محور ورځپاڼه

له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون پرسر د خبرو په نوي پړاو پيلېدو سره د ايران او پاکستان غبرګونونه په بې ساري ډول جدي شوي دي.

د هرات په کرخ او ګلران کې د خصوصي رغنيزو کمپنيو د ۱۵ کارکوونکو په وژل کېدو ځايي سرچينو ادعا کړې، چې ګاونډي استخبارات په يادو قتلونو کې مطلق ښکېل دي. د سلما بند چارې ټکنۍ شوې او کارکوونکي هره شېبه تهديدي پيغامونه ترلاسه کوي.

بل خوا د افغان پلاوي پر وړاندې د طالبانو پخلا کېدو لپاره د پاکستان لومړنی شرط دا ايښودل شوی، چې ستراتيژيک تړون به ورسره امضاء کېږي او په تړون کې له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليکول لومړنی شرط دی.

د اسلام اباد له مري څخه د ولسمشر کرزي هغه تاثرات چې په ګلران کې د ملي پيوستون د څلورو انجینرانو په وژنه خپاره شوي، د ګاونډيو استخباراتو د مداخلې په اړه د ارګ وروستۍ حوصله په ډاګه کوي، خو ښايي انجام یې دا وي، چې له امريکا سره امنيتي تړون ته څو ګامه په چټکۍ ورواخلي.

دغه انجينران په ګلران کې ووژل شول، تر دې وړاندې د یو ساختماني شرکت نهه کارکوونکي هم شپه مهال په کرخ کې وسله والو په خيمه کې ووژل. په هرات کې د طالبانو د سنګر جوړونې شرایط خورا ګنګل دي، خو ددې باوجود په هرات کې د طالبانو په نامه د وسله والو اورپکو چريکي حملې هر وخت له لویديځه کابل ته بد پيغام ورکړی دی.

په هرات کې د سلما بند رغنيزې چارې له څو کلونو راهيسې د نا امنۍ او مرموزو تهديدونو په سبب له ځنډ او خنډ سره مخ دي. د بند چارواکي وايي، هره شېبه د وژل کېدو تهديدي پيغامونه ترلاسه کوي. ځايي خبريالان وايي، د سلما بند د جوړونې جريان همدغو تهديدونو په ټپه درولى دی. تېر کال ددغه بند په چاپيريال کې د پاکستان له خوا حمايت کېدونکو طالبانو د موجوديت په اړه رپوټ ورکړل شو، ځکه پاکستان د هند له پانګونې سره هرځای سملاسي ټکر کوي، خو په دې سربېره د ايران د استخباراتو او سپاه پاسداران په هکله هم دا رپوټونه لږ ندي، چې د افغانستان په لویديځ کې دې د وسله والو اورپکو ملاتړ نه کوي. امنيي سرچينې وايي، په جنوب کې ترلاسه شوې وسلې او نا چاودي توکي اتيا سلنه یې ايراني دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کروخي محور ته وويل، پدې پېښو کې ګاونډيان او په ځانګړي ډول ايران مستقيم لاس لري. د اغلې کروخي په وینا، په دې وروستيو کې ایران په هرات کې خپل استخباراتي نفوذ خورا پراخ کړی دی، خو افغان چارواکي یې مخنیوي کې پاتې راغلي.

ځينې شنونکي د ايران له خوا افغان کډوالو د وتلو لپاره د مهلت ټاکل هم له امريکا سره د افغان پلاوي له خوا په امنيتي تړون د بيا خبرو پيلېدو له انګېزې سره تړي، خو لا ددغه تړون برخليک څرګند ندی.

بل خوا په پاکستان کې د افغان ولسمشر پروړاندې د دغه هېواد هغه شرايط بيا تازه شوي، چې له مخې يې له افغانستان غواړي له پاکستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي او د تړون لومړنی شرط له امريکا سره د امنيتي تړون لغوه کول دي. که څه هم په دې سفر کې د ولسمشر کرزي وړانديزونه تر ډېره د ملا برادر د خوشي کولو په څېر پاسته او د هغه هېواد لپاره ساده ول، خو پاکستان یوار بيا د دوه زره لسم کال غوښتنې په ټينګار تکرار کړې او دا یې پخلاينې ته د طالبانو له راضي کولو سره مشروطې بللې دي.

له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر له ناندریو او نسبي ځنډ وروسته افغان ولسمشر خپل دوه سلا کاران اشرف غني احمدزی او رنګين دادفر سپنتا ګومارلي څو له دغه هېواد سره د لوړې سويې خبرې وکړي او دا تړون پای ته نږدې کړي. شنونکي اټکل کوي، ښايي دا مرحله په افغانستان کې د چريکي بريدونو په زياتوالي کې هم رول ولري.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، چریکي بریدونه د هېواد له پرمختګ سره تړلي دي، چې په مخالفت کې یې ترسره کېږي :((له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د تصمصم له مخې ستونزمن، خو د اړتيا له مخې حتمي د‌ى، ځکه افغانان بيا نه غواړي تېرو لسيزو ته ورستانه شي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *