بېګاه شپه ناوخته د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان ډاکتر اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت په جوړولو له اوږدو نانندریو وروسته موافقې ته ورسېدل.
د دغو دواړو انتخاباتي کمپونو سرچینې وایي، طرحه یې چمتو کړې او د نوي حکومت لپاره د دواړو په موافقه د تعمیل وړ ده.
په همدې حال کې ښایي نن تر ناوخته د انتخاباتو پایلې هم چې سیاسي جوړجاړي ته ځنډول شوې وې اعلان شي، خو د اعلان بڼه به یې داسې نه وي، چې یو کاندید دې مطلق ګټوونکی څرګند کړي.
د موافقې جزیات دادي چې اجرائیوي رییس به د وزیرانو شورا مشر وي او وزیرانو شورا به هره اونۍ یو ځلي غونډه کوي، مګر رئیس جمهور به د کابینې مشر وي، چې په میاشت کې یو ځل غونډه کوي. د دواړو کاندیدانو دواړه معاونین به د وزیرانو شورا غړي وي.
د حکومت په امنیتي او اقتصادي نهادونو کې به واک په مساوي ډول وېشل کېږي. همدا ډول مستقل ریاستونه به هم د دواړو کاندیدانو ترمنځ سم نیمایي وي، خو ددې سربېره په ټولو مقرریو کې به ولسمشر له اجرائیوي رئیس سره سلا مشورې کوي.
له سیاسي توافق سره سم د انتخاباتو نتیجه هم ښایي اعلان شي، دغه نتیجه له وړاندې معلومه وه چې سیاسي جوړجاړي ته ځنډول شوې وه.
د عبدالله عبدالله ټینګار داو چې انتخاباتو کمېسیون دې مطلق ګټوونکی نه اعلانوي، بلکې دواړه کاندیدان دې بریالي اعلان کړي.
نوی حکومت چې له ډېرو کشمکشونو وروسته تشکیل شوی د خپل حیات له جدي ګواښ سره مخ دی.
څارونکي وایي، د ولسمشر او اجرائیوي رییس ترمنځ په مقررۍ او امورو کې اختلاف به د نوي حکومت جرړې له منځه یوسي او د دوی په باور راتلونکی حکومت له شپږو میاشتو تر یوه کاله زیات دوام نشي کولای.
ځینې سرچینې وایي، د دغه حالت په رامنځته کېدو کې هم په کابل کې د امریکا سفارت او هم د ولسمشر کرزي لاس دی، چې دواړه ترې متفاوت انتظارونه لري.
دوستانو منافقت ته زیر شی !
اجرایوی ریس به دکابینی مشر وی هره هفته -ریس جمهور به دکابینی مشر وی په میاشت کی یو څل –بله دخندا ډکه خبره مستقل ریاستونه به نیمای وی خو ریس جمهور به دریس اجرایوی سره مشوره کوی یعنی دخپلی نیمای برخی صلحیت به هم نلری (دمیړو مزدیګر دی) بله دشرم خبره انتایجو اعلان به مساوی وی هم ته ذرنده هم زه برنده زه نه پوهیږم ګنګس یم اوکه دا خبری او فیصلی ګونګی او ګنګس کونکی دی دا څه شی دی ؟ او څه اریدل کیږی او لیدل کیږی ؟ خلک څه شول دخلکو رای څه شوی دا خو دجوړ جاړی حکومت شو دخلکو حکومت څه شو؟ دا کوم ډول نظام شو دوه ریس جمهوران داڅه دی؟ دهرچا په مشوره چه داکار شویده هغه دافغانستان دښمن حساب کړی هغه سر سخترین دښمن دی وطن دتباهی هره ورڅ کشمکشونه او عقب مانی دا څوک منی ؟ زه خوی ابدالابد والله که ومنم
اسلام علیکم. ..
نه پوهیگم چی په عنیسه وشول .چی داسی بی هوده قانون جورولو ته یی عاره کیشوده ..مونگ یعنی درایو ورکوونکی چی 2. دوه میاشتی په اورکی صباح کری .زومونگ مطلب نه وه چی دوی دی داسی بی رقمه قانون جور کری خو خیر مونگ چی دا دومره وخت په جنگو کی تیر کرو نو نور به هم تیر شی …
اسلام علیکم. ..
نه پوهیگم چی په عنی سه وشول .چی داسی بی هوده قانون جورولو ته یی عاره کیشوده ..مونگ یعنی درایو ورکوونکی چی 2. دوه میاشتی په اورکی صباح کری .زومونگ مطلب نه وه چی دوی دی داسی بی رقمه قانون جور کری خو خیر مونگ چی دا دومره وخت په جنگو کی تیر کرو نو نور به هم تیر شی …
سلامونه نن خو تاسی دا انتظار دی چی حکومت جوریزی او ددی انتظار سه به هم دا په نظر کی لرو چی دیر زر به حکومت دیو کوم کس مانع او خراب به وی ولی دا دیره دجنجال نه دک حکومت او داخلافاتو سه جور سوی حکومت فکر نه کوم چی دوام دی وکری
نظرونه دیر دی اختلافونه دیر دی نن چی افغانستان دی حلات ته رسیدلی دی چی چوپان دخپل رمی دخوراکی دپاره هیران دی او روزانه والا دکاریگری پر چوک ولار دماشام د دودی دپیداکولو په انتطار دی بنا اهنگر او بزگر او زمین داره مامو ر موتر وان هر یو چی تر پزه ونیسی ساه یی خیزی دا اوس اوس دنیمروز په ولایت کی موتر وانانو مظاهره کری چی فواید عامه اضافه وزن نه ور پریزدی دوی وایی را پریدیزدی دهغه قدرت مندو انسانانو که تانکر وی او که بار هغه ته زغ نه شی کولای او نه راگر زول کیزی صرف او صرف دغریب موتر او دناداره احتیاج مند سری بار کشته او یا پیسی زنی اخستل کیزی دقدرت دخاوند موتر په هوا زی سرک نه خرابوی قدرت مند ته چی ووایی 10000زره هغه وایی 20000واخله نو سبا به ددوارو کاندیدانو زور وهغو چوکیو ته وی چی هلته پیسه وی دیوه کاندید نفر او طرفداره دمعلیمی او دهغو پوستو سه زان لری کوی او هغه زای ته په زان انتخابوی چی هلته یو زهر پیداکیزی زه دسو والینو داولی ورزی دخبرو شاهد یم چی ویل به یی زه به داسی وکرم او داسی به وکرم خو سو میاشی بعده نه بلکی سو ورزی ورسته دهغه زای په لته کی وی چی عاید ولری داسی کسان وگوماری چی نه سواد او نه دحق او نه دناحق توپیر کولای شی نو خدای(ج)دی پر دی مظلوم ملت ورحمیزی
Lanati Karzi dase halat ra manz ta kro che de khpal fased, mofsed aw khaen dawlat arman ba rabande wakri :(((((:(((