د افغان ـ امریکا امنیتي تړون په اړه وروستۍ پوښتنې دادي چې که امریکا له افغانستان سره پارټنر شپ جوړول غواړي، نو د افغان لوري د شرایطو له منلو پرته بله لار نشته او که د افغانستان جغرافیه کرایه کوي، نو په اوسني ډول امنیتي تړون د افغانانو په ګټه ندی.
په عراق کې د صفر تر انتخاب وروسته فلوجه ښار د دولت ضد ملېشو لاس ته ولوېد، بهرنیانو په هلمند کې د ورته تجربې د تکرار امکان ښودلی. یوه سرچینه وایي، په تاکتیکي ډول د میاشتو لپاره کېدای شي هلمند د وسله والو لاس ته ولوېږي.
په امنیتي تړون دوه اړخیزې خبرې دوام لري خو ځینې څارونکي وایي، دواړو لوریو د تړون له محتوا ډېر لرې په نورو اړخونو عامه ذهنونه مصروف ساتلي دي، لازمه ده چې کیفیت تشریح شي.
د ولسي جرګې یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط محور ته وویل، چې د امنیتي تړون پرسر د افغان لوري دریځ که په همدې ډول یو څه نور هم دوام ومومي، نو په تاکتیکي ډول امکان شته د میاشتو لپاره هلمند د وسله والو لاس ته ولوېږي او دا به په افغانستان کې د صفر تر کچې د عسکرو کمولو یوه کوچنۍ بېلګه وي.
یوه اونۍ وړاندې د عراق فلوجې ښار وروسته له هغې د عراقي دولت ضد ملېشو لاس ته ولوېد، چې پدې ښار کې د بهرنیو سرتېرو شمېر صفر ته کم کړای شو.
د تېرې سې شنبې په ورځ د بریتانیا د پوځ دوو مهمو چارواکو هلمند ته یو ځل بیا د طالبانو د را ګرځېدو ګواښ وکړ او دا یې په افغانستان کې د صفر کچې ته د عسکرو کمولو هغه کوچنۍ بېلګه وبلله چې که امنیتي تړون ورسره لاس لیک نشي، نو افغان لوری به یې تریخ خوند وڅکي.
سیاسي شنونکي وایي، که چېرې امریکا له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي دوه اړخیزه امنیتي تړون په اساس پارټنرشپ یا ملګرتیا جوړول غواړي، نو د افغان لوري د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري، هغسې چې د امنیتي تړون په اساس امریکا د کوریا، جرمني او جاپان غوښتنو ته ژمنه ده.
که په افغانستان کې د امریکا هدف یوازې نظامي هډې وي، نو دا د افغان جغرافیې کرایه کولو په معنی ده، چې هغه وخت به د امریکا د بهرني او داخلي سیاست پولې افغان حکومت ټاکي او پدې شرایطو د تړون د لاسلیک امکان نه لیدل کېږي.
د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وایي، په اوسنیو شرایطو د افغان حکومت ټینګار ځکه پر ځای خبره ده، چې پدې تړون سره افغانستان مستقیماً د ځینو هېوادونو له رقابت سره مخ کېږي، چې د ملګرۍ په اساس یې مقابله د افغان ـ امریکا په ګډ ماموریت بدلېږي: ((د صفر انتخاب موضوع د فشار یوه بېلګه ده، چې کله هم حقیقت نشي موندای، ځکه نړیوال د شیکاګو او توکیو پرېکړو ته ژمن دي او که دوی دغه ژمنې ماتې کړي، نو د تړون په ماهیت سر له اوسه د افغانانو اعتبار ته صدمه رسوي او دغسې یو تړون کله هم د افغانستان په ګټه ندی.))
داسې راپورونه هم شته چې په یو شمېر امنیتي ادارو کې د امریکا په خوښه د دوه اړخیزه امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک ته د حامیانو د زیاتېدا هڅې روانې دي.
د امنیتي تړون په اساس له سولې سره د همکارۍ یوازیني شرط له منلو پرته ګڼ نور مسایل هم شته چې ددې تړون په اساس دوه اړخیز حقوق تامینوي او افغان حکومت باید ورته ډېره متوجه واوسي.