محور ورځپاڼه

قومي مشران او ځايي خلک نیوکه کوي، چې د والیانو او ولسوالانو دفترونه د اوونۍ زیات رسمي ‌وخت تړلي وي او دوی په کابل یا نورو لویو ښارونو کې په خپلو شخصي چارو بوخت وي.

د ولسي جرګې غړي وايي، واليان او ولسوالان د ضوابطو او لياقت پر بنسټ نه ټاكل کېږي، بلکې د واليانو په شمول ډېری دغه ډول مقررۍ د مصلحت او تنظيمي تعلقاتو پر بنیاد شوې دي.

ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د افغانستان اکثره واليان او تر نوي ‌سلنه زیات ولسوالان شخصي کمپنۍ او تجارتونه لري.

د ولسي جرګې غړي او عام خلک نيوکه کوي، چې ولايتي چارواکي خپلو دندو ته پخپل وخت نه حاضرېږي او دوی خپل ډېر وخت په کابل او لويو ښارونو کې په خپلو کورونو کې تېروي.

د ولسی جرګې غړې ارين يون وايي، د مرکزي ولايتونو واليان په اونۍ کې دوې او درې ورځې خپلو دندو ته حاضرېږي: ((دوی نهه بجې له کوره حرکت کوي او د مازديګر درې بجې خپل دفترونه پرېږدي، معمولاً په کابل او يا نورو لويو ولايتونو کې خپلو کورونو ته ستنېږي.))

آغلې يون په دې برخه کې د سیمه ييزو ارګانونو چارواکي ګرم ګڼي، چې واليان او ولسوالان يې د ضوابطو او لياقت پر بنسټ نه دي ټاكلي، بلکې ټولې دغه ډول مقررۍ يې د مصلحتونو او ګوندي روابطو پر اساس تر سره کړې دي. دا چاره ددې پر ځای چې په كارونو كې ښه والى رامنځته کړي، د چارو د ټكني كېدو او خنډ سبب کېږي.

د ولسی جرګې غړي وايي، واليان، ولسوالان او نور دا ډول چارواکي د سيمې په امنيت کې رغنده رول لري، خو کله چې دوی په سيمه کې نه وي، نو طبیعي ده، چې نا امني به د ولسواليو تر دېوالونو او د ولايتونو تر مرکزونو رسېږي.

د غزني ولايت يو قومي مشر حاجي شهباز وايي، په ناامنو ولسواليو کې ولسوال نشته، دوی د ولايتونو په مرکزونو کې اوسېږي او ان په مياشتو، مياشتو ولسوالۍ ته سر نه ورښکاره کوي.

دی وايي، عدلي او قضايي ارګانونه د نا امنيو له امله بند دي، په دې ډول حالاتو کې خلک اړ کېږي، چې د مخالفينو لور ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې پرې هوارې کړي.

قومي مشران وايي، که واليان او ولسوالان په خپلو دندو کې حاضر وای، د ډېرو هغو پېښو مخنيوی شونی و، چې د دوی په نه موجوديت کې رامنځته کېږي.

دوی وايي، داسې ډېرې ولسوالۍ شته، چې تر اوسه پکې خلکو ته د ژوند هېڅ لومړني خدمات ندي برابر شوي او دا د همدې سيمه ييزو چارواکو د بېغوريو له امله دي.

د لغمان ولايت يو قومي مشر حکيم خان وايي، که والي او ولسوال په سيمه کې وای، ريښتينی کار يې تر سره کړی وای، نو نن به هغه پروژې نه ويجاړېدې، چې يو يا دوه کاله د مخه بشپړې شوې دي.

دی  زياتوي، د مرکزي ولايتونو والیان په اونۍ کې دوه او يا درې ورځې خپلو دندو ته ځي او هغه هم هروخت يې چې زړه وغوښتل، د موټرونو کاروانونه پسې وخوځوي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست وايي، ډېری واليان خپلې غونډې په خپلو کورونو کې نيسي او دندو ته نه حاضريږي.

د ښاغلي بشر دوست په خبره، په افغانستان کې د واليانو، ولسوالانو او نورو لوړ پوړو چارواکو دندنې مصؤنې دي، ځکه چې د روابطو او واسطې په زور يې تر لاسه کړې او څوک ترې پوښتنه نشي کولای.

ترسره شوې څېړنې په داګه کوي، چې د افغانستان ډېری واليان او تر نوي ‌سلنه زیات ولسوالان شخصي کمپنۍ او تجارتونه لري، دوی تر دولتي کارونو خپلو هغو ته لومړيتوب ورکوي.

د ولسی جرګې غړي وايي، که په دې برخه کې يو روښانه سيستم موجود وای، په مياشتنۍ توګه د واليانو او ولسوالانو د کار ارزونه کېدلای، نو هېڅ والي او ولسوال دا جرئت نشوای کولای، چې غير حاضري وکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مسوولين وايي، ستونزې شته خو په هغه پيمانه ندي، چې د کارونو پر وړاندې يې خنډ وګرځي.

د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي، دا به ناسمه وي، چې وويل شي، لويه سلنه واليان او ولسوالان دندو ته نه حاضرېږي او په خپلو شخصي کارونو بوخت دي، د واليانو او ولسوالانو حاضرۍ څارل کېږي.

ښاغلی غورځنګ زياتوي، يو شمېر واليان شته، چې پراخه نفوذ لري او کولای شي، په خپلو کورونو کې هم له خلکو سره وګوري، خو نشي کولای، چې دفتري چارې په کورونو کې تر سره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *