د لوګزامبورک د بهرنیو چارو وزیر وایي: ((د جنوري تر لومړۍ نیټې وروسته به موږ او تاسو یو متفاوت افغانستان ولرو، توقع ده چې افغانستان په ښه لوري مخ ته ولاړ شي.))

په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د جنوري له لومړۍ نیټې په افغانستان کې خپل نوي ماموریت ته تیاری وښود. پدې غونډه کې د افغانستان په اړه په دوه مسایلو هوکړه وشوه: د افغان ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د رهبرۍ اماده ګي او د افغان ځواکونو د روزنیز ملاتړ دوام.

((د ډسمبر په ۳۱ په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای مومي، افغان ځواکونه د خپل هېواد او په ورته وخت کې د نړۍ د مصئونیت په خاطر د ترورېزم د کنترول په تړاو، مسوولیت اخستو ته چمتو دي.)) ولسمشر غني

په برسلز کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د جنوري له لومړۍ نیټې وروسته په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت پیل ته تیاری وښود او ډاډ یې څرګند کړ، چې نړیوال او افغانان به تر دې نیټې وروسته د یو متفاوت افغانستان لیدونکي وي. دوی همدا ډول د افغان ځواکونو د روزنیز ملاتړ په دوام هم ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په افغانستان کې د ناټو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۱۴ ز کال د ډسمبر تر ۳۱ وروسته د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره سم افغان ځواکونه د افغانستان د امنیت ساتلو عهدې اخستو ته چمتو دي.

ولسمشر غني وړاندې په خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان د مبارزې په لومړۍ کرښه کې موقعیت لري او له ناټو سره په همکارۍ دا مبارزه د اروپا او شمالي امریکا د ژغورلو په معنی ده: ((موږ هیله من یو چې د همکاریو نوې مرحله د نړۍ د سولې او ثبات باعث وګرځي.))

د لوګزامبورک د بهرنیو چارو وزیر جین اسلبورن وویل؛ نړیوال او افغانان به د جنوري تر لومړۍ نیټې وروسته د یو متفاوت افغانستان شاهدان وي او توقع شته چې افغانستان په ښه لوري قدم واخلي.

په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر وویل: ((زموږ نوې ژمنه داده چې یو باثباته افغانستان به رامنځته کوو، چې لا ډېر مسوولیتونه پر غاړه واخستلی شي.))

د غونډې اکثریت ګډونوال پدې نظر ول، چې د افغان ځواکونو د روزنیز ملاتړ دوام به ناټو ته زمینه سازي وکړي، چې له افغانستان سره د لاسلیک شوي تړون په اساس د قانون په چوکاټ کې په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو روزنیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني به د لندن په کنفرانس کې هم ګډون وکړي، چې نن د چهارشنبې ورځې په ماښام به پیل شي او د ډسمبر د څلورمې تر ماسپښین به دوام ولري.

د لندن په کنفرانس کې د افغانستان نړیوال حامیان له دې هېواد سره د مرستو پر نوې تګلارې بحث کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *