افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په تېره له پاکستان او ايرانه په کال کې د ۲،۵ ميليارد ډالرو په ارزښت قاچاقي توکي راوړل کېږي، چې د سوداګرۍ په برخه کې يې جدي ستونزې راولاړې کړې دي.
افغان سوداګر وايي، د يو شمېر لوړ پوړو او سيمه ييزو چارواکو په ګډون، ځينې زورواکي، ځايي قوماندانان او مخفي تجارتي مافيا په دې لګيا ده، چې هېواد ته په لوړه پيمانه بې کيفيته خوراکي توکي، درمل، متفرقه اجناس، ساختماني او نور توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول را دننه کړي.
يوازې په وېش کې هره ورځ ۲۵۰۰ زرنج رکشاوې کندهار ته د قاچاقي او بې کيفيته توکو د انتقال لپاره پېرې وهي.
افغان سوداګر او صنعتکاران وايي، د يوشمېر لوړ پوړو او محلي چارواکو په ګډون، ځينې زورواکي، ځايي قوماندانان او مخفي سوداګريزه مافيا کار کوي، تر څو افغانستان ته بې کيفيته توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول را دننه کړي، چې يو ژور بحران يې رامنځ ته کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي محور ورځپاڼې ته وويل، خلاص بندرونه او نه څارنه لامل شوي، چې په پراخه کچه بې کېفيته او زهري ډوله توکي افغانستان ته له ګمرکي محصول پرته را د ننه شي. دی زياتوي له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه، چې له افغانستان سره پرانستې لارې لري، په کال کې د ۲،۵ميليارد ډالرو په ارزښت توکي په قاچاقي ډول راوړل کېږي.
ښاغلی الکوزی وايي، دغه کار له نيمروز، وېش، خوست، د ننګرهار له لعل پورې او نورو لارو نه د زرګونه وړو موټرونو او رکشاوو په وسيله کېږي، چې د مخنوي لپاره يې لا اقدام ندی شوی :((يوازې په وېش کې هره ورځ ۲۵۰۰ زرنج رکشې دغه توکي د ايران له خاورې څخه د افغانستان خاورې ته رالېږدوي.))
افغان سوداګر وايي، هېواد ته په قاچاقي ډول خوراکي توکي، لکه غوړي، اوړه، متفرقه اجناس د ماشومانو د خوراک توکي، درمل، او بل اړخ ته ساختماني او نور څه په پراخه اندازه راوړل کېږي.
ددې پټې سوداګرۍ او کار بار ښه بېلګه د ماليې د وزير عمر زاخېلوال هغه څرګندونې وې، چې د تېرې غويي مياشتې په ۲۳مه يې په ولسي جرګه کې د يادې جرګې د غړي ظاهر قدير د قاچاق په تړاو را بربنډې کړې. ده وويل، ظاهر قدير د اوړو په قاچاق کې پراخ لاس لري او په دوو کلونو کې يې ٤٥٨٣ لارۍ اوړه د ماليې له ورکولو پرته له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي دي.
د افغان سوداګرو او صنعتکارو په وينا، ډېری وخت له ګمرکونو څخه د ګنډو په نوم ځينې کسان هم دا ستر کاربار کوي. دوی خبرداری ورکوي، تر هغه چې په ګمرکونو کې د سکن وسايل ونه لګول شي او د مخنوي لپاره يې کوټلي ګامونه اوچت نشي افغان بازارونه به تل د بې کيفيته توکو څخه ډک وي او افغان سوداګر او صنعتکار به ميليونونه ډالر زيان ويني.
د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپي محور ورځپاڼې ته ويلي، په هېواد کې د کار خونو او صنعت د سکوت يو ستر لامل له بهر څخه په قاچاقي ډول د توکو راوړل دي، ځکه چې دغه څه د دوی بازارونه سخت زيانمنوي.
د ماليې وزارت مسوولين وايي، د ناقانونه توکو د راوړل کېدو په تړاو له ياد وزارت سره کومې شمېرې نشته، خو يوازې د هغو قراردادونو په برخه کې دوی له جدي ستونزې سره مخ دي، چې له بهرنيو کمپنيو سره شوي او له محصول معاف دي، چې په دې تړونونو کې يوشمېر کمپنۍ هم ځانونه پټوي او ګمرکي محصول نه ورکوي.
د ماليې وزارت مطبوعاتي مسئول نجیب منلي محور ته وويل، د افغانستان رسمي سوداګري لس ميليارده ډالره ده او په همدې بنسټ ماليات را ټولېږي. دی زياتوي د هغه وارداتو په تړاو هېڅ معلومات نه لري، چې په قاچاقي ډول د خلاصو بندرونو له لارې کېږي.
د ماليې وزارت مسوولين وايي، د ګنډو وړه سوداګري ده او افغان حکومت دې ته د فرعي هغه نوم ورکړی، چې محصول يې هم د وزن پر اساس اخستل کېږي.
خو دا د افغان سوداګرۍ د پښو غورځولو لپاره یو پټ بحران بلل کېږي، چې باید مخنیوی یې وشي، ګنې وېره شته چې د افغان څپڅپانده بازار حالت به لا پسې خراب شي.