تر جګړو وړاندې په افغانستان کې ٦۵ فعالې دولتي تصدۍ موجودې وې، خو اوس ۳۸ فعالې تصدۍ ایله له لسو تر څلويښت سلنې فعاليتونه کوي، چې د دولت د بېغورۍ له امله يې فعاليتونه محسوس نه دي.
په دغو تصديو کې يو مهال ۱۰۰زره کسانو ته د کار زمينه برا بره وه، اوس پکې ايله ۱۱۴۰۰ کاري ځواک په کار مصروف دی.
په تېرو لسو کلونو کې يو شمېر داسې دولتي تصدۍ چې یوه اندازه فعالې وې وپلورل شوې، خو له هغه هم په سمه توګه کار وانخستل شو او ان ډېری يې اوس په ګودامونو بدلې شوې، ځمکې یې غصب شوې او ماشینري یې د کباړ په نوم پلورل شوې.
هغه ۶۵ دولتي تصدۍ چې يومهال به په هر يوه کې سلکونه کسانو ته د کار زمينه برابره وه او نږدې د اړتياوو له مخې به يې د هېواد ټول ضروريات پوره کول، د هېواد اقتصاد او صادراتو ته يې خورا وده ورکړې وه، اوس په پرچاو او وران حالت کې پاتې دي. ددې تر څنګ چې د عصري کولو او پراختيا په برخه کې يې کار ندی شوی، ان د بيا رغونې مخه يې هم ونيول شوه او د غصب هڅې يې کېږي.
د افغانستان د ماليې وزارت د تصديو د برخې د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ۶۵ دولتي تصديو له ډلې ۲۰ منحل شوې، پنځه په بشپړه توګه غير فعالې دي. دوی وايي، د دغو لسګونه تصديو له ډلې درې په ايجاره ورکړل شوې، اوه شخصي شوې او يا هم په شرکتونو اوښتې دي :((په دغو فعالو تصديو کې په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو تصدي يو له هغو ده، چې ۹۵ سلنه فعاله ده او ۴۵۰ کسه پکې په کار بوخت دي. په دغو شمېرو کې اوه تر لس سلنه، نهه تر ۲۰ سلنه او شپږ تر ۳۰ سلنه، يوه تر ۴۰ سلنه او يوه هم تر ۵۰ سلنه پورې فعاله ده. په دې ډله کې څلور نورې فعالې دي، خو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.))
د تصديو رياست د معلوماتو له مخې اوس ۳۸ تصدۍ فعالې دي، چې تر ۱۱۴۰۰پورې کسان پکې په کار بوخت دي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، له ۱۳۸۱ کال را پدېخوا چې کله په افغانستان کې ازاد بازار ومنل شو، دولتي سکتور خپلې چارې تر ډېره خصوصي هغه ته پرېښودې، چې په دې ډله کې دولتي تصدۍ هم ليلام ته وړاندې شوې، چې پلورل شوې هغه ډېرې بدې وکارېدې.
که څه هم د ازاد بازار پلويان وايي، خصوصي سکتور د افغانستان د اټکل شويو ټولو ۲۷ ميليونو اوسيدونکو اړيتاوې نشي پوره کولای، خو دولتي سکتور فابريکې د نور لاملونو له مخې هم اړينې دي.
د اقتصادي چارو شنونکي احمدضيا ضيا محور ورځپاڼې ته وويل، دولت له دې امله چې په لومړي سر کې يې بودجه نه لرله، نو ځکه يې يو شمېر داسې تصدۍ چې تر يوې کچې فعالې هم وې وپلورلې او يا يې هم د منحل کولو تابيا وکړه. دی وايي، هغه چې په آزاد بازار پلورل شوې دي، له هغه نه هم په سمه توګه کار وانخیستل شو او ان ډېری هغه يې په ګودامونو بدلې شوې دي او ځمکې یې غصب شوې دي.
شنونکي وايي، يوازې د نساجیو د فابریکو اوسنی په ټپه ولاړ حالت او د ۱۱۹۰۰ تولیدي بشري ځواک پر ځای ددغو فابریکو په دروازو کې ایله تر ۱۰۰ کسانو ساتونکي په کار بوخت دي. دوی وايي، د دولتي شته غيرې فعالو تصديو ماشينري په پټه او ښکاره و ايستل شوه او د کباړ په توګه په ګاونډیو بازارونو کې وپلورل شوه.
په افغانستان کې صنعتي تولیدي تصدۍ چې په بېلابېلو برخو کې یې فعالیت کاوه، په ګڼو وزارتونو پورې تړلې وې، چې د هر یوې تصدۍ تولیدي چارې د همدغو اړوندو وزارتونو له خوا د یو مرکزي واحد په توګه سمبالېدې.
اقتصاد پوهان وايي، که له دولتي تصديو ريښتينې ګټه اوچته شوې وای، په تېرو ۱۲ کلونو کې به مو له اقتصادي اړخه ډېرعوايد لرلای، لکه له جګړو وړاندې مو چې لرل.
د افغانستان د سپکو صنایعو په ډګر کې د اویایمو کلونو په لمړیو کې د ځینو اټکلونو او وړاندوینو له مخې د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو په برخه کې د هېواد په ځان د بسیا کېدو په لاره کې لمړني ګامونه پورته کړل، خو جګړو يې مخه ډب کړه.
د ډاکټر نجیب د حکومت د واکمنۍ تر پاپه (۱۳۷۱ ل) پورې د ټول افغانستان په کچه پنځه دولتي سیلوګانو فعالیت درلود، چې د غنمو د اوړه کولو ترڅنګ یې سیلو ډوډۍ، کیک، روټ او ناشتا هم پخوله. خو دا سیلو ګانې هغه وخت له فعالیته پاتې شوې چې تنظیمي سالاران په خپلو کې سره په جګړه کېوتل. اوس يوازې مرکزي سيلو تر ۴۰ سلنه فعاله ده، چې ۴۰۸ کسه پکې په کار بوخت دي.