د پنټګان یو ګزارش په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې لګښت تر ۷۱۰ میلیارد ډالرو اوښتی دی. د دغو پیسو ډېره اندازه یې د هغو جنګسالارانو لاس ته لوېدلې چې لومړی یې د طالبانو پرضد جګړه په اجاره واخیسته او بیا یې شخصي کمپنۍ جوړې کړې، امنيتي تامینات او افغان حکومت داري یې ټېکه کړه.
د راپور خپرونک�� رسنۍ بلومبرګ ليکلي، هغه بدنامي چې افغان دولت یې د فاسد دولت په توګه په غاړه ګرځوي، د هغو جنګسالارانو له لاسه ده، چې د امریکا تر ټولو نېږدې متحدين پاتې شوي او تر کمانډويي رول وروسته یې ملکي حکومت یرغمل کړی دی.
په افغانستان کې ۱۲ کلن جنګ د ګوتو په شمېر امریکايي سناتورانو او افغان جنګسالارانو شریکه پروژه وه، چې هم یې د امریکا اهدافو او هم افغان دولت اعتماد ته بې کچې زیان واړاوه.
د راپور چمتو کوونکې اداره په ډاګه کوي چې؛ په افغان جنګسالارانو د امریکا بې کچې اعتماد ددې سبب شو چې جنګسالاران په جرمي شبکه بدل شي، حکومت او افغان سوداګرۍ ته لار ومومي او ولسمشر کرزی اړ شي، چې پر دوی تکیه وکړي.
نه یوازې افغان جنګسالاران د خصوصي امنيتي کمپنیو په چوکاټونو کې د امریکا لپاره محترم و، بلکې په ملکي چارو کې هم ورباندې بې کچې اعتماد شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت وايي، امریکا نه یوازې د قراردادونو په برخه کې سالم مدیریت، نظارت او حساب کتاب نه درلود، بلکې بې اندازې او غیر منظمو مرستو یې افغان جنګسالاران دومره وپړسول، چې امریکا یې په بېرته مخنیوي او کنترول کې پاتې راغله، د راپور د څېړونکو په باور امریکا له دې کبله چې په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو تامینات یې له اکمالاتي اړخه له خنډ سره مخ نشي، د جنګسالارانو په ناړامیو یې سترګې پټې کړې.
له افغان جنګسالارانو سره د امریکا دا رابطه په پنجشیر کې د شمالي ټلوالې څو مشرانو ته د ډالرو د ډکو بکسونو له ډالۍ کولو ر��پیل شوه، چې طالبان وځپي، خو دغې یارانې سوکه، سوکه د مرموزې سوداګرۍ رېښې جوړې کړې. افغان څارونکي وايي، له جنګسالارانو سره د امریکا د حکومت او سنا ډېر مهم غړي اړیکې لري او په لویو قراردادونو کې یې افغان جنګسالاران د وفادارو ملګرو په توګه ستايلي دي.
د بلومبرګ د راپور جزیات په ډاګه کوي، چې د دوه میلیارده امریکايي ډالرو یو قرارداد یوازې اتو افغان امنيتي کمپنیو ته ورکړل شو. کله چې په ۲۰۱۱ کې افغان ولسمشر د امنیتي کمپنیو په منحل کولو پسې مټې بډ وهلې وموندل شول، چې اکثره امنيتي کمپنۍ د پخوانیو جنګسالارانو او په تېره د نظار شورا د مهمو غړو وې، چې دا مهال د افغانستان په سیاسي صحنه کې د شتمنو او مخکښو سیاستوالو په توګه ونډه لري.
له افغان تحقيقي مراکزو سره داسې اسناد او شواهد پراته دي، چې زباتوي ډیری امريکايي سناتوران او د حکومت مهم غړي حتی تر وروستیو انتخاباتو پورې د افغان جنګسالارانو د سیاسي ونډې او موقفونو لپاره لابي کوي. په دغو اسنادو کې داسې کره یې هم شته چې په واک کې د ځينو قوماندانانو د شراکت لپاره ولسمشر کرزی په وار وار د امریکايي چارواکو له خوا تهدید شوی دی.
افغان شنونکي وايي، د امریکا له ملاتړه برخمن جهادي مشران د حکومت په اتیا سلنه دولتي واک ولکه لري او له دې کبله چې مالي خزانې یې قانوني مشکلات لري، نو هڅه کوي په دولت کې د فساد پرضد د مبارزو هلې ځلې شنډې کړي.
که څه هم د پنټګان دغه رپوټ له یو ډېر مهم راز څخه پرده پورته کوي، خو په داسې شرايطو کې چې افغانستان د سیاسي واک د نرم لېږد له حساسو شېبو تېريږي، ددې راپور خپریدلو ګڼ سوالونه راپیدا کړي دي.
آیا د امریکا ملکي حکومت او نظامي اداره د افغان سیاسي بهیر په ملاتړ کې مختلف دريځونه لري او یو بل نفیې کوي اوکه امکان دی په دې توګه له واکه تلونکي ولسمشر کرزي ته چې لا هم په سیاسي صحنه کې د محوریت رول ته ځان جوړوي د مشروعیت یوه هڅه وګڼل شي؟