محور ورځپاڼه

د افغانستان په سوېل کې د متخصصينو ډاکترانو په توګه د نرسانو له فعالیت څخه شکايتونه زیات شوي دي.

په زابل، کندهار، روزګان، هلمند او حتی د غزني او فراه په ځينو ولسواليو کې نرسانو خپل سري کتنځايونه او درملتونونه پرانستي او هر یو یې په اوسط ډول د ورځې تر۴۰ زیات ناروغان ګوري.

ځايي خلکو د عامې روغتيا وزارت په تګلارو نيوکه کړې، چې نه خدمات رسوي او نه د خپل سرې روغتيايي مافیا مخه نيسي.

د افغانستان په سويلي ولايتونو، زابل، کندهار، روزګان، هلمند او حتی د غزني او فراه په ځينو برخو کې نرسانو، د لومړنيو روغتيايي خدماتو لپاره روزل شويو کسانو د يادو ولايتونو په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د متخصصو ډاکترانو په توګه فعاليتونه کوي، خپل سري کتنځايونه او درملتونونه يې پرانستي دي.

ځايي خلک او متخصص ډاکتران وايي، د دوی هر يو د ورځې په اوږدو کې په منځنۍ توګه تر ۴۰ زيات ناروغان ګوري او درملنه يې کوي.

ځايي خلک وايي، دغه کسان له دې امله په يادو سيمو کې فعاليت کوي، چې هورې د عامې روغتيا وزارت څار نلري او له بلې خوا په هغو سيمو کې د دولت له لوري خدمات نه وړاندې کېږي.

په کندهار کې يو متخصص ډاکتر عصمت الله وايي، دغه تقلبي متخصصين ددې ترڅنګ چې له خلکو پيسې شکوي د ګڼو کسانو ژوند ته هم ګواښ دي: ((د دوی ډېری له دوولسم ټولګي نه فارغ شوي او په پاکستان کې يې جعلي اسناد جوړ کړي او يا يې هم د تجربې پر اساس څه زده کړي دي، چې ان د انګليسي ژبې حروف يې ندي زده، نسخې په خپلو مورنيو ژبو ليکي، چې د دغو کسانو هر يوه يې درملتون هم فعال کړی او يو شمېر ناروغ ته د نسخې پر ځای مستقيما در مل ورکوي.))

د روزګان د ولايتي شورا مشر امان الله هوتکي وايي، سويلي ولايتونه د عامې روغتيا وزارت  له پامه لوېدلي دي: ((د روزګان په يو شمېر ولايتونو کې کلينيکونه شته، خو فعاليت نه لري او يا هم ډاکتران او روغتيا پال پکې نشته: ((په ترينکوټ کې د يوه درې سوه بستريز روغتون چارې پېنځه کاله دمخه پيل شوې، خو له دوو کلونو راپدېخوا يې چارې په ټپه ولاړې دي. مرکزي روغتون فعال دی، چې يوازې ۳۰ سلنه د مرکز اړتيا وې پوره کولای شي. په سراب او شهيد اساس ولسواليو کې هېڅ روغتيايي مرکز نشته.))

د روزګان د عامې روغتيا رييس خان اغا مياخېل دا تورونه نه مني او ادعا کوي، چې په دې ولايت کې ۳۲ روغتيايي مرکزونه فعال دي او ټول يې پوره او نيمه خدمات په ښه توګه سره وړاندې کوي. د ده په خبره، په ياد ولايت کې غير فني ډاکتران او روغتيا پال نشته.

د سویلي ولایتونو له ډلې په کندهار کې هم د ۱۷ ولسواليو لپاره ۴۶ روغتيايي مرکزونه پلان شوي، چې له ډلې يې ۴۰ هغه فعال او شپږ يې تړلي دي.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقيوم پخلا وايي، په دوو ولسواليو؛ ريګستان او شوراوک کې هېڅ روغتيايي مرکز نشته، خو په پنجوايي کې بيا درې او په شاولي کوټ کې د نا امنيو له امله يو مرکز تړل شوی دی، چې ډاکتران او روغتيا پال ورته تلو ته زړه نه ښه کوي.

د واکسين پروګرام له مخې د کندهار نفوس تر دوه نيم ميليونه رسېږي، خو عامې روغتيا وزارت د قرارداد له مخې چې له AHDS سره يې کړی، ۸۰۰ زره کسانو ته به خدمات وړاندې کوي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، په ۱۷ ولسواليو کې هېڅ ښځينه ډاکتره نشته، خو په ۳۷ مرکزونو کې بيا قابلې شته.

دوی مني، چې په ياد ولايت کې ګڼ کسان چې د لومړنيو طبي خدماتو لپاره روزل شوي، معاينه خانې او درملتونونه لري، خو وايي، د مخنیوي لپاره يې هڅې روانې دي: ((يوازې په روان کال کې په کندهار ښار کې دوه شخصي رغتونونه او په ولسواليو او ښار کې ۸۲ درملتونونه او کتنځايونه تړل شوي، چې د نامسلکي کسانو له لوري فعال شوي وو.))

تقلبي ډاکتران د هلمند ولايت په ناوې، کجکي، خانشين، سنګين، نادعاي، مارجه او ان لښکرګاه کې هم د متخصصو ډاکترانو په توګه کار کوي.

زابل، غزنی او فرا هغه ولايتونه دي، چې ډېر خپلسري درملتونونه او کتنځايونه د نرسانو له لوري فعال شوي دي، چې د مخنیوي لپاره یې لا کومه هڅه نده شوې.

One thought on “محور ورځپاڼه: د افغان نرسانو طبي مافیا”
  1. دكندزپه شار كي نرسان دخلكودرملنه كوي درملتونونه لري اوبعضويي تقلبي دداكتري إسناد هم دپاكستانه راوري اود پاكستاني داكتر په نامه خلك غولوي همداسي په ولسواليو كي پاتي خو دغه ولايات شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *