د افغان معلولینو د ژوند حال
افغان معلولین وایي، د ژوند کړاوونو او د تداوۍ محدودتیا له ستونزو سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې د فزيکي معلولینو د تداوۍ ۱۳ ارتوپیدي مرکزونه فعاليت کوي او یوازې د کابل علي اباد اورتوپيدي مرکز ته یې هره ورځ ۳۰۰ معلولین د تدواۍ لپاره مراجعه کوي.
ای. سي. ارسي. وایي، په تېرو شپږویشت کلونو کې یې ۱۲۵ زره افغان جنګي معلولین راجستر کړي او په کال کې ۱۵ زره وګړو ته مصنوعي غړي اچوي، خو په وروستیو لسو کلونو کې فزیکی معلولیت د جنګیالیو په نسبت په ملکي وګړو کې زیات شوی، داځکه چې جنګي اړخونه د لارو سر ماینونه کاروي او کلیوالو سیمو کې جنګېږي.
—————————————————
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د ماين په کارونه بنديز دی، خو په افغانستان کې اوس هم وسله وال مخالفين له ماينونو کار اخلي، چې د جګړې د ښکېلو غاړو ترڅنګ لويه مرګ ژوبله ولسي وګړو ته رسوي.
افغان معلولین وایي، د ژوند کړاوونو او د تداوۍ محدودتیا له ستونزو سره مخ کړي دي او په لرې پرتو سيمو کې دوی درملنې او خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
د سره صليب نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې د ټول هېواد په کچه د ۲۶ کلونو په اوږدو کې ۱۲۵زره فزيکي معلولين د دغه کمېټې په اوو ارتوپيدي مرکزونو کې راجستر شوي دي. دوی وايي، په کال کې ۸۰۰۰ فزيکي معلولين په غو اوو مرکزونو کې را جستر کيږي، چې ۱۵۰۰ يې د جنګ قربانيان دي، چې پکې ۸۰ سلنه د ماين له امله د بدن غړي له لاسه ورکوي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ١٣ اورتوپيدي مرکزونه فعاليت کوي، چې د خدمتونو له ډلې يې پنځوس سلنه په افغانستان کې د سره صليب کمېټې ای سي ار سي له لوري پرمخ وړل کيږي او پاتې نور د عامې روغتيا، سويډن، اى او ام او يو شمېر نورو موسسو او هېوادونو له لوري حمايه کيږي.
خو تر ټولو ستر مرکز د کابل علي اباد ارتوپيدي هغه دی، چې د سيمې په کچه حسابيږي او پراخه خدمتونه وړاندې کوي. ددې مرکز د مسوولينو په خبره ياد مرکز ته په ورځ کې د ٢٥٠ او ٣٠٠ ترمنځ فزيکي معلولين د خپلو ستونزو د اواري په موخه مراجعه کوي.
په کابل کې د علي آباد اورتوپيدي مرکز مسوول نجم الدين هلال محور ته وويل، د تېرو ۲۶ کلونو په اوږدو کې يې څه باندې سل زره معلولين يوازې په دغه مرکز کې راجستر کړي دي.
دی وايي، په ټول هېواد کې د سره صليب اورتوپيدي اووه مرکزونه په کابل، مزارشريف، ګلبهار، هرات، لښکرګاه، جلال اباد او بدخشان کې فعال دي.
د ای سي ارسي په دغو مرکزونو کې د معلولينو لپاره په کال کې ۱۵ زره مصنوعي غړي لکه پښې، لاسونه او د بدن دنورو برخو لپاره قالبونه، ويلچر يا د معيوبو انسانانو بايسکېلونه او نور د اړتيا وړ څيزونه جوړيږي.
د سره صليب وياند رفيع الله ستانکزی وايي، د ۲۰۱۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې، په دغو مرکزونو ۶۷۷۰ نوي ناروغان راجستر کړي، چې ۹۱۰ تنو يې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي. ښاغلی ستانکزی زياتوي، په ياده موده کې، ۱۲۶۶۸ مصنوعي غړي او نور وسایل ناروغانو ته ورکړل شوي دي.
ارتوپيدي مرکزونو ته چې کوم معلولين ورځي يابه نوي ځانونه له دې مرکزونو سره راجستر کوي او يا به هم خپل مصنوعي غړي بدلوي، ځکه چې دا غړي په دريو او څلورو کلونو کې يوځل بدليږي.
د هلال په وينا، هڅې دا دي، چې دوی د معيوبو او معلولو انسانانو لپاره خپلې مرستې روانې وساتي، ترڅو معيوب انسانان په خپلو پښو ودريږي او په را تلونکي کې ځانونه د ټولنې او کورنيو په اوږو بار نه کړي.
په کابل کې د علي اباد ارتوپيدي مرکز مسوولين وايي، چې په دې برخه کې ګڼ افغانان روزل شوي او هڅې همدا دي، چې دا پرو ګرام افغانيزه شي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۵ کال کې تر سره شوې يوې سروې له مخې په هېواد کې دوه ميليونه معيوبين او معلولين شته دي.
خو د ارتوپيدي مرکزونو مسوولين وايي، چې په دې برخه کې کره شمېرې نشته او د فزيکي معلولينو شمېر شايد ۸۰۰ زره وي.