د لندن سرمشريزه د تېر په څېر په نامستقيم ډول د ډيورنډ په رسميت را چورلېده. افغان پلاوی له وېرې هغو منطقي غوښتنو ته هم غاړه نه ږدي، چې د ډيورنډ په کرښه د پاکستان له خوا د اورپکو د څارلو امکان پياوړی کوي.
پاکستان ټينګار کوي، چې د خېبر او کابل ترمنځ په تګ راتګ کې دې پاکستانۍ ويزه حتمي شي، په سرحد کې دې د څار ځانګړی سيستم ولګول شي، فرعي لارې دې بندې شي او ددې کار لپاره افغانستان اړ دی، چې له ډيورنډ سره د رسمي پولې چلند وکړي.
نواز شريف هڅه کوله، چې د اورپکۍ ټوله ستونزه د ډيورنډ د برخليک له امله وګڼي او بريتانيا په غير مستقيم ډول په تېرو سرمشريزو کې هم د پاکستان خبره بدرګه کړې ده.
پاکستاني مشران هر ځل د ډيورنډ مسله يوازې په لندن کې مطرح کوي، خو افغان پلاوی له يادې انګېزې په څنډ هر ځل له لندنه غوښتي، چې د افغان سولې او طالب بنديانو په برخه کې پر پاکستان فشار راوړي.
بريتانيا د ډيورنډ کرښې طراح و، دغه کرښه د پېړۍ په اوږدو کې د افغانستان ـ پاکستان اړيکو لانجمنه مسله پاتې شوې، خو لا نهايي شوې نده. افغان دولتونو د ډيورنډ لوړ قيمت پرې کړی، خو لاهڅه کوي، چې دا مسله د طالبانو پخلاينې، ترهګرۍ انجام او د خپل ملک له ثبات سره معامله نکړي. بريتانيا د افغانستان په روانه کشاله کې له امريکا متحده ايالتونو وروسته دويم موقف لري؛ اما د افغانستان ـ پاکستان په لانجه کې يې بې پرې عمل ندی کړی.
څارونکي وايي، لندن ډيورنډ ته د خپل تاريخي دستور د ازموينې په دود ګوري، نو ځکه يې په دې هلکه خپل تاريخي عمل نه يوازې چې نفيې کړی نه دی، بلکې کله کله يې په تعميل غير مستقيم ټينګار هم کړی دی.
د لندن روانه سرمشريزه د پاکستان په ټينګار رابلل شوې وه، که څه هم افغان پلاوي د ملا برادر او نورو لوړ پوړو طالبانو د خلاصون لپاره او د طالبانو په پخلاينه کې د پاکستان په مجبورولو کې د بريتانيا د رول غوښتنه کړې، خو پاکستاني مشرانو د لندن درې اړخيزې ته د درېيم ځل لپاره هم د ډيورنډ له اجنډا سره سفر کړی وو.
د خبرو پر مهال نواز شريف ټينګار وکړ، چې د ډيورنډ لانجه يې د کشمير د لانجې په کچه ملک ته اهميت لري. ښايي نوازشريف غوښتل په ډاګه کړي، چې دلته يې ملک د هند په رول کې واقع دی.
پاکستان سره له دې چې ځينې ژورې داخلي ستونزې لري، خو طالبان د يوازيني فکتور په توګه په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره کاروي، پاکستان ته له خپل اقتصادي بحران سره سره يوازينۍ لاره چې روښانه او د ملک د اينده د تضمين په ډول ښکاري د ډيورنډ رسميت دی، سره له دې چې په عامو او رسمي بحثونو کې د ډيورند له کلمې سره پاکستان د منل شوي او له بحث وتلي سرحد چلند کړی، اما قلباً دا لاينحل لانجه د خپلو ټولو ستونزو د لامل په توګه مني.
سره له دې چې پاکستان پاکستانۍ ويزې او پاسپورت، د افغان کډوالو تګ راتګ بندښت او فرعي لارو تړل د اورپکو د نفوذ د مخنيوي ضرورت ګڼي، اما طالبان د پاکستاني سرحدي ځواکونو او استخباراتو په مرسته له ډيورنډ را اړول کېږي، وسلې او تجهيزات ورکوي او جنګي مهارتونه ور زده کوي. په داسې يو حالت کې په سرحد کې د کنترول هر ډول سيستم د طالبانو د حمايت په پاکستانۍ اراده تاثير نشي لرلای.
سرچينې وايي، افغان پلاوي په لندن کې د طالب بنديانو د خلاصون په اړه په زغرده خبره کوله او دا کار يې له خپل ګاونډي ملک سره د سياسي تعامل د انکشاف لپاره د امتحاني پيش شرط په توګه رامخ ته کړی و او له دې لارې يې له افغان ثبات سره د پاکستان د مرستې ظاهري سياست ننګاوه
دتا ریخ په اوږدو کی زموږ مشرانو دغسی څه ندی کړی چه موږ وربا ندی وویاړو غیر له شرم ټولو با دارانو ته ی سر ټیټ او دافغا نستا ن افتخا رات یله منڅه وړی دی دغسی مشرانو نه ویره شته خو افغا ن ملت اوس ویښ او بیداره ده پا کستا ن به دغه فکر او سوچ کی تباه او ارمان به ی تر سره نشی.
ساده متل چه وای څوک چه نلری مه قوروت خوره مه مند تی