د هرو لسو افغان محصلينو اته يې چې د واسطو او اړيکو په زور بهرنيو هېوادونو ته په بورسونو تللي خپله درې کلنه تحصيلي دوره په پېنځو او لا تردې زياتو کلونو کې بشپړوي. څېړنې په ډاګه کوي، دا شمېر محصلين زياتره یې د وزيرانو، واليانو، د ملي شورا د غړو او نورو دولتي چارواکو خپلوان دي، چې افغان دولت ته ورکړل شوي سکالرشيپونه يې پرته له معيارونو ترلاسه کړي دي.
په بهرنيو هېوادونو کې په زده کړو بوخت افغان محصلينو خبرداری ورکړی، چې که بهرته د زده کړو لپاره په استول کېدو کې د واسطه دارۍ مخه ونه نيول شي، نو افغانستان به د نړيوالې کادري مرستې لويه ونډه ضايع کړي.
ددغو محصلينو په هکله ويل شوي، چې ډېری يې په بهر کې عیاشۍ کوي، ځينې يې د تابعيتونو د ترلاسه کولو لپاره له پوهنتونونو وتلي، د اړوند پوهنځيو لپاره يې سويې ندي ارزول شوې او اکثره يې په تحصيلي ژبو نه پوهېږي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۸۹ کال کې شاوخوا ۴۰۰۰ افغان محصلين د نړۍ په ۲۷هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت وو، چې له ډلې يې ۲۰۰۰ په شخصي لګښت او نور يې په تحصيلي بورسونو کې استول شوي و، خو اوس هرکال دا شمېرې مخ په لوړېدو دی.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نوربخش وايي، له افغانستان سره ۴۰ هېوادونه د بورسونو مرسته کوي، چې ۱۰زره محصلين همدا اوس په بهر کې په زده کړو بوخت دي. دده په خبره په دې ډله کې یوازې ۲۵۰۰ تنه په شخصي لګښت تللي دي خو په دې ډله محصلينو نيوکې دي، چې د بورسونو له پروسې غير شفافه استفاده ددې سبب شوې چې ډېری محصلين خپله تحصلي دوره په ټاکلي وخت بشپړه نکړای شي، ناکام شي او له پوهنتونونو اخراج شي. راپورونه په ډاګه کوي، چې ډېری افغان محصلين د اخلاقي جرمونو په اساس له پوهنتونونو شړل شوي او یا ډېر یې د ټولګي پر ځای په ميله ځایونو، نايټ ګلبونو او نورو ميله ځایونو کې وخت تېروي. په لویديځو هېوادونو کې حتی ډېر محصلين د تابعيت د ترلاسه کولو لپاره یوازې له تحصيلي سکالرشيپونو له هېواده د تېښتې د مشروع وسيلې په توګه استفاده کوي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي هم وايي، په تېرو څوکلونو کې د سلګونه داسې محصلينو د داستانونو شاهدان دي، چې زده کړې يې نیمګړې پرايښې او را وتښتېدلي دي. ماليزيا ته په شخصي لګښت تللی افغان محصل جواد وايي، بهرنيو هېوادونو ته په بورسونو او سکالرشيپونو استول شوي ډېری کسان په واسطو تللي او يا هم د لوړ پوړو چارواکو د کورنيو غړي دي. د نورې نړۍ له خوا افغانستان ته د ورکړل شوو سکالرشيپونو په پروسه کې تر ټولو لويه ربړه له دغو امکاناتو څخه د خپلوۍ په دود د لوړپوړو دولتي چارواکو ناسالمه استفاده ده. د وزيرانو، معينانو، واليانو، قوماندانانو او د ملي شورا د غړو اولادونه او خپلوان هغه لومړۍ ډله ځوانان دي، چې تحصيلي بورسونو له معيار پرته استفاده کوي، او د کادري ځوانانو حق د خپل شخصي چاپيريال لپاره نامشروع کاروي.
د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځي استاد ډاکتر محمد تنها چې په لویديځ کې یې لوړې زده کړې ترسره کړې د خپل تحصيلي تجربو یوه بېلګه یادوي: ((په ۲۰۰۸ کال کې موږ ۱۵ افغان ځلميان د ماسټرۍ لپاره المان ته ولېږل شو، خو په ۲۰۱۰ کال کې يوازې دوه کسان راستانه شوو، نور ټول هورې پاتې شول.))
دی زياتوي، د روابطو پر بنسټ استول شوي کسان له هره اړخه کمزوري وي، دوی ددې پرځای چې زده کړې وکړي، عياشۍ کوي او وخت په مېلو چړچو تيروي. د ښاغلي تنها په وينا، د کومو کسانو چې تحصيلي ژبه نه وي زده، هغوی د يو کال لپاره کورسونه تعقيبوي او د هغه لګښت هم پرافغان حکومت يو دروند بار دی: ((ددې تر څنګ ډېری کسان چې کمزوري وي خپله تحصلي رشته بدلوي او پداسې برخه کې زده کړې کوي، چې په افغانستان غوندې يوه ټولنه کې ورته اړتيا نه وي.))
په ولسي جرګه کې د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسيون د بورسونو او سکالرشيپونو د برخې غړې حميرا ايوبي وايي، اوس تر ډېره د هغو بورسونو په برخه کې شفافيت رامنځته شوی، چې د افغان دولت له لوري له يوشمېر هېوادونو اخستل کېږي. دا زياتوي، پکار دا ده، چې په ولسي جرګه کې هر وکيل د خپل ولايت ونډه وڅاري او د همغه ولايت کسان پرې واستوي. ددې په خبره ستونزه په هغو بورسونو کې ده، چې په مستقيم ډول د ځينو هېوادونو له لوري ورکول کېږي او هغوی د سفارتونو له لارې په دې بورسونو کې ډېرې درغلی کوي، ان سفارتونه او هېوادونه په افغان چارواکو فشار راوړي، چې د دوی په خوښه کسان دې ور وپېژني. د سمندر په نوم د هلمند ولايت يو محصل وايي: ((په کانکور ازموينه کې مې ۲۷۰ نمبرې تر لاسه کړې وې، خو بې پايلې شوم، يوه مياشت وړاندې په لوړو زده کړو وزارت کې يوه کمېشن کار رانه ۲۰۰۰ ډالر په دې موخه وغوښتل، چې د هند بورس به راکوي، خو ما ورته د ۱۰۰۰ ډالرو وويل او معامله مو خرابه شوه.))
افغان حکومت تر ۲۰۱۲ کال پورې په بهر کې د افغان محصلینو د زده کړو چارې ته په کال کې پنځه ميليونه ډالره بودجه ځانگړې کړې وه، خو په ۲۰۱۲ کال کې دا بودجه دوه برابره شوه او سږ کال ۱۵ميليونه ډالر ټاکل شوې ده. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، دوی د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سره هڅه کوي، چې ارزانه او با کیفیته لارې چارې ولټوي، څو وکولای شي زیات شمېر افغان ځوانان په بهرنیو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. ښاغلی نور بخش وايي، سږ کال په پام کې ده چې له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کسانو پورې بهرنيو هېوادونو ته د زده کړو لپاره واستوو: ((د يوه نوي پلان له مخې هر ولايت ته ۳۰ کسه ونډه ورکړل شوې او همدا ډول کابل ته ۶۰ کسان ونډه ورکړل شوې ده، چې پر بنسټ به يې کسان استول کيږي.))