د څلورمې ورځې لپاره له دوه زرو زیات کسان د بغلان د ښاروال سید مقصود سادات په ننګه او د والي سلطان محمد عبادي پر ضد لاریونونه کوي. دوی په والي تور لګولی چې قومي، ژبني او سیاسي اړیکي پالي.
لاریون کوونکي اخطار ورکوي، چې که والي په بغلان کې د شمالي ټلوالې د توطئو له عملي کولو لاس وانخلي، نو دوی به په بغلان کې حکومتداري تحریم کړي.
د بغلان والي له عطا محمد نور دستور اخلي او په دغه ولایت کې یې قومي تصفیه پیل کړې ده. په ده تورونه دي، چې د مافیا رهبري کوي. محلي خبریالانو له څلورو ورځو دا راپور ندی ورکړی، ځکه چې دوی د عطا محمد نور د تطمیع لاندې دي.
د راتلونکو ټاکنو لپاره سیمه ییز زورواکي سر له اوسه لاس په کار شوي دي، په بغلان کې هم د دغه بهیر په جریان کې والي سلطان محمد عبادي په قومي تصفیه بوخت دی.
هغه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې پدې هڅه کې دی، چې ښاروال سید مقصود سادات برطرفه کړي. ښاغلی سادات وایي، د بغلان والي د بلخ د والي په دستور د هغه د برطرفه کولو په هڅو بوخت دی، خو له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې ولس دښاروال په ملاتړ پورته شوی دی.
په شمال کې سیمه ییز خبریالان وایي، دا چې محلي ژورنالېستان د عطا محمد نور تر اغېز لاندې دي، ځکه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د سلګونه کسانو غږ نه منعکس کېږي.
سیمه ییز خبریال ذبیح الله احساس وایي، په بغلان کې د نږدې ټولو رسنیو سیمه ییز دفترونه او کارکوونکي شته، خو دوی د ولایت مقام تر اغېز لاندې دي او په همدې دلیل د لاریون راپور نه خپروي: ((دغه رسنۍ تل هغه راپورونه خپروي، چې د سیمه ییزو چارواکو په ګټه وي، که یوه ذره هم د هغوی خلاف وي خپرېدل یې زیان بولي.))
د لاریون کوونکو سلګونه کسان پرون تر ناوخته د ښاروالۍ مقام مخې ته د بغلان د ښاروال سید مقصود سادات په ننګه راټول شوي وو. دغه کسان په تېرو ورځو کې د اعتراض په ډول والي ته هم ورغلي دي، خو لا موضوع یو طرفه شوې نده.
د بغلان ښاروال سید مقصود سادات محور ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، له هغه وخته چې مقرر شوی یم د بغلان والي مې یوازې پدې نوم مخالف دی، چې زه پښتون یم :((څو ځل یې اخطار راکړ، چې دا چوکۍ پرېږده، خو دا چې ولس زما ملاتړی دی لا هم زه پخپل ځای پاتې یم. په اخطار چې ونشوه ماته یې د معاملې وویل، خو ما نده منلې.))
د بغلان د ملي امنیت رییس حفیظ الله هم مني، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ښاروال په ننګه لاریونونه روان دي. نوموړی وایي، لوړ پوړي چارواکي باید دا موضوع حل کړي او کنه وېره شته، چې لاریونونه په تاوتریخوالیو واوړي: ((موږ له ټولو اړخونو سره خبرې کړې دي، خو لا هم د ولایت مقام رسمي موقف پدې اړه څرګند ندی، نن به ولایت مقام پدې اړه غونډه کوي.))
سیمه ییز خبریال محمد ذاکر نوري وایي، د والي د مخالفت دلیل له دې امله دی، چې اوسنی شاروال باید له خپلې دندې استعفاع ورکړي. د نوموړي په وینا لا پوره معلومه شوې نده، چې والي د پخواني شاروال صاحب نظر سنګین د بیا راتلو لپاره هڅې کوي او که غواړي کوم بل څوک دې چوکۍ ته راشي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، داچې د بغلان والي سلطان محمد عبادي د شمالي ټلوالې غړی دی او د بلخ له والي عطامحمد نور دستور اخلي، نو په همدې اساس یې په بغلان کې قومي او سیاسي تصفیه پیل کړې ده، خو ولس د شاروال په ننګه راټول شوی او اخطار ورکوي، چې موضوع حل نشي محلي حکومتداري به تحریم کړي.
د بغلان امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد هم له محور سره په خبرو کې ومنله، چې لاریونونه د شاروال په ننګه روان دي، خو د لاسوهنې په اړه څه نه وایي. د نوموړي په وینا، د موضوع د حل لپاره باید د دواړو لوریو ترمنځ همغږي رامنځته شي.
ژوندی دی ښاروال صاحب او ویاړلی ولس چی د خپل ښو خللکو او چارواکو ملاتړ کوی مړی خاینین او هیواد پلورنکی له عطامحمد نور د ایران فرانسی تاجکستان او جرمنی غلام
دکرزی ورست او فاصد نظام کړنی
کله چه کرزی ناټو د قدرت په ګدۍ کینوه او ورسره سم فساد ،چور چپاول ،جنګ سالار ،ځمکی خوړونکی او د اپورچونیستانو بازر ګرم شو، ډیر خلک پدی فکر وه چه دا اعمال او کړنی کرزی اګاهانه نکوی اصلا کرزی کاری تجربه نلری دعمر په اوږدو کی یی په امریکا کی په هوټل کی کار کړی او سیاسی سړی نه وه نو ځکه مرداری جوړه شوه ،
ډیر سیاسی کسان بیا دا نه منی وایی کرزی دوه صفته لری ،لمړی یو طوطیه باز سړی دی ځکه خو یی په تیرو ۱۲ کلونو کی د پښتون ولس په شخصیت وژنه تورن دی ،پښتنو کی یی نه داسی کومه ملی ډله او یا ملی کس ته د ودی لار برابره کړه او که خپله راولاړ شوی همدعی ډانګماری اداری ځپلی دی تر څو وطن دوی ته میراث اوسی .
دوهم – چون د ژوند ډیره برخه یی په خارج کی تیره شوی ده دهیواد تاریخ ،جعرافیه او ملی ګټو ته نه وفادار دی او نه یی پیژنی ، ببرک یو ګیلم جم روزلی وه چه د پښتنو په وینو یی د لیلی دښته خړوبه کړه ولی کرزی موږ ته په زرګونو ګیلم جمان اوجنګ سلاران دیوان کړل چه ځپل یی ناشونی ښکاری .
په پای کی په الله سوګند کوم تر چه پښتانه دکرزی دټیم سره دقذافی او صدام په څیر عمل ونکړی او دلستوڼی مار نه سر قلم نکړی د هویلی دمارانو سره یی مقابله نا ممکن ده .
نو دادی ټاکنی راروانی دی په ټولو پښتنو غږ کوم چه د ثانی صقاو دوری ته دی د پای ټکی کیږدی داسی څوک سپورټ کړی ، چه حیا ،ناموس ،ملی ګټی ،تاریخ او جعرافیه په هکله مالومات ولری او ورته وفادار اوسی ،او دپښتنو په درد دردیږی
كرزي ولي كون دي دي نه أوري او نه ويني لعنت شه به داسي ولسمشري جه يو د مزار والي نشئ برطرفه كولي يوازي زور يي به بشتون ميشتو ولاياتو بر دي اوبس جه والي يي ديخوا او اخوا كوي.