محور ورځپاڼه

ولسمشر کرزی وايي، امريکا ورسره منلې چې د افغانانو کورونو ته به په عملیاتو پسې نه ځي او دوی د یادې ژمنې د عملي نتایجو په تمه دي. دا هوکړه امریکا او افغان دولت د امنيتي تړون لاسلیک ته ‌یو ګام سره نږدې کوي.

د دوه اړخيزه امنيتي تړون د دويم شرط په هکله چې د سولې عملي پيل ګڼل شوی دی، خبرې اترې دوام لري ‌او افغان لوری وايي، له دوی سر غير مستقيم تماسونه هم نیول شوي دي.

د رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې ولسمشر کرزي‌ له افغانانو غوښتي چې له امنیتي تړون سره د ملي منافعو د رعایت پر بنسټ چلند وکړي. ولسمشر کرزي ټینګار کړی، چې امريکا مقطعي سیاست نلري، په سیمه کې د خپل حضور لپاره یې اوږدمهالی شتون طرحه کړی او باور دادی، چې افغانستان سره به تړون لاسلیکوي.

په هغه غونډه کې چې تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر کرزي له افغان مطبوعاتو وغوښتل چې د ملي سیاست او ګټو په خاطر مسوولانه دريځ ولري.

اوس له امريکا سره د تړون تمرکز د سولې پروسې په عملي پیل راټولېږي؛ ولسمشر کرزی وايي، د اردو او پوليسو تر تجهیزاتو او معاشاتو دا ورته د ارزښت وړ ده، چې امنيتي تړون د هېواد عمومي ثبات تضمین کړي.

د سولې په تړاو بحثونه او ناندرۍ په یو نوي پړاو کې لیدل کېدای شي، د امريکا پر وړاندې لویه ننګونه داده، چې د طالبانو برخلیک معلوم کړي او یا د ترهګرۍ تعريف وړاندې کړي.

ولسمشر کرزی وايي، له امريکايي ‌لوري‌ یې د طالبانو د تعریف وضاحت غوښتی دی :((دا باید تفکيک کړي، چې طالبان بیرونی مشکل دی که کورنی؟ که طالبان داخلي‌ مشکل وي، نو د خلکو کورونو ته ورپسې د تګ او عملياتو اجازه نلري او که بیرونی مشکل وي، چې البته موږ او امريکا دواړه یې په دويم ډول قناعت لرو، نو ځالې یې دې ونړول شي چې له افغانستان څخه بهر دي.))

امريکايي لوري په بېلابېلو ناستو کې افغان دولت ته په ډاګه کړې، چې له ۲۰۱۵ وروسته به یې طالبان دښمنان نه وي او ښايي له هغوی سره د جګړې ضرورت وجود ونلري. په داسې حالاتو کې په ۲۰۱۴ کې  افغان دولت او طالبان په صحنه کې سره مخامخ دي، چې یا باید وجنګېږي او یا سوله وکړي. د افغان څارونکو په وینا هغه سوله چې افغان لور ته مطلوبه ده، د امريکایانو په واک کې ده او د سیاسي انتقال له پيل مخکې باید د سولې عملي پروسه پیل شي.

ولسمشر کرزی ټینګار کوي، چې امريکایان به دده په شرايطو قناعت کوي، دده باور دادی چې هغوی خپلو سیمه ییزو ګټو ته ورنږدې شوي دي.

سملاسي د سولې پروسې د تعميل په تقاضا نیوکې دي، چې اجرايوي ضمانت نشي لرلای او په لږ وخت کې عملي سوله ممکن نده، خو ولسمشر کرزی ټینګار کوي، چې د سولې پروسې تکميل نه، بلکې د عملي پيل غوښتنه یې کړې ده.

تر سولې پروسې ورهاخوا د خلکو په کورونو د چاپو او شپنیو عملياتو موضوع د دوه اړخيزه تړون په لاسلیک کې لویه ستونزه ګڼل کېده، خو اوس ولسمشر وايي؛ دا خبره یې سیال لوري ورسره منلې او دوی یې د عملي نتایجو په تمه دي.

له امریکا سره ددې تړون په هکله ګاونډيو او د سيمې ډېری هېوادونو افغانستان ته د تړون د لاسلیک مشوره ورکړې او چين په تازه کې د تړون لاسلیک د افغانستان لپاره لازمي ګڼلی دی. د یوازیني مخالف ایران اندېښنې هم له جدیت څخه وتلي او اوس یې دريځ نرم شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *