ولسمشر کرزی وایي، له امریکا سره د امنیتي تړون په تر ټولو جنجالي موضوع موافقې ته رسېدلی دی. پر افغانستان د بهرني تجاوز موضوع یو له هغو ټکو وه، چې ددغه سند برخلیک یې تر لویې جرګې را ورساوه، خو د جرګې تر جوړېدو مخکې اختلاف حل شوی.
د طالبانو او حزب اسلامي وسله والو ډلو استازي هم جرګې ته راځي او افغان دولت په جرګه کې دا ترکیب د مشروعیت معیار ګڼي.
((د جرګې د کډونوالو په ترکیب کې د وسله والو مخالفینو په اشتراک د امریکا تاکید ددې لپاره دی، چې د امنیتي تړون سند قوي شي او مشروعیت یې هم ونه ګواښل شي.)) جنرال عتیق الله امرخېل
په کابل کې د امنیتي تړون په هلکه د جوړېدونکې لویې جرګې پر ضد لویې ډلې کار کوي، چې د جرګې پرېکړه او مشروعیت وننګوي.
ډېرې داسې اعتراضیه غونډې جوړې شوې او ډېرې نورې کړۍ یې د جوړېدو په هڅو بوختې دي.
پرون د (پیام افتاب) په نوم رسنۍ په سلګونو بلنلیکونه استولي و، چې د جرګې په مخالفت کې غونډه راوبولي، خو د فعالیت د قانوني جواز له کبله حکومت د رسنۍ ددې غونډې مخه ونیوله.
په اطلاعاتو و فرهنګ وزارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي محور ورځپاڼې ته وویل، چې دغه رسنۍ د خپلو خپرونو لپاره له ایران څخه مالي امکانات ترلاسه کوي او شک دی، چې یاده غونډه هم د ایران په اشاره جوړېده.
افغان حکومت او د جرګې جوړېدونکی پلاوی هڅه کوي د تړون په اړه د احتیاط، دقت او معلوماتو شریکولو په مرسته مخالف دریځونه را نرم کړي او لږ تر لږه د لویې جرګې جوړېدل له ننګونو وژغوري.
له امریکا سره په امنیتي تړون کې تر ټولو جنجالي موضوع پر افغانستان د بهرني تجاوز تعریف دی، چې د خلکو د تحلیل پر بنسټ پاکستان ته ګوته نیول کېږي او طالبان ددغه تجاوز یوه بڼه ګڼي.
خو ولسمشر کرزی وایي، له امریکا سره یې پدې تعریف اختلاف حل شو ی دی، دده په خبره ځینې نور موارد هم شته، چې امریکا یې باید ومني، خو ښکاري چې نور موارد به ډېر حساس نه وي.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، لویې جرګې ته د وسله والو مخالفینو د یو تعداد مشرانو رابلنه کې د افغان دولت تر تشویق زیات د امریکایانو فشار دی، چې هغوی د تړون په اړه بد نیت ونه لري.
شنونکي وایي، امریکا تر دولت زیات په افغانستان کې په مخالفو او موافقو ډلو ټپلو اغېز لري.
د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وایي، دا چې امریکا په افغانستان کې د جګړې یو اړخ دی، نو حتمي ده، چې د جرګې په ترکیب یې هم اغېز شته :((د سند د قوي کولو لپاره د جرګې په ترکیب کې د وسله والو په ګډون کې د امریکا مشوره شته او کابل ته د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راتګ یې هم په همدې تړاو وو.))
دا پداسې حال کې ده، چې په تېر اکتوبر کې د اکلیل حکیمي او امریکایانو ترمنځ د امنیتي تړون پر سر د بحثونو راپور رسنیو ته لاره کړې او ښاغلي حکیمي ولسمشر کرزي ته خبر ورکړی، چې د امنیتي تړون په اړه امریکایان خپل هېڅ تعهد الزامي نه ګڼي.
بل پلو د پوځي چارو شنونکی جنرال امرالله امان د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره د افغان حکومت ناندرۍ یوازې نرمه غېږه بولي، چې په وینا یې ولسمشر کرزی یې د تاریخ له تور څخه د خلاصون لپاره غږ پورته کوي :((د طالبانو په راوستو نه کرزی معجزه کولای شي او نه امریکا، طالبان اوس هم د جرګې مخالف دي، ددې دلیل دادی چې نه نا امني کمه شوه او نه د طالب په تګلاره کې تغیر محسوسېږي. دا تړون حتمي لاسلیکېږي، زه اسناد لرم، چې له مرکزه ولایتي ادارو ته مشخص شوي کسان به په جرګه کې ګډون کوي.))
خو د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي، که هره غاړه طالبان پدې جرګه کې ګډون ته وهڅوي، افغان سولې او راتلونکې لپاره یې ګټه ډېره ده.