سره له دې چې په ټاکنو کې په بېساري ډول د خلکو ګډون، احساسات او د ښې نتیجې انتظار انتخاباتو ته تاریخي ارزښت ورکړ، خو په عین وخت کې د ۳۱۰۳ مستندو شکایتونو راټولېدل د ټاکنو سلامت ته د خطر زنګ دی.

ځینې کړۍ وایي، د شکایتونو ډېرېدل عادي بهیر ندی، خو ښایي تر شا یې بدې پایلې پرتې وي.

د ۳۱۰۳ شکایتونو تر څېړلو او نتیجې مخکې د ټاکنو د ګټوونکي او دویم دور ته تلو په اړه وړاندوینې هېڅ معنی نشي لرلی، ځکه چې؛ د شکایتونو څېړل نتیجه بدلوي.

د نسبي ښو ټاکنو له ترسره کېدو سره د زیاتو ټاکنیزو شکایتونو مطرح کېدل د ځینو شنونکو په باور ددې لپاره دي، څو بې پایلې کاندیدان په یوه ائتلافي حکومت کې ځانته ځای پیدا کړي.

یو داسې حکومت به د مشروعیت، کنترول او د خلکو رایو ته د احترام له جدي پوښتنو سره مخ وي، د یو کاندید تخنیکي ټیم به له منظمې تګلارې سره ناکامه شي او مصلحتي نظام جوړېدو ته به لاره هواره شي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي، ټاکنیزې تخطۍ هومره ندي، چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او په وینا یې ځینې کړۍ یې لاسي ددې لپاره ډېروي چې؛ ټاکنې دویم دور ته بوځي او یا احتمالي بریالی کاندید ائتلافي حکومت ته راضي کړي: ((زه خبر یم چې همدا اوس یو شمېر کړۍ لګیا دي، څو لکه د اوسني حکومت په شان په راتلونکي ائتلافي حکومت کې هم خپل امتیازات خوندي او تضمین کړي. کورنۍ او بهرنۍ کړۍ دواړه پکې شاملې دي، خو دا به د یو لوی اکثریت خلکو رایو ته بې احترامي وي.))

پداسې حال کې چې له یوې خوا د رایو شمېرل روان دي او له بلې خوا د شکایتونو دا عظیم شمېر رامخ ته کېږي، نو یو عادي بهیر نشي ګڼل کېدلای.

په ورته وخت کې د ځینو شنونکو نظر دادی چې؛ که د شکایتونو په اساس ټاکنې دویم دور ته ولاړې شي، هېڅ تضمین ندی موجود چې؛ په دویم دور کې دې تر دې زیاتې درغلۍ ونشي او یا دې ناظرین  ورته مخنیوی وکړای شي.

حقوقپوه اجمل هوډمن هم تائیدوي چې؛ مستند ټاکنیز شکایتونه به په نهایي نتایجو اغېز ولري، خو د شکایتونو کمیت او کیفیت یو شان ندی او په وینا یې، ځینې شکایتونه تکرراي یا ناچیزه دي: ((د ټاکنیز شکایتونو خپلواک کمېسیون به دغه شکایتونه کټه ګوري کوي. هاغومره شکایتونه چې مطرح کېږي، ټول یې د بررسۍ وړ ندي او د ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ کاندیدانو شمېر ته په کتو د اندېښنې وړ هم نشي ثابتدېلی.))

ښاغلی هوډمن زیاتوي، د هغو کړیو په اړه چې ویل کېږي لاسي دویم دور ته د ټاکنو د بوتلو هڅه کوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون باید خپله بې طرفي ثابته کړي او غږ پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، شکایتونه ډېری یې نا مستنده دي او د ټاکنو قانون تر دویم دور وړاندې او وروسته د ائتلاف او جوړ جاړي لاره تړلې، نو ځکه اوس احتمالي بریالی کاندید هېڅ ډول جوړجاړی نشي کولای: ((دا وخت جوړجاړی او ائتلاف د خلکو په کارېدلو رایو هېڅ اغېز نه لري او که احتمالي بریالی نوماند د خپل حکومت په وړاندې د اپوزیسون د نه لرلو لپاره له هغوی سره جوړجاړی کوي امکان لري، خو ا به د خلکو رایو ته بې احترامي وي. فکر نه کېږي چې خلک به هم کرار کېني او د خپلو رایو پوښتنه به ونه کړي.))

که دویم دور ته د تګ بدیل غوراوی دا شي چې؛ د متضادو تګلارو او دریځونو کاندیدان په ائتلافي حکومت کې سره کار وکړي، هغه کاندید ته به ستونزمنه وي چې؛ د اصلاحاتو لپاره یې مشخصې تګلارې درلودې او د خپل ایډیل ټیم د ګومارلو په ترڅ کې یې عملي ګڼلې.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ائتلافي حکومت د جوړېدو هڅې کېږي”
  1. دنظر خاوندان درست واءي او تحليل ءي علمي او منطقي دي.
    جلالزوي

  2. دفقيرمحمد ،فقير او اجمل هودمن تحليل كا ملاء برخاي او منطقي دي
    جلالزوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *