د ولایتونو په مرکزونو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو کموالی ددې لامل شوی، چې مراجعين سهار تر مازيګره انتظار وباسي، خو بيا هم د کارت په اخستو بريالي نشي.
د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې خپل کسان د دویم ځلي نوم ليکنې لپاره نېږدې کاونډيو ولايتونو ته ورسوي او په دوو ولايتونو کې د رايو کارتونه تر لاسه کړي.
دا مهال په ټول هېواد کې د نوم ليکنې ۴۱ مرکزونه فعال دي، چې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې تر دويمې نېټې پورې به پرانستي وي.
د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، چې په کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه کم دي او خلک نشي کولای په اسانی سره کارتونه تر لاسه کړي.
دوی د ټاکنو له خپلواک کمېسيون غواړي، چې په دې برخه کې بيړني تدابير ونيسي، څو هغه افغانان له نوم ليکنې بې برخې پاتې نشي، چې د کارت د تر لاسه کولو لپاره يادو مراکزو ته مراجعه کوي.
د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، دا مهال په ټول هېواد کې د نوم ليکنې ۴۱ مرکزونه فعال دي او د محلاتو شمېر يې ۸۲ ته رسېږي، چې د ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې تر دويمې نېټې پورې به پرانيستي وي.
په ټول هېواد کې د روان کال د غبرګولي له ۲۲ د زمري مياشتې تر ۲۲ مې پورې کابو ۳۸۵ د نوم ليکنې مرکزونه پرانيستي وو او په دريو پړاوونو کې نوم ليکنه شوې.
د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې تر دې مهاله درې عشاريه پنځه ميليونه د شرايطو وړ کسانو نوم ليکنه کړې، کارتونه يې اخستي او ۱۷،۵ ميليونه وګړو له وړاندې کارتونه تر لاسه کړي وو.
د رڼو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ ټيفا د رسنيو د برخې مسوول ډاکتر هارون محور ته وويل، په لومړي سر کې ډېری خلکو مراجعه نه کوله، خو په دې وروستيو کې د کانديدانو له لوري خلک هڅول کېږي او يا هم دوی په ټاکنو کې د ونډې اخستو لېوالتيا پيدا کړې، نو ځکه يې شمېر زيات شوی دی.
دی وايي، په ډېری ولايتونو کې د نوم ليکنې په مرکزونو د خلکو له لوري هجوم ور وړل شوی او په ورځو، ورځو ورته انتظار باسي او ځینې وخت له کارتونو هم محرومېږي.
د ټاکنو د څار بنسټونه اندېښنه ښيي او وايي داسې راپورونه يې تر لاسه کړي، چې له يوشمېر نېږدې ولايتونو څخه کابل ته په زيات شمېر کې کسان د ډلو، ټپلو له لوري راوستل کېږي او د دويم او دريم ځل لپاره د رايو کارتونه تر لاسه کوي: ((دوی فکر کوي، چې د ټاکنو په ورځ به په ولايتونو او ښارونو کې په يو وخت دا وکاروي. دا کار تر کابل اخوا په يوشمېر نورو ولايتونو کې هم روان دی.))
د ټاکنود څار بنسټونه وايي، له سره په يو شمېر هغو سيمو کې چې يا لرې پرتې وې او يا هم نا امنه وې، ګڼو خلکو کارتونه ترلاسه نشوای کړای او اوس په يو ډول نه يو ډول د کارتونو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي، چې د ټاکنو کمېسيون له لوري بايد ورته زمينه برابره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور محور ته وويل، يوه نيمه اونۍ د مخه په ۴۱ مرکزونو کې د محلاتو شمېر له همدې امله زيات شو، چې مراجعه کوونکي په اسانۍ سره کارت تر لاسه کړای شي: ((په لوي ښارونو او هغو ولايتونو کې چې زيات کسان نوم ليکنه کوي، دوه او درې محلات زيات شول، د بېلګې په توګه په کابل کې په دريو مرکزونو کې شپږ محلات وو، چې اوس يې شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی.))
ښاغلی نور زياتوي، داسې ګنګوسې موږ هم اورېدلې، چې يو شمېر زورواکي خپل کسان دويم ځلي او دريم ځلي کارت اخستو ته هڅوي، زمينه ورته برابروي، خو دی زياتوي کره شواهد مو پرې نه دي موندلي.