په ټاکنو د څار بنسټونه او شنونکي وايي، د اوه ميليونه کارول شويو رايو له سلنې جوتیږي، چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يو کانديد پنځوس جمع يوه رايه پوره کولای شي.
دوی په دې باور دي، چې په ټاکنو کې درغلۍ په هغه کچه نه دي ترسره شوې، چې ټاکنې تر سيوري لاندې راولي او دويم پړاو ته يې بوځي.
د ټاکنو څارونکي وايي، ځينې کاندیدان ځکه د درغلیو موضوع جدي مطرح کوي، چې د خپلې ناکامۍ لپاره استدلال او د ټاکنو مشروعیت زیانمنولو ته پلمه ومومي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې او وروسته يې د شمېرنې بهير پيل شو، چې د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې ددې بهير لومړنۍ پايلې به د روانې مياشتې په ۲۴ مه او وروستۍ هغه به د غويي مياشتې په اتمه نېټه اعلان شي.
د سياسي چارو شنونکی او د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، داسې کوم څه نشته، چې ټاکنې دې دويم دور ته لاړې شي. دی زياتوي، فکر کېږي، چې که رايې په سمه توګه وشمېرل شي او له درغليو خوندي شي، نو په لومړي پړاو کې به نتيجې ته ورسېږي: ((په ټوله کې دويم پړاو ته د ټاکنو تګ د افغانستان په ګټه نه دی، په دې شرايطو کې له مالي او تخنيکي اړخه افغانستان ته ګرانې پرېوځي.))
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي؛ دوی چمتو دي، چې د دويم پړاو ټاکنې هم په ښه ډول او کم وخت کې ترسره کړي، خو شنونکي وايي، پکار ده له کوم ځنډ پرته يې پايلې ټول نوماندان ومني.
بلخوا د ټاکنو کمېسيون د دارالنشاء پخوانی مشر او د ډيموکراسۍ د څار بنسټ رييس ذکريا بارکزی وايي، د ټاکنو د بريا لپاره څو اصله په پام کې نيول کېږي، چې يو يې د خلکو پراخه ګډون، امنيت، د کانديدانو د استازو او بهرنيو څارونکو نظارت او ترڅنګ يې د خلکو لپاره زمينه برابرول دي. ښاغلی بارکزی وايي، ټاکنې په ښه ډول سره ترسره شوې، خو يوازينی کار چې بايد ترسره شي، هغه د شکايتونو او درغليو په اړه د معلوماتو راټولول او د هغه څېړل دي، چې بايد جدي پام ورته وشي. د بارکزي په خبره، هغه سروې ګانې چې تر ټاکنو د مخه يو شمېر بهرنيو ادارو ترسره کړې او هغه نا تاييد شوي راپورونه چې اوس خپرېږي، دې ته په کتو کېدای شي، ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي: ((په دې ډول سره هېڅ کانديد نشي کولای ټاکنې وګټي، نو معلومېږي، چې ټاکنې به دويم رونډ ته ځي.))
څارونکي په دې باور دي، چې د ټاکنو د قانون له مخې کله چې قوي نوماندان بل پړاو ته ننوځي دوی نشي کولای مصلحتي حکومت رامنځته کړي، بلکې ټاکنو ته به ودرېږي، که يو کانديد تېر هم شي: ((په تېرو ټاکنو کې عبدالله عبدالله تېر شو، بل پړاو ته ونه درېده، خو دا ځل غښتلي کانديدان دا چاره نشي تر سره کولای.))
د ټاکنو څارونکي وايي، ولس پرېکړه کړې او دوی د يوه غښتلي بدلون په تمه دي، نو بايد چې د ټاکنو لومړنيو پايلو ته درناوی وشي.
د ټاکنو څارونکی حليم فدايي وايي، لا ډېر وخت دی، چې د ټاکنو پايلې دې په ډاګه شي. دی زياتوي، هغه راپورونه چې وايي، ټاکنې دويم پړاو ته ځي او پنځوس جمع يوه سلنه رايه نشي پوره کولای، دا له محدود شمېر مرکزونو راټولې شوې شمېرې دي: ((په افغانستان کې د ټاکنو کابو ۶۲۱۲ مرکزونه فعال وو او حال دا چې را ټولې شوې شمېرې بيا له ۳۰ تر ۴۰ مرکزونو نه تر لاسه شوي دي.))
شنونکي او د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، ددې لپاره چې په راتلونکي کې د ادعا کولو لپاره ښه زمينه سازي وشي، نو يو شمېر کانديدان له وړاندې خپله خپل ځانونه بريالي حسابوي.
وړمه ورځ د رای ورکولو د بهير تر پاېته رسېدو وروسته سمدستي د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله اعلان وکړ، چې ګويا دی ګټونکی دی.
د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزی وايي، يو شمېر نوماندان چې له وړاندې خپل ځانونه بريالي اعلانوي، غواړي په راتلونکي کې خپل مينه وال پاڅوي، چې دا د دوی سياسي کمزورتيا ده. د آغلې بارکزۍ په باور ټاکنې سليقوي څه نه دي، دا د ولس خوښه ده. د بارکزۍ په وينا، د ټاکنو پايلې معلومې دي، خو په دې شرط چې دولت او سياسي مشران پکې مداخله ونه کړي او دويم پړاو ته يې کش نه کړي. آغلې بازکزۍ وړاندې وایي، ټاکنو کې ولس په مختلفو انګېزو رايه ورکړې او هېڅ ممکنه نده، چې کانديدان دې سره يو ځای او مشترک حکومت رامنځته کړي: ((په ټاکنو کې درغلۍ په هغه کچه نه دي ترسره شوې، چې ټاکنې دې تر سيوري لاندې راولي او دويم پړاو ته يې دې ولاړې شي. ټولو نوماندانو ته پکار ده، چې په سړه سينه يې پايلې ومني.))
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالنشاء مشر ضیاء الحق امرخېل وايي، په مرکزونو کې رای شمېرنې پای ته رسېدلې دي، د ولايتونو مرکزونو ته يې اړين توکي او فورمې را لېږدول شوې او ډېرژر به پلازمېنې کابل ته را ولېږدول شي.