یوه معتبره سرچینه وایي، د ارګ او سپینې ماڼۍ ترمنځ د خبرو له هر ځل پېچلتیا سره په افغانستان کې د نا امنیو پېښې ډېرې شوې دي او کله چې روابط په نورمال ډول روان وي د نا امنیو کچه ټیټېږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا هره اونۍ په افغانستان کې د امریکا په پوځي وضعیت بحث کوي، حل لارې مومي، خو هېڅکله ټول شکونه رفع شوي ندي.
د افغان حکومت له باخبرۍ پرته بګرام ته د اوباما سفر او له امریکا لرې په یو بل هېواد کې خپلو پوځیانو ته د اوږدې جګړې د تیاري لپاره مورال ورکول ددې معنی لري، چې امریکا له تړون او قواعدو پرته هم خپلې جګړې او فعالیتونه غځولی شي.
سره له دې چې په افغانستان کې د غلچکیو بریدونو په تړاو د ملامتۍ ګوته هر وخت پاکستان کې مېشتو طالبانو ته نیول شوې، خو د امنیتي تړون پر سر د کرزي او امریکا ترمنځ د ناندریو په اوایلو کې د کابل په اریانا هوټل او د ارګ دېوال ته څېرمه د څلورو ځانمرګو بریدو افغان حکومت شکمن کړ، چې ښایي ترهګرو ته نورې کړۍ هم لاسرسی ولري او د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.
له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د مشورتي جرګې تر رابللو یوه میاشت وړاندې هم مرموز بریدونه پراخه شوي و او افغان حکومت ګوته نیوله چې امریکایان دې ددې وضعیت عامل تشخیص کړي، دا بریدونه له کوم ځای څخه کېږي، څوک یې کوي او په څه طریقه امن سیمو ته ځانونه رسوي؟
له بل اړخه په ملکي وګړو د بهرنیو ځواکونو هر ځل بمبارۍ د افغانستان حکومت ته یو نوی ګوزار ورکړی. د ولسمشر کرزي له ټینګار سره، سره په ملکي وګړو د بمبارۍ سلسه ونه درېده.
د افغانستان دولت زیاتره چارواکي ګڼي چې په ملکي وګړو بمبارۍ په افغان حکومت د فشار وسیلې دي. له بله اړخه روسیې او چین ته د ولسمشر کرزي نېږدې کېدل د افغانستان لخوا د فشار هغه وسیله ده، چې په سیمه کې د امریکا ګټې ننګوي او اوباما یې په یو ناڅاپي سفر کابل ته په راتګ اړویست.
د ښاغلي اوباما سفر له افغان حکومت سره له همغږۍ پرته ترسره شو، لا داچې له ولسمشر کرزي یې وغوښتل چې په بګرام کې له ده سره وګوري.
د بحث وړ ټکی دادی چې خپلو پوځیانو ته د عادي خبرو په لړ کې اوباما د ترهګرو پر ضد د جګړې د دوام پیغام هم ورکړی دی.
پداسې حال کې چې بهرني پوځیان له افغانستانه د وتو تیاری نیسي او هم هغوی ته د مورال ورکولو خبره کېږي، معنی یې داده چې امریکا د بلې جګړې تابیا کړې ده.
د بدخشان په یمګان د ترهګرو هجوم، په کابل او مزار کې د بریدونه، د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځ کې د طالبانو لشکر کشۍ د میاشتې د وروستیو هغه نښې دي، چې امریکایي پوځیانو ته د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکوي.