په افغانستان کې خپلواک اقتصادي بنسټونه وايي، لاهم په دغه هېواد کې رغنيزې پروژې له انتخابه تر تطبيق سليقوي بڼه لري او د ډونرونو، دولت او شرکتونو نا سالم تعامل افغانستان د عمراني بنسټونو له بحران سره مخ کړی دی.
په افغانستان کې تر اوسه ۶۵۰۰ کيلومتره سړک پوخ شوی، خو اقتصاد پوهان وايي، دغه سړکونه د سيمې هېوادونو د سړکونو په پرتله په نږدې پېنځه برابره لوړ قېمت جوړ شوي. د دوی په باور د افغانستان لومړۍ درجه سړکونه د سيمې هېوادونو د دريمې درجې سړکونو کيفيت نه لري.
د هېواد د ملي پراختیایي ستراتیژۍ له مخې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې نږدې ۱۰۰ زره کیلو متره نورو پخو سړکونو ته اړتیا لري، لومړيتوب هغو لويو لارو ته ورکول کېږي، چې د هېواد لپاره عايداتي سرچينه وي، خو دا چاره د نړيوالو هېوادونو د مرستو د ژمنې په تعميل پورې مشروطه ده.
د افغانستان هغه لويې لارې چې د هېواد له پرمختګ او سوداګرۍ سره يې مرسته کولای شوای، ډېری يې بهرنيانو د خپلو ګټو او د کاروانونو د تګ راتګ لپاره رغولې، چې د همدوی په جګړه کې يې ډېره برخه بېرته ويجاړه شوې هم ده.
په وچه کې د راګیر افغانستان د لويو لارو جوړول ډېرو پيسو او قوي ارادې ته اړتيا لري، خو د کلونو په تېرېدو سره لاهم حکومت په دې نه دی توانېدلی، چې د لويو لارو چارې بشپړې شي. د هغو لارو کارونه چې بشپړ شوي اوس بېرته له کاره لوېدلي دي.

اقتصاد پوهان وايي، لويې لارې اقتصادي بنسټونه جوړوي او له دې لارې هېوادونه په ځان بسيا کېدای شي.

د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ په وروستيو ۱۲کلونو کې افغان حکومت د نړيوالو په مالي ملاتړ د لويو لارو او سړکونو په جوړولو کابو اته نيم ميلياردو ډالر لګولي، خو ددې سړکونو ستره برخه بېرته ويجاړ شوي او يا هم د ويجاړېدو په حال کې دي.

اقتصاد پوهان وايي، په افغانستان کې جوړ شوي سړکونه د سيمې هېوادونو د سړکونو په پرتله نږدې پنځه برابره په لوړ قېمت جوړ شوي او د کيفيت له اړخه هم د دغو هېوادونو د سړکونو په پرتله خورا ټيټ دي.

يوه نيمه مياشت وړاندې په افغانستان کې د لېږد د بهير مسوول ډاکتر اشرف غني احمدزي ويلي وو، هغه سړک چې د سيمې په هېوادونو کې په ٤٠ زره امريکايي ډالره رغول شوی،‎ افغانستان ته په ۸۵۰ زره ډالره پرېوتی دی او همدا راز دې څه ته په پام سره افغانستان تر ٢٠١٤ کال وروسته کابو ٣٤ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري، چې خپلې لويې لارې پرې ورغوي.

د فواید عامې وزارت د مسوولينو په وينا، د سړکونو د جوړولو نرخونه په سيمو پورې اړه لري، چې يو کيلومتر سړک له ۵۰۰ زره ډالرو نيولې تر يو ميليون ډالرو پورې پریوتی شي.

د اقتصادي کارپوهانو په وينا په منځي ډول يو کيلو متر سړک چې نورو هېوادونو ته په ۲۰۰ زره ډالره جوړېږي، افغانستان ته په شاوخوا يو ميليون ډالره تمامېږي.

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتېژۍ له مخې دغه هېواد په راتلونکو لسو کلونو کې نږدې ۱۰۰ زره کیلومتره نورو پخو سړکونو ته اړتیا لري، چې که د نړيوالو ډونرانو له لوري مرستې په وخت ورکړل شي، نو لومړی به هغه سړکونه ورغول شي، چې د هېواد لپاره عوايد ولري.

د ولسي جرګې ځينې غړي او شنوونکي وايي، تر ډېره افغان حکومت د لويو لارو د رغونې په برخه کې ناغيړي کوي او وخت تېروي. دوی وايي، له څو کلونو راپدېخوا د حلقوي سړک خبرې کېږي، بودجه يې منل شوې، خو يوه کمه برخه يې جوړ شوی او نوره تمه ورته نشته.
خو د فواید عامې وزارت مرستيال انجينر نورګُل محور ورځپاڼې ته وويل، ۳۳۷ کيلومتره حلقوي سړک پاتې دی، چې چارې يې روانې دي. دی زياتوي، په تېرو ۱۲کلونو کې ۶۵۰۰ کيلومتره سړک پوخ او اساسي جوړ شوی، چې ځينې لويې لارې د يولړ ستونزو له امله بېرته خرابې شوې دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې دغه سړکونه د پي. ار. ټي ګانو، يو. اس. ای. ډي، نړيوال بانک، اسيايي پراختيايي بانک، جاپان، سعودي عربستان او يو شمېر نورو مرستندويو ادارو او هېوادونو په ملاتړ جوړ شوي دي.
د اقتصادي چارو شنوونکی احمد ضيا ضا محور ورځپاڼې ته وويل، په افغانستان کې ډېری پروژې سليقوي پلې کېږي او ډېری بيا د بهرنيانو له لوري سلیقوي ورکول کېږي. د ده په خبره بهرنيانو په افغانستان کې سياسي اقتصادي لنډ مهاله پروژې پلې کړې، چې افغانستان ته يې ګټه نه رسېږي. دی زياتوي، په حکومت کې د ننه ځېنې کسان داسې چارې تر سره کوي، چې د متوازن پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي او دوی د خپلو ګټو لپاره کار کوي.
په ولسي جرګه کې د مواصلاتو کميسيون غړی انجينير محمد هاشم اورتاق وایي :((د بېلګې په توګه د کابل مزارشريف لويه لار چې اوږدوالی يې شاوخوا ۵۰۰ کيلو مترو ته رسېږي، له جوړېدو يې څلور کاله تيرېږي، خو زياتره برخې يې بېرته ويج

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *