د لوړو زده کړو وزارت ځینې چارواکي د کميشنکارانو په واسطه تحصیلي بورسونه له ۴۰۰۰ تر ۹۰۰۰ ډالرو په تور بازار کې پلوري.
محور ته يوې سرچينې په ډاګه کړې، چې د بهرنيو اړيکو د رييس ډاکتر الهام وراره له وزارت د باندې د بورسونو د کميشنکار په توګه ګمارل شوی دی.
بل خوا د ولسي جرګې غړي وايي، بهرني سفارتونه هم په افغانستان کې د بورسونو په ناقانونه پلور کې لاس لري.
د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری محصلین او د لوړو زده کړو وزارت مراجعين شکایت کوي، چې د بورسونو په وېش كې سخته بې عدالتي روانه ده او د ماسټرۍ ډېری بورسونه په تور بازار کې پلورل کېږي.
د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی کمال صميم وايي، له يوې مياشتې راپدېخوا هڅه کوي، چې بورس تر لاسه او د ماسټرۍ لپاره بهرني هېواد ته لاړ شي، خو نه توانېږي. دی زياتوي، په لوړو وزارت کې د ماسټرۍ بورسونو نرخ له ۴۰۰۰ ډالرو بيا تر ۹۰۰۰ ډالرو دی. د ښاغلي صميم په وينا، د تورکيې د بورس تر لاسه کولو لپاره يې ور څخه ۷۰۰۰ ډالر او د روسيې د بورس لپاره يې ترې ۵۰۰۰ ډالر غوښتي دي.
د لوړو زده کړو وزارت يوه سرچينه وايي، لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو رييس ډاکتر الهام خپل وراره له وزارت د باندې د بورسونو د کمېشنکار په توګه ګمارلی دی. سرچينه زياتوي، ډېری کمیشنکاران کار کوي او بورسونه پلوري: ((زيات شمېر هغه بورسونه چې په مطلق ډول په وزارت پورې اړه ولري، په تور بازار کې په لوړ قېمت پلورل کېږي او دا کار له کلونو کلونو روان دی.))
بهرني هېوادونه افغان حکومت ته د لېسانس او مافوق لېسانس دوه ډوله بورسونه ورکوي. خو د هر ولايت لپاره هر کال د لېسانس ونډه ځانګړې کېږي. همدا ډول د رقابتي ازموينې له لارې هم ځينې ور معرفي کېږي.
د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه بيا پوهنتونونو او خپله وزارت ته ورکول کېږي، چې تر ډېره په واسطه او يا هم پيسو پورې اړه لري، چې په تور بازار کې وپيرل شي.
په ولسي جرګه کې د تحصلاتو د کميسيون غړې حميرا ايوبي وايي، بورسونه اوس ډېری هېوادونه د خپلو سفارتونو له لارې افغان محصلينو ته ورکوي. دا زياتوي، د دې بورسونو زيات شمېر بيا تور بازار ته راوځي او د سفارتونو کارکوونکي پکې لاس لري: (( د روسيې بورسونو په اړه موږ ته ډېر ځلې خلکو شکايت کړی دی. په ټوله کې مو د هغو بورسونو په اړه چې بهرني سفارتونه يې ورکوي، د سفارتونو له مسوولينو سره خبرې کړې دي، چې دا ستونزه ختمه کړي.))
په ولسي جرګه کې د تحصیلاتو د کميسيون مرستياله فهیمه سادات وايي، د ماسټرۍ په بورسونو کې به درغلۍ وي، ځکه چې هغه په مشخص ډول پوهنتونونو ته ورکول کېږي او يا هم د لوړو زده کړو وزارت له لارې کسان ور معرفي کېږي، د لېسانس د بورسونو په څېر کانکور ازموينه ورته نه اخستل کېږي.
له بل لوري د لوړو زده کړو هغه سرچينه چې د نوم له اخستلو ډډه کوي وايي، په بورسونو کې ځينې وکيلان هم ونډې لري او يا هم په مشخص ډول يوشمېر هېوادونه ورته بورسونه ورکوي، دوی يې هم په ازاد بازار کې پلوري، چې لسګونه کسان پرې استول شوي دي.
خو د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش بيا هغه خبرې ردوي، چې ګويا د وزارت له لوري دې بورسونه په تور بازار کې وپلورل شي. دی وايي، د هغو بورسونو لپاره يو کميسيون ټاکل شوی، چې بهرني هېوادونه له افغانستان سره مرسته کوي.
د ښاغلي نوربخش په وينا، دوی د هغو بورسونو په برخه کې مسووليت نلري، چې بهرني سفارتونه يې افغانستان ته ورکوي، خو هغه چې لوړو زده کړو وزارت ته ورکول کېږي، هېڅ ډول درغلي پکې نشته: ((دوه ډوله بورسونه شته، يو هغه چې بهرني هېوادونه يې افغانستان ته ورکوي او بل هغه چې افغان دولت په خپل لګښت سره محصلين استوي.
په ۱۳۹۳ کال کې ۶۷۸ د لېسانس بورسونه او ۴۸۶ د مافوق لېسان لپاره افغانستان ته ورکړل شوي او کسان پرې استول شوي دي. په ټوله کې افغان حکومت بيا ۲۳۸۶ کسان په خپل لګښت سره بهرنيو هېوادونو ته د لېسانس او مافوق لېسانس لپاره استولي دي.))
نوربخش ښاغلی به هر څه بدې وایي. که یې نه منئ نو یو ځل تر ټولو لنډ هیواد پاکستان او یا هم هندوستان ته لاړشئ چې د سرمایه دارانو یا وکیل صاحبانو زامنو د پیسو په بدل کې بورسونه تر لاسه کړي او اوس د خدای فضل دی چې په ژړا او واویلا دي ځکه چې په سرونو کې یې څه نشته او تش کدوان یې هلته استولي. د یوه ډیر نږدې دوست له خولې چې یو شمیر همدا لنډغر اوس یوازې او یوازې هغه خپله تحصیلي موده په همدې هیوادونو کې پوره کوي او د کوڅه ډبو سپو په شان په کوڅو کې ګرځي ځکه چې له پوهنتونونو څخه یې راشړلي دي خودا چې خاین پلرونه یې ورته پیسې لیږي نو باید همدا تحصیلي دوره هلته پاته شي تر څو د کلي او ولس له پیغوره خلاص وي. د خدای لعنت دې وي د نوربخش غوندې درواغجنو او خاینو کسانو باندې – آمین
نیوکه پر ځای ده د حل لاره به یی نو څه وی ؟ راسی یو څه د حل پر لارو هم کاروکړو
زه یی منم چی به دولت کی بی عدالتی شته، خو له بله پلوه دولت مو لګ نوی ده کمزوری دی لګ نور وخت هم غواړی چی په هره معنی قوی او پوره شی. په دی وخت کی دولت نشی کولی چی د ټولو افغانانو لپاره بورسونه برابر کړی، افغانان دی کوشش وکړی لګ دی څان با خبره کړی پدی نړی کی ډیر داسی پوهنتونونه شته چی د ازاد راقابت له لاری محصلین قبلوی او پوره سکالرشپ ورکوی. یو د هغو پوهنتونونو څخه د چین زیجیانګ پوهنتون دی.
iczu.zju.edu.cn/english/default.html
په دغه ادرس کولی شی نو معلومات ترلاسه کړی
بسم الله الرحمن الرحيم
دا بيخې سمه خبره ده، ما پخپله څو څو ځلې کوښښ وکړ؛ خو د پيسو د نه شتون له امله پاتې شوم، همدا اوس د پاکستاني بورسونو معامله روانه وه، ۵۰۰۰ ډالر يې رانه وغوښتل، زموږ د ولسوالۍ نه هم ډېر کسان په ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ډالر د پاکستان بورس ته کامياب شوي دي، د لوړو زده کړو وزارت له سره تر پښو ټول په درغليو کې غرق و پرق دی، د بليک ليست کسانو لپاره د کانکور آډي هم راويستل کېږي، ۳۰۰۰ ډالر نه بيا تر ۱۰۰۰۰ افغانيو پورې آډي راوباسي، زه حيران يم چې د دې غم ولې نه خوړول کېږي او بله ناکامه پروسه يې دا ده چې هغه شاګردان چې د مکتب د نومرو فيصدي يې اعلی وي بې کانکوره لوړو پونځيو ته ورکوي، دې کار دلته يو غوبل جوړ کړی دی، زما دوه ورونه اول نومره ګان ول؛ خو چې له کله نه دا پروسه اعلان شوې، دومره زور لګول شوی، چې دواړه درېيمې نومرې ته ورسېدل…..