يوه پخواني امريکايي جنرال ويلي، چې امريکا په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل ده، حال دا چې ولسمشر تر موږ، موږ او زموږ کردار ښه درک کړی او پېژندلی دی.

دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې د لوديځ د ناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت د ځان پروړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې د امریکا د دفاع پخواني ‌وزیررابرټ ګېټس، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي‌ کای ایډه او ترهغه وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي ‌قوماندان مک کرسټل د خپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې د ښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي ‌دي.

نړيوال په ځانګړې توګه هغه امريکايي چارواکي چې په افغانستان کې يې ماموريت پايته رسيږي او تقاعد کېږي په نوبت سره عترافونه کوي، چې په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل دي. د چارو شنونکي وايي، کله چې دوی په ماموريت کې وي، نو هغه مهال بيا دوی واقعيتونه نشي په ډاګه کولای.

په افغانستان کې د امريکايي او ايساف ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان آلن په دې وروستيو کې ويلي، د ولسمشر کرزي پېژندګلوي په مراتبو تر موږ، موږ او زموږ کردار ښه درک کړی او پېژندلی دی.

دغه امريکايي جنرال د سولې انستيتوت له لوري په واشنګټن کې د ولسمشر کرزي ميراث په نوم جوړه شوې غونډه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي له افغانانونه پوره شناخت لرلو، خو له بده مرغه چې دغه ټکی موږ نه درک کولو او لرلو: ((ولسمشر کرزي به تل موږ ته په ځينو برخو کې مشورې راکولې، خو موږ به هغه ته پام نه کولو، چې په وروستيو کې جوته شوه، ښاغلی کرزی په حقه دی. ولسمشر کرزی يو وطن دوست دی.))

ښاغلی الن د امريکايي پوځيانو سرغړونو، ملکي تلفاتو، شپنيو عملياتو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جنګ څرنګوالي ته په اشارې سره وايي، چې ولسمشر کرزی د پاکستان په تړاو د امريکا له سياست نه په اخري کچه ستومانه شوی او نا خوښ و او همدا لامل وو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په خپل ځای پاتې وه او په اصلي ځای کې نه تر سره کېده.

دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې د لوديځ د ناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت د ځان پروړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې د امریکا د دفاع پخواني‌وزیررابرټ ګېټس، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي‌ کای ایډه او ترهغه وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي‌قوماندان مک کرسټل د خپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې د ښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي‌دي.

شنونکي وايي، امريکا خپل لوړپوړي مامورين په افغانستان کې په استخباراتي لوبه کې بوخت ساتلي وي، نو کله چې هغوی تقاعد شي، اړ وي، چې له ځان نه مسووليتونه لرې کړي او د افغانستان په تړاو واقعيتونه په ډاګه کړي. د دوی هريو چې له دندې ګوښه شوی، نو د افغانستان د ماموريت په تړاو يې عترافونه کړي، چې لوديځ او امريکا په غلطه راوان دي.

د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، تر هغه چې دغه قومندانان او مشران په افغانستان کې په ماموريت بوخت وي، د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په اړه يې دسيسې جوړې کړې او د بحران رامنځته کولو هڅې يې کړې دي.

ښاغلي ځواک زياتوي، په ولسمشر کرزي باندې له يوه اړخه ډېرې نيوکې کېږي، چې جنګسالاران يې په واک کې ور کډ کړي، خو په دې کې د بهرنيانو رول هم تت نه دی، د هغوی له لوري پرې فشارونه وو، چې لوديځوالو د خپلو ګټو د خونديکولو په هدف پرې منل. شنونکي وايي، همدا جګړه مار د نړيوالو له لوري تغذيه شول او په واک کې وساتل شول.

شنونکي ددې څه ښه بېلګه په دې وروستي ټاکنيز کړکېچ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري مداخلې ته اشاره کوي، چې نه غواړي، جنګسالاران له واک د باندې پاتې شي، ځکه چې په نظام کې د ننه د دوی ګټې خوندي کوي.

څارونکي وايي، امريکا ډېری وخت د افغانستان په سياسي پروسو کې مداخلې کړې، ګډوډې يې دي. دوی وايي، يوازې دا کار نه دی، دوی په افغانستان کې د سولې پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي او ان له طالبانو سره يې هم پټ اړيکي شته، چې له يوه لوري د جګړې د ختمولو خبرې کوي، خو له بل لوري جګړه د دوی په خوښه غځول کېږي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: جنرال جان آلن: افغان ولسمشر په حقه دی”
  1. براداران مسلمان ومتدین کشور باعرض ادب
    جای بسی افسوس است باوجود قربانی های بی شماری وتا هنوز هم جریان دارد وعامیلین این همه قربانی کی بود ؟ چرا درک نداریم ،چرا بخاطر آگاهی ملت کارنه کردیم ، ملت چرا از حقیقت آگاهی ندارد ، چرا ملت ازاوامر اسلامی درک ندارد وغیره خلاصه این زمامداران قدرت که در دینا مسخه گردیده ونفس های ایشان به مثل حیوان درنده بوده به هیخ چیز قناعت نداشته وحتی خون ملت برای ایشان به اندازه بوس ارزش نداشته ومطابق خواسته های امریکا باید خود را عیار کند ومنافع امریکا را باید حفظ کند ورنه کمک های خویش را قطع میکند ، پس این جریانات اخیر باید برایتان ثابت کرد که هردو نامزد کرسی درظرف یک ساعت وادار ساخت که هویت اصلی تان به ملت آشکارمینمایم ویا خواسته های من را قبول بدارید . پس آگاه شوید وچهره های افراد مسخه شده را درک نماید ومسولیت ایمانی خویش را ادانماید

  2. All know what is going on in Afghanistan and who is creating problems in our great and sweet country? Even USA is forcing Pakistan to put Afghanistan under pressure which is cleared to everybody and Pakistan is trying to take a revenge from Afghanistan and keep our country in a very worse condition.

  3. بشتو كي يو متل دي واءي ( نشأنزن دنشي منخ ولي. (
    دوستان د خارجي دمختلفو اوركانو او قوماندانانو وينا وي بايد به سبك نظر ونه كتلي شي هغي ته لازم ده قيمت وركرل شي او دخبلو ليدلواو اوريدلو صحنو او واقيعتونو سر ه مقاييسه او دبعدي بهبود به خاطر تري كته واخستل شي اوخيري بايد وأوري دل شي دي خبرو ته هم قيمت وركرل شي به ظاهري خبرو او ألفاظو دجا ونه غوليزيو روسانو مشرانو او قوماندانانو هم دخبلي ماتي به نتيجه كي منفي عملونه به كوته كره دا دتاريخ او بعدي محكمي ته د دوي بوره مستند إسناد دي دا به دي نه خلاصيزي جه جا قصرونه ،جا بلدينكونه او جا شهر كونه او جا شخصي او دولتي خمكي غصب كري دابه داسي وخت راخي جه ددي وطن اصلي زامن به كه داخلي وي كه خارجي دمحاكمي ميز ته را كازي لكه يهود يأنو جه ددوهم جنك د ظلم واستبدادها بايلي نن دفا شئيزم به مخ را بآ سي او خبل حقوق جا واخستل او خوكءي غو ستونكي دي ددي مافيا به مقابل كي دنويسندكانو او مؤرخينو درنده دنده به غاره او بايد إداري كري دتاريخ او دخبل ملت به مقابل كي خبله دنده تر سره كري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *