بریښنا اداره وايي، ځینې مهمې دولتي ادارې یې یونیم میلیارد افغانۍ د برېښنا د لګښت له درکه پوروړې دي.

د عامې روغتيا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت ، د اوبو رسولو لوی شرکت، د هوټلونو رياست، د ملي بس تصدي او يو شمېر امنيتي ادارې، په ځانګړې توګه د کورنيو چارو وزارت په هغه نوملړ کې راځي، چې د برېښنا د بېل له اړخه ډېر پوروړي دي.

ټولو دولتي ادارو ته د ماليې وزارت له لوري د برېښنا ځانګړې بودجه ورکول کېږي او هره دولتي اداره مکلفيت لري، چې خپل پورونه له همغه ځانګړې بودجې اداء کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين وايي، د ځینو خصوصي شرکتونو په ګډون ګڼ شمېر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکو د برېښنا د لګښت پيسې ياد شرکت ته نه دي تسلیم کړې.

د افغانستان د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي محور ته وويل، له دريو کلونو راپدېخوا يو شمېر دولتي ادارو هم د برېښنا د لګښت کابو يو نيم ميليارد پيسې نه دي تحويل کړې. ښاغلی توحيدي زياتوي، په دې ډله کې چې د برېښنا د لګښت زيات پوروړي دي: ((د عامې روغتيا وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د اوبو رسولو لوی شرکت، د هوټلونو رياست، د ملي بس تصدي او يو شمېر امنيتي ادارې پدې نوملړ کې شاملې دي.))

يوې سرچينې د نوم له ښودو پرته محور ته وویل؛ د برېښنا د لګښت له اړخه تر ټولو ډېره پوروړې اداره د کورنيو چارو وزارت دی، چې اوس پيسې هم نه ورکوي.

پېنځه مياشتې د مخه محور ته د رسېدلي لست پر بنسټ د اوبو رسولو ریاست ۱۸۷ ميلیونه افغانۍ، د کورنیو چارو وزارت د محبسونو ریاست ۲۴۴ ميلیونه افغانۍ، د لوړو زده کړو وزارت ۱۰۴ ميلیونه افغانۍ، د کورنیو چارو وزارت ۱۵۲ ميلیونه افغانۍ د افغانستان د برېښنا شرکت پوروړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين، له دولتي ادارو غوښتنه کوي، که چېرې د برېښنا پیسې نه شي ورکولای، خپل لګښتونه دې راټيټ کړي.

بلخوا د مالیې وزارت د ستونزې اصلي سرچينه پوروړي وزارتونه او ادارې بولي او وايي، هرې ادارې ته د برېښنا لګښت په هدف بودجه ځانګړې شوې او که چېرې کومه اداره له ټاکل شوې بودجې څخه زیات لګښت کوي، باید د مالیې وزارت په جریان کې کړي، څو په بودجه کې ورته بدلون راولي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني محور ته وويل، د ۱۳۹۲ کال په بودجه کې ياد وزارت ځينې کوډونه په نښه کړي، چې له مخې يې پيسې په بله برخه کې په مصرف نشي رسول کېدای. ښاغلی جيلاني زياتوي، په دغو نويو کوډونو کې د برېښنا او ښاروالۍ د صفايۍ پيسې بلې برخې ته د انتقال او مصرف وړ نه دي: ((هغه ادارې چې سرغړونه کوي او ددې برخې خپل پورونه نه اداء کوي، پکار ده، چې ځواب هم ووايي.))

خو په ورته وخت کې د افغانستان برېښنا شرکت د خپل فعالیت ترڅنګ خپله هم يو شمېر ستونزې لري او د دغه شرکت ګډون وال ادعا کوي، چې دوی زياته برېښنا هغو سيمو ته ورکوي، چې دولتي ادارې پکې فعالې وي او يا هم چارواکي پکې دېره وي، چې هغوی يې بيا د برېښنا بېلونه هم نه تحويلوي. د برېښنا شرکت کلنۍ پوروړې ادارې، دا مهال ۱.۶ میلیارد افغانۍ، په ۱۳۹۱کال کې  ۶۵۳ میلیون افغانۍ، په ۱۳۹۰ کال کې ۲۶۰ ميليونه افغانۍ او په ۱۳۸۹ کال کې ۳۴۷ ميليونه افغانۍ پوروړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *