د بغلان اوسېدونکي وايي، په دغه لایت کې نامسووله وسله والې ډلې چې ځايي زورواکي یې حمایت کوي، د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره په ورانکارۍ بوخت دي.

د بغلان امنيتي چارواکي وايي، دا مهال په بغلان کې۹۰۰ نامسوول وسله وال د ۹۲ قومندانانو او سرګروپانو تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي، چې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو او دولتي چارواکو ملاتړ ورسره دی.

د سازماني وسله والو ګروپونو تر اغېز لاندې سیمې تالابرپک، نهرین، اندراب، جلګه او غوري یاد شوې، چې د نا امنۍ د مسوولیت ګوته یې پخوانیو جهادي قوماندانانو ته نیول کېږي.

د بغلان اوسېدونکي ادعا کوي، چې د ياد ولايت په لرې پرتو سيمو کې ځينې سازمان شوې نامسووله وسله والې ډلې نا امنۍ جوړوي، څو په ټاکنو کې تقلب او ګډوډۍ ته لار هواره کړي. دوی وايي، د دغو نامسووله وسله والو ډلو فعاليتونه تر وسله والو طالبانو ډېر محسوس دي.

د ځايي خلکو په خبره، نامسوول وسله وال قومندانان او اورپکي يې په دې لټه کې دي، چې څه ډول په ټاکنو کې ګډوډۍ ته زمينه برابره کړي او د تېر په څېر يو ځل بيا د رايو صندقونه د خپلو کسانو په ګټه ډک کړي.

د تالابرپک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد حسن محور ته وويل، له تېرو څلورو مياشتو را پدېخوا د نامسووله وسله والو فعاليتونه يو څه کمرنګه شوي و، خو د ټاکنو په رانېږدې کېدو ډلې ټپلې په دې لټه کې دي، چې خلک وګواښي او د ولايتي شوراګانو لپاره خپل درولي کسان بريالي کړي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې شکريه عيسی خېل وايي، په تېر ځل کې وسله والو ډلو ټپلو هڅه وکړه، چې د خپلو کسانو په ګټه درغلی وکړي. دا وايي، دا هغه لرې پرتې ولسوالۍ او سيمې وې، چې د ټاکنو په ورځو کې پکې په لوی لاس نا امنۍ جوړې شوې: ((خو هغه مهال په ټولو سايټونو کې څارونکي موجود وو، صندقونه يې په نښه کړل او هغه قرنتين شول، اوس هم پکار ده، چې ټولو محلونو ته څارونکي واستول شي، څو هر څه له نېږدې وڅاري.))

د بغلان امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل محور ته وويل، دا مهال په ټول بغلان کې ۹۰۰ نامسوول وسله وال د ۹۲ قومندانانو او سرګروپانو تر سيوري لاندې فعاليت کوي.

دی مني، چې په لرې پرتو سيمو کې د سازمان شويو ډلو ټپلو فعاليتونه محسوس دي، خو وايي، په تېرو څلورو مياشتو کې يې ۲۰۰ نامسوول وسله وال بې وسلې کړي او کابو شل تنه يې په جګړه کې وژلي دي.

د ښاغلي امرخېل په وينا، تر وسله والو طالبانو د دغو ډلو ټپلو فعاليتونه ډېر محسوس دي، او په لرې پرتو سيمو کې يې له وړاندې وختونو لارې نيولې، جنايي پېښې به يې تر سره کولې: ((د عملياتو پر مهال دوی په غرونو کې پټېږي او په دې وروستيو کې يې يو زيات شمېر له بغلان څخه تښتېدلي هم دي.))

د ښاغلي امرخېل په وينا، دغه نامسوول وسله وال قومندانان د ولسي جرګې د غړو، دولتي چارواکو او ان د جنرالانو له لوري حمايه کېږي. دی زياتوي، کله مو چې کوم مهم قومندان نيولی، نو د ولسي جرګې د غړو له لوري يې راته د خوشي کېدو سپارښتنه شوې او يا هم لوړ پوړو چارواکو را باندې زور راوړی، څو د دغو ډلو ټپلو مشران خوشي کړو.

د ياد ولايت امنيتي چارواکي د چا نوم نه اخلي، خو وايي، هر قومندان او هره ډله په يوه چارواکي پورې تړلې ده.

دوی وايي، هسې روانې دي، چې دغه ډلې ټپلې يو ځل بيا د تېر په شان په ټاکنو کې درغليو ته لاره هواره کړي، مصنوعي نا امنۍ خورې کړي او د تېر په څېر د رايو صندقونه پخپله خوښه ډک کړي او د خپلو ملاتړو او حمايه کوونکو د خوښې نوماند بريالی کړي: ((دوی تر ډېره ولايتي شوراګانو ته خپل مافيايي کسان درولي، چې د بريالي کولو لپاره به يې ټوله هڅه وکړي.))

په بغلان کې د نامسووله وسله واله ډلو ټپلو د راپيدا کېدو خبره نوې نده، تردې دمخه هم زياتې پېښې رامنځته شوې او د عاملینو په توګه دغو وسله والو ته ګوته نیول شوې. د دغو يو شمېر ډلو مشران يو مهال په دولتي پوستونو هم دندې ترسره کړې، خو بيا وروسته ياغيان شوي او اوس د دولت پر ضد جنګېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د ټول بغلان ولايت لپاره ۲۸۱ د رای ورکونې سايټونه په پام کې نيول شوي، چې امنيي چارواکي د ټولو د امنيت خوندي کولو ډاډ ورکوي.

بلخوا په يو شمېر نورو شمالي ولايتونو کې هم د نامسووله وسله والو ډلو ټپلو اندېښنې شته او ويل کېږي، چې د ټاکنو په ورځو کې به دوی د دغه سياسي بهير پر وړاندې خنډونه پيدا کړي، خو امنیتي چارواکي یې د مهارولو ډاډ څرګندوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *