د افغان امنيتي ځواک واړه موټرونه، له محاسبه شوي وخت مخکې استهلاک شوي او دغه ستونزه چې دفاع او کورنيو چارو وزارتونه له جدي ګواښ سره مخامخ کوي، د قوماندانانو د بېغورۍ او شخصي استفادې له کبله رامنځته شوې ده.
((ډېری پوځي موټر ليلام شوي دي. د پوليسو رينجرونه سګ جنګۍ ته د سپيو د انتقال لپاره کارېږي، سيمه ييز قوماندانان د جمعې مېلو او وادونیو ته خپل ماشومان په پوځي موټرونو کې انتقالوي. د ولسي جرګې مشر ته د ملي پوځ دوه رينجر موټر د شخصي استفادې لپاره ورکړل شوي دي.))
يوه سرچینه چې په دې اړه تحقيق کوي وايي، د اردو يوه منصبدار ته د رينجر موټر د ۱۰۰ کليومتره ګرځولو لپاره ۲۵ لېټره تېل ورکول کېږي، چې ډېری منصب داران او موټر چلوونکي اضافي تېل په بازارنو کې خرڅوي. په نورستان او کونړ کې داسې بېلګې ليدل شوي، چې د پوليسو په رينجرونو کې قوماندانان د ودانيو تېږې انتقالوي.
د روان زيږديز کال په لومړيو کې د پوځي موټرو د بې ځايه تګ راتګ او په شخصي موخه د هغه په کارولو د افغان حکومت له لوري بنديز ولګول شو او پرېکړه وشوه، چې پوځي موټر دې په شخصي موخه نه کارول کېږي، خو تر مياشتو زيات وخت په تېرېدو لاهم امنيتي ځواکونو ته د ورکړل شويو موټرو څخه شخصي استفاده کېږي، ماشومان او مېرمنې پکې مېله ځايونو ته وړل کېږي او داسې بېلګې شته، چې قوماندانان د خپلو ودانيو جوړولو لپاره ډبرې، خښتې او لرګي پکې انتقالوي.
عام خلک وايي، په نورو ورځو سربېره په ښارونو کې د پنجشنبې او جمعو په ورځو کې په مېله ځايونو کې ګڼ پوځي موټر ليدل کېږي، چې د کورنيو چارو او دفاع وزارت چارواکو کورنۍ يې په شخصي ډول کاروي.
که څه هم حکومت خبرداری ورکړی، چې د شخصي استفادې په موخه د دولتي موټرو د استفادې پرمهال پلېټ نمبر ولیکئ او نږدې امنيتي پوستې ته خبر ورکړئ، خو خلک نیوکه کوي، چې له پوځي موټرونو شخصي او نا رسمي استفاده د لوړ پوړو چارواکو له خوا کېږي، چې عادي پوليس يې په مخنيوي کې عاجز دي. تر ډېره په دغو کسانو نيوکې دي، چې پوځي موټر چلوونکي ترافیکي اصول هم تر پښو لاندې کوي اوحتی د ترافيکي بې نظمۍ لوی عامل دي.
يوه افغان خبريال چې د بهرنيانو له لوري افغان امنيتي ځواکونو ته د ورکړل شويو پوځي نقليه وسايطو په هکله تحقيق کوي وايي، يوازې دفاع وزارت تر ۸۰ زرو پلېټونه وېشلي دي، چې يوه لوی شمېر په شخصي موخه کارېږي.
دی د ستونزې یو بل اړخ ته اشاره کوي، چې د اردو یو منصبدار ته د رينجر موټر د ۱۰۰ کليومتره ګرځولو لپاره ۲۵ لېټره تېل ورکول کېږي، چې ان ډېری کسان بيا دغه تېل په بازار کې خرڅوي.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي افغان حکومت د خپلو پرېکړو د تعقيب په برخه کې په بېغورۍ تورنوي. دوی وايي، د پوځي موټرو نه اوس هم په پراخه کچه شخصي استفاده کېږي اوله کبله يې افغان امنيتي ځواک یو زيات شمېر موټرونه له وخت مخکې ويجاړ شول. دوی دا پوځ او پوليسي شېرازې ته ستره ضربه ګڼي.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي عبدالرحيم ايوبي محور ته وویل: پوځي موټر تر اوسه په شخصي موخو کارول کېږي، سګ جنګۍ لوبو ته سپي پکې انتقالېږي، د بار وړونکو موټرو په توګه ترې کار اخستل کېږي:((ټول ليلام شوي، همدا اوس د ملي پوځ دوه موټر د ولسي جرګې له مشر ابراهيمي سره دي، چې يوازې رنګونه يې ور بدل شوي دي. تېره اونۍ چې د ولسي جرګې په غړي محمد محقق چاودنه وشوه، له هغه سره امنيتي رينجر وو، چې ويجاړ شو، سيمه ييزو قوماندانانو ته امنيتي موټر د هغوی د شخصي استفادو لپاره ورکړل شوي دي. ډېری وخت داسې شوي، چې همدا امنيتي موټر د نشه يي توکو د قاچاق په مسئله کې ګير شوي دي. يو رينجر موټر افغان حکومت ته په ۵۰ زره ډالر حساب شوی دی.))
بل خوا د دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري محور ورځپاڼې ته وويل، د ياد وزارت هېڅ منسوب نشي کولای، چې د اردو موټر دې د شخصي چارو لپاره وکاروي. دی وايي، د همدې چارې د کنترول په موخه ځانګړي پوليس ګرځي او د پوځي موټرو د حرکت مسير ګوري، که موټر په بل مسير کې وليدل شي، نو ډريور زنداني کېږي او موټر يې دفاع وزارت قيدوي:((يوازې په تېره مياشت کې تر ۷۰ ډېر د ملي پوځ داسې موټر نيول شوي او بېرته ندي خوشي شوي، چې شخصي استفاده ترې کېده او يا يې هم سرغړونې کړې وې.))
خو د دفاع وزارت مسوولين وايي، هر منصبدار ته د هغه د ګرځېدو او کار په تناسب تېل ورکول کېږي او خپله سهميه لري، چې په ورځ کې له پنځو لېترو نيولې تر ۲۰ لېترو پورې ده، خو که څوک تر دې زيات لګښت وکړي، خپله به يې پوره کوي، د وزارت له لوري نه ورکول کېږي.
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي، د پوځي موټرو د مخنیوي په موخه يې د څار يوه قطعه فعاله کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنيتي موټر څاري او کنترولوي.
د ياد وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش محور ورځپاڼې ته وويل، د روان کال له پيله تر اوسه کابو ۱۰۰ امنيتي موټر چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړوند دي، په دې خاطر نيول شوي او قيد شوي، چې شخصي او نا رسمي استفاده ترې کېده.
دوه ځلي مي خپله ليدلي دي: لومړى دوه رينجرونه چي په واده کي يې سپرلۍ انتقالولې او ډولونه پکي ږغېدل، دوهم يو رينجر چي د غواوو لپاره په خصيل باندي په پېخر سره بار شوى وو، او ټول سړک يې بند کړى وو!