محور ورځپاڼه

له دريو اونيو راپدېخوا په هرات کې چارواکو، دوکاندارانو او صرافانو ته امر کړی، چې په تومان معامله نه کوي او هېڅوک نشي کولای په تور بازار کې د ايران هغه ويزه واخلي، چې تر ۷۰ زره افغانيو پورې د کمېشنکارانو له لوري پلورل کېږي.

لس ورځې وړاندې ۱۲۵ ټنه چاودېدونکي توکي، چې له ايران څخه ګُلران ولسوالۍ ته رالېږدول شوي وو امنيتي کسانو نيولي، خو موضوع له رسنيو پټه ساتل شوې ده.

له امريکا سره د امنيتي تړون خبرو پر حساس پړاو پيلېدو سره، چې ولسمشر کرزي دوه مشر مرکچيان ور معرفي کړي، ايران او نور ګاونډيان سخت قهرولي دي او په دې اساس يې د کډوالو لپاره د وږي مياشتې تر ۱۵مې د وتو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

په سياسي ډګر کې امريکا ته د افغانستان يوګام ورنېږدې کېدو ايران سخت غوسه کړی دی. يوه افغان کډوال اکبر شهريار محورته وويل، ايراني پوليس ورته پېغور ورکوي، چې افغانستان تړونونه له امريکا سره کوي، خو خيرات خور ولس يې د پناه او استوګنې لپاره ايران ته راتښتي.

په افغانستان کې د وروستي سیاسي نظر تغیر او له امريکا سره د تړون پر سر د خبرو بل پړاو پيلېدو ايران قهرولی، په همدې دلیل یې هلته مېشتو افغان کډوالو ته د وږي تر ۱۵ د وتو وروستۍ نېټه ټاکلې.

له دريو اونيو راپدېخوا د هرات ځايي چارواکو په دغه ولايت کې په تومان کارونه او په تور بازار کې په ايراني ويزو بنديز لګولی، کاروباريانو ته يې امر کړی، چې نور به په تومان معامله نه کوي او هېڅوک نشي کولای په تور بازار کې د ايران هغه ويزه واخلي، چې له ۵۰ زرو تر ۷۰زرو افغانيو پورې د کمېشنکارانو له لوري پلورل کېږي.

په ولسي جرګه کې د کډوالو د کمېسيون مشر نذير احمدزي محور ته وويل، يوازې په هرات کې د تومان او ويزې مسئله نده، ددې ترڅنګ د کجکي بند جوړېدو هم ايران پارولی او زور یې له افغان کډوالو وباسي.

دا مهال په ايران کې يو ميليون او ۶۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي، چې تر ۶۰۰ زرو پورې يې قانوني اسناد نه لري او یا یې د اسنادو وخت پوره شوی.

شنونکي وايي، هر کله چې له امريکا سره د افغانستان خبرې پر يوه مثبت لوري روانې شوي، ايران هڅه کړې په يو ډول نه يو ډول مزاحمت وکړي. دوی وايي، د افغانستان خوږ ګوته په ګاونډيو هېوادونو کې دېره کډوال دي، چې هر وخت يې له امله تر فشارونو لاندې راځي.

د هرات والي فضل الله واحدي محور ته وويل، امنيتي مسوولينو ته مو دنده سپارلې، چې په دغه ولايت کې د ايران د ويزو تور بازار وتړي. دوی وايي، ايران له کلونو راهيسې خپلې ويزې ځينو مشخصو کسانو ته ورکوي او هغوی يې بيا په بازار کې يوه ويزه په ۵۰ او ۷۰ زره افغانۍ پلوري. د ده په وينا، که له معلومو کمېشنکارانو پرته هر څوک د ايران کنسلګرۍ ته مراجعه وکړي، نو ويزه نشي تر لاسه کولای.

په همدې حال کې د هرات یوې امنیتي سرچینې محور ته وويل، ۱۲۵ ټنه چاودېدونکي توکي، چې لس ورځې وړاندې  له ايران څخه دغه ولايت ته را لېږدول شوي وو او په پام کې وه، چې د افغانستان شمالي ولايتونو ته ولېږدول شي، په ګلران ولسوالۍ کې د امنيتي کسانو له لوري نيول شوي، خو موضوع د حساسیتونو له امله پټه ساتل شوې.

دغه سرچينه وایي، له ډېر وخت را پدېخوا ددې ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د ايران له لوري ګومارل شوې کړۍ د امنيت د خرابولو په هڅه کې دي. سرچينه زياتوي، د داوود شاه صبا په وخت کې هم څو ځله ايراني ساخت وسلې او مهمات نيول شوي، چې په وروستيو کې ۲۰ ايران ساخت ماينونه په غوريان ولسوالۍ کې ونيول شول :((ملا مصطفی، سيد ولي، د عبدالله اکبري زوی، چې تېره اونۍ ووژل شو، مولوي عزيز او له امنیتي مسوولینو پټ ملا باچا هغه کسان دي، چې په هرات کې د ایران له لوري د طالب په نوم ګومارل شوي او ایران ته کار کوي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *