د حلقوي سړك د جوړېدو پر وړاندې پر طالبانو سربېره د نامسووله وسله والو ډلو موجوديت هم جدي ګواښ دی، دوی د خپلو ګټو لپاره نا امني جوړوي او د ځایي خلکو په وینا، مافیایي ډلې هم ورسره مرسته کوي.
دا مهال ددې لویې پروژې پاتې کار د فارياب، بادغيس او هرات ترمنځ ۲۳۱ کيلومتره سړک دی، چې ګڼ تهدیدونه یې د ځنډ عوامل دي.
د فواید عامې وزارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان د حلقوي سړک ۱۰ سلنه پاتې چارې به په راتلونکو دريو کلونو کې بشپړې شي.
د افغانستان لومړی حلقوي سړک کابو ۳۶۶۲ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۱۶هغه سره نښلوي او له تېر ۲۰۰۳ کال را پدېخوا يې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
ځايي خلک وايي، د بادغيس- هرات او فارياب- هرات ترمنځ ډېرې امنيتي ستونزې شته، چې د دوی په باور، د طالبانو تر څنګ يو شمېر نورې ورانکاره کړۍ هم د سړک د جوړېدو مخه نيسي او له ��ختلفو اړخونو ورسره د وسلو او مهماتو مرستې کېږي.
د فواید عامې وزارت د لويو لارو د ساتنې د برخې مرستيال ډاکتر احمد شاه محور ته وويل، ددې لويې لارې لس سلنه کار پاتې دی، چې په راتلونکو دريو کلونو کې به بشپړ شي: ((دا مهال د يادې پروژې ډېر کار د فارياب، بادغيس او هرات ترمنځ د ۲۳۱ کيلومتره سړک رغونه ده، چې يوه امريکايي او ترکي کمپنۍ يې پر مخ وړي او لګښت يې د اسيايي انکشافي بانک له لوري ورکول کېږي.))
د فواید عامې وزارت مسوولين وايي، د حلقوي سړک د پروژې پر وړاندې ګڼ خنډونه شته. دوی زياتوي، له امنيتي هغو نيولې تر قراردادونو پورې ډېری ننګونې يې پر وړاندې پرتې دي.
د ياد وزارت مسوولين د کورنيو چارو وزارت د عامه نظم برخه تورنوي، چې په هغه ډول يې د ياد سړک د جوړوونکو لپاره امنيت نه دی ټينګ کړی، لکه څومره چې ورته اړتيا ده.
دوی وايي، کومو شرکتونو چې د ياد سړک قرارداد يې ګټلی هغوی هم په خپلو کارونو کې ټکني دي او له ژمنې سره سم کار نه کوي: ((د دوشي – پلخمري ۵۲ کيلومتره سړک او همدا ډول ۵۱ کيلومتره نور سړک پاتې دی، چې کارونه يې پيل شوي او لګښت يې د اسلامي بانک له لوري ورکول کېږي. پاتې ټوله پروژه د څلورو کلونو ده، چې يو کال پرې تېر شوی او په راتلونکو دريو کلونو کې به بشپړه شي.))
دغه سړک چې د کابل، غزني، کندهار، فراه، هرات او بلخ په ګډون له يو شمېر نورو ولایتونو تېرېږي او د هېواد لپاره د اقتصاد د ملا تير په څېر دی، چې د معلوماتو له مخې د هېواد د وګړو دوه پر دریمه برخه د حلقوي سړک په شاوخوا او ۵۰ کیلومترۍ کې پراته دي.
شنونکي وايي، په ټوله کې په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د زېربينايي پروژو پر وړاندې زيات ګواښونه موجود وو، په دې پروژو کې د اوبو د بندونو او سړکونو پروژې تر جدي ګواښونو لاندې وې.
د دوی په باور که د حلقوي سړک پروژه بشپړه شي، نو دا د افغانستان لپاره يوه ښه عايداتي منبع کېدای شي.