د ازرې کلابند طالبان ژوندي وتلي دي
د دفاع وزارت هغه ۸۰۰ سرتېري چې د لوګر ازرې ته د وسله والو مخالفینو پر ضد د عملیاتو په موخه پېنځلس ورځې مخکې استول شوي، وړمه ورځ سيمې ته داخل شوي، خو ډېری طالب قوماندانان له ارزې ژوندي وتلي دي.
د ارزې اوسېدونکي وايي، دولتي سرتېرو په بېغورۍ سره کلابند شوي طالبان پرېښودل چې غرونو ته وتښتي. ازره د چرسو په کښت خورا مشهوره ده او د دوی په خبره طالبان په هر قیمت د چرسو د حاصلاتو عشر ته واپس راګرځېدونکي دي.
په دوبندۍ او ځاځيو کې له پېنځلس ورځني انتظار وروسته ملي اردو سرتېري قاسم خېلو، عبدالرحمن خېلو او د زمانخېلو کاریز ته رسېدلي، خو لا یې هم ولسوالي نده لاندې کړې. د حصارک له خوا لا هم سرتېري له لومړۍ کرښې سره جګړه کوي، چې پرمختګ نلري. دفاع وزارت خبر ورکړی چې دا یې په یوولسو کلونو کې تر ټولو ستر عملیات دي، خو د دغو عملياتو د ناکامۍ ستر لامل د دفاع وزارت هغه تبليغات ښودول شوي، چې تر جنګ مخکې یې د طالبانو د مورال لپاره ترسره کړل.
د ارزې پخوانی وضعیت په ډاګه کوي، چې طالبان له هر شکست وروسته په بېړه سیمې ته ستنېږي او له حکومت سره د همکارۍ په تور ګڼ کلیوال وژني.
ځايي قومي مشران چې په ازره کې یې د دولت پوځي مداخلې ته ډېره تمه ښوودله اوس د دغو عملیاتو د نتایجو په اړه خواشيني دي. ځايي خبریالان وايي، قومي مشران ادعا کوي، چې ملي اردو په ډېره بېغورۍ سره کلابند طالبان پرېښودل چې په خوندي توګه له ازرې ووځي، خو د دوی په خبره دا طالبان به د پخوا په شان سیمې ته حتمي راستنېږي.
قومي مشران وايي، د دولت له خوا د ډاډ نشتوالي او د موقتې همکارۍ له کبله نشي کولای له سرتېرو سره مرسته وکړي او یا حکومت ته هرکلی ووايي، ځکه چې دوی پوهېږي له طالبانو سره په رڼه میدان پاتې کېدونکي دي.
دفاع وزارت ادعا کوي، چې د ارزې په عملياتو يې بې ساری پرمختګ کړی او وسله والو اورپکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې، خو ځايي خلک وايي، د سیمې وضعیت بل ډول دی، طالبان په تاکتيکي ډول غرونو ته ختلي او په جنګ کې ښکېل پوځیان مرکز ته د خپل پرمختګ غلط پيغامونه مخابره کوي. دوی د طالبانو مرګ ژوبله هم ردوي.
پېنځه ورځې وړاندې د طالبانو ځايي قوماندان ملا آدم په قاسم خېلو کې یو محصل په ډېره بې رحمۍ سره دولت ته د جاسوسۍ په تور وواژه. دا پېښه په ازره کې د لسګونو قتلونو يوه عادي نمونه ده، چې په تېرو دوو میاشتو کې رامنځ ته شوې دي. دغه پېښې له وړاندې له دولت سره د خلکو د همکارۍ امکان له منځه وړي. له بلې خوا په ځایي خلکو د زور زیاتي په ډېرو پېښو کې بهرني طالبان لاس لري.
په ازره د دفاع وزارت د عملیاتو تر پيل مخکې ډېری طالب جنګي قوماندان له خپلو جنګیالیو سره له نورستان، ننګرهار اوغزني څخه سيمې ته ورغلي وو. پدغو جنګياليو کې زیاتره یې پنجابي طالبان او چيچينايي تبعيد شوي جنګیالي وو، چې د ارزې د جنګ، محاکمو او ملکي حاکمیت رهبري یې په لاس کې اخستې ده. په ارزه کې د پرتو طالبانو شمېر ۱۲۰۰ تنه ښودل شوی و.
که څه هم شپږ ورځې وړاندې د ارزې ولسوالۍ په بازار کې يو ډبی بېسکېټ په پنځه سوه کالدارې پلورل شوی؛ اما اوس د دوبندۍ او ځاځيو لارې خلاصې شوې او سیمې ته خوراکي توکي استول شوي دي.
په ازره کې خلکو د ملي اردو سرتېرو ته په خوښۍ کتل، خو حتی ماشومان هم نږدې نه ورتلل، دا د طالبانو د خپسې د هغه سیوري تاثیرات دي، چې لا هم ازرې وال ترې روحاً نارامه دي. ځايي خلک د ښوونځي، روغتون او سړک خبره په خوله هم نه راوړي، خو د امنيتي ډاډ لپاره چې بېرته د طالبانو د ورتګ بحران تکرار نشي د دولت تضمین ته تږي ښکاري. دوه کاله وړاندې له طالبانو څخه د خلاصون لپاره ځايي قومي مشرانو د پېښور په شمشتو کې د حزب اسلامي ځايي قوماندان ته بلنه ورکړه، چې سیمه یې د طالبانو له شره وژغوري. دغه سیمه ييز قوماندان ازره له طالبانو پاکه کړه، خو د ژمي په سړو کې چې هغوی له سيمې ووتل، پسرلۍ بیا ازره د طالبانو کوربه وه. يوازې د عملياتو پيل په ازره کې د بدلون لپاره څه نشي کولای، هغه کنډکونه چې سیمې ته د عملياتو لپاره تللي بايد په منظمه توګه د ازرې ساتنه وکړي او د پوليسو او اردو تشکيلات په نوموړې ولسوالۍ کې پراخه شي. که داسې وشي، نو د ځايي خلکو همکاري به تر هغې کچې زیاته شي، چې د طالبانو د بېرته راستنېدو فرصت ناشونی کړي.
راپور: غلام جان احمدزی