د چارشنبې په ورځ پاکستان د سرګودها سیمې په مصحف هوايي ډګر کې د پاکستان هوايي ځواک نوې ایف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړې او د شپې دوه بجې یې په شمالي وزیرستان کې پر ملکي خلکو او یو تعداد طالبانو د هغو اغېز و ازمایه.
پاکستان دغه الوتکې له اُردن نه ترلاسه کړې او د چارشنبې په ورځ یې جنرالان هوايي نندارې ته راغونډ وو. دا کوم تصادف نه و، چې برید کې د اورپکو پر ځای ښځې او ماشومان و وژل شول. وزیرستانونه هغه سیمې دي، چې پنجاب په لوی لاس اور ته نیولې دي.
د پاکستان پوځ له شاوخوا څو اوونیو راهیسې په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګولی او څوک، چې له کورونو وځي، د وژلو امر یې ورته شوی دی.
شنونکي وايي، پاکستان په وزیرستانونو کې د خلکو د تسلیمۍ په پار د سوات تجربه تکراروي او پوځ په طالبانو کې د نویو ملاتړو په لټه پسې وتلی دی.
په موساکۍ سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوه کور ۱۹ تنه او د بل کور ۹ تنه غړي وژل شوي دي. ویل کېږي د ټولو وژل شویو ملکي کسانو شمېر ۳۹ تنه دی او ۵۳ نور ټپیان دي. د پاکستان د طالبانو یو تن ویاند عمر خراسانی وايي، چې د طالبانو د وژنې په تړاو د پوځ ادعاوې بې بنسټه دي.
د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو اترو څو میاشتنی بهیر، چې پوځ ته نېږدې مشهورو ملایانو یې رهبري پر غاړه درلوده، د ناکامېدو پر لور روان دی.
مولانا فضل الله د شمالي وزیرستان له بمبارۍ دوه ورځې مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې اعلان وکړ، چې پاکستان دې شرعي نظام پلی کړی او ځانمرګي بریدګر یې قربانۍ ته چمتو دي. له دغه پیغام وروسته پاکستاني پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د هغه پلوی شهریار مسید او د هغه ملګري یو په بل پسې په نښه کړل. داسې اټکل دی، چې په دغو بریدونو کې به د ایغور او سنکیانګ د سیمو جنګیالي هم په نښه شوي وي، ځکه ویل کېږي دغو جنګیالیو د مولانا فضل الله له ډلې سره همکاري پیل کړې ده.
د پاکستان پر وړاندې د مقاومت اصلي مرکز د وزیرستان مسید مېشتې سیمې، یا د مسیدو قبیله ده.
دغه قبیله په تېرو څو پېړیو کې له هر هغه ځواک سره جنګېدلې، چې د دوی دودیزه ازادي یې سلب کړې ده. د پاکستان د حکومت پر وړاندې د نن ورځې تر ټولو ستر خنډ او سرخوږ هم همدغه قبیله ده او د پاکستاني طالبانو غوڅ اکثریت هم دوی جوړوي. د وزیرستان طالبانو کې دوه مشهورې څېرې خان سید سجنا او شهریار مسید دوه هغه کسان دي، چې د مسیدو د مشرۍ ادعاوې کوي. سجنا لوړې زده کړې نه لري، خو په قبیلو کې نفوذ لري، برعکس شهریار مسید، چې د حکیم الله مسید نېږدې کس پاتې شوی، په دې نه دی بریالی شوی، چې د مسیدو غوڅ اکثریت خپل کړي.
خان سید سجنا د یوه داسې کس په توګه پېژندل کېږي، چې په پاکستان کې د سولې پلوی دی او له پوځ او حکومت سره نېږدې اړیکي پالي.
د هغه مخکینی مشر ولي الرحمن مسید هم داسې کس ګڼل کېده، چې له حیکم الله مسید سره یې د پاکستان ضد نظریاتو له امله ژور اختلاف درلود. شهریار او سجنا دواړه د جنوبي وزیرستان د امارت پر سر په خپلو کې سره نښتي. د پاکستان حکومت سولې ته د متمایل سجنا ملاتړ کوي، خو له شهریار مسید سره د مولانا فضل الله د ډلې او بهرنیو جنګیالیو ملاتړ دی. په تېرو څو ورځو کې، چې په شمالي وزیرستان کې کوم اهداف په نښه شوي، غوڅ اکثریت د شهریار مسید (حکیم الله مسید) د ډلې پلویان دي او پوځ په یو نه یو ډول غواړي دا ډله د عبدالله مسید په څېر د وزیرستان له طالباني سکلېټه وباسي.
پاکستان د حکیم الله مسید د ډلې په له منځه وړو سره غواړي، چې د طالبانو غورځنګ په خپل واک کې واخلي.
حکیم الله مسید په خپل ژوند کې لطیف مسید د مرستیال په توګه ټاکلی و، خو نوموړی په لوګر کې تر نیول کېدو وروسته تر دمګړۍ په بګرام زندان کې پروت دی. داسې اټکل دی، چې که نوموړی له زندان نه خوشي شي، ددې جوګه به وي، چې د جنوبي وزیرستان طالبان په خپل ځان راټول کړي.
شنونکي وايي، پاکستان په یوه وخت له طالبانو سره د سولې د خبرو د اوازو په دوام په هغو حوزو کې عملیات پیل کړي، چې طالبان یې د دوی له ولکې وتلي، یا د پاکستاني استخباراتو په اشاره افغانستان ته نه را اوړي.
په قبایلو کې مېشت زیاتره طالب ډلې چې د پاکستان لاسرسی ورته کم شوی، هغه هېواد په وېره کې اچولی چې د دوی د ستراتیژیکو ملګرو په اهدافو به هم بریدونه وکړي او ددې وېرې یوه عملي بېلګه په چین کې وروستي بریدونه دي، چې کولای شي، د پاکستان د ستراتيژیک ملګري چین او دغه هېواد اړیکي خړ پړ کړي.
ځينې شنونکي وايي، طالب جنګیالي سوکه، سوکه د پاکستان له ولکې په وتو دي، کله چې طالبانو د افغانستان په تېرو انتخاباتو د بریدو د پوځ دستور عملي نکړ، پاکستان د طالبانو په هکله خپله ستراتېژي ترغور لاندې ونیوه او یوه پایله یې داوه، په هغو قبایلي سیمو کې چې طالبان پټنځایونه لري، هم پاکستان ضد طالبان و وژل شي، او هم په عامه کچه وېره خپره شي، چې ځايي خلک د طالبانو پر ځای له پوځ سره همکارۍ ته زړه ښه کړي.
لویديځ مېشت پاکستاني سیاستوال وايي، په وزیرستانونو د پاکستاني پوځ او استخباراتو له عملیاتو ددغه ملک د ډار اندازه څرګندېږي چې له څه ډول خطرونو سره زور ازمويي او د ناکامۍ پرخوا روان دي.