له ټاکنو یوه اونۍ وروسته د نتیجې په اړه ګونګ حالت او د کاندیدانو او بانفوذه کړیو خورې ورې پټې غونډې د مصلحتي مشارکت لپاره لاره هواره کړې ده.

د ټاکنو په احتمالي مخکښ اشرف غني احمدزي فشارونه دي، چې مصلحتي حکومت ته غاړه کېږدي او که داسې نشي، دویم ځل ټاکنو کې به له خطرناک سیال سره مخ کېږي او هم مهاله به له بل جنګسالار سره هم د بري لپاره ایتلاف کوي.

یوه دولتي سرچينه وايي، د سیمې هېوادونو سیاسي استازي او لودیځ سفارتونه هڅې کوي، چې ایتلافي حکومت تشکیل شي او په صحنه کې ولاړو ټولو کاندیدانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او د اوسني حکومت مهمو څېرو ته پکې ونډه وي.

په انتخاباتو کې د بې ساري ولسي مشارکت له ستاینې سره سره ځینې بهرنۍ او داخلي کړۍ هڅه کوي، چې د اوسني حکومت په څېر یو مصلحتي جوړښت دوام وکړي او یوازې کرزی خپل ځای یو بل سړي ته پرېږدي. په کاندیدانو کې ددې طرحې ملاتړ غښتلی دی، خو یوازینی کاندید چې ځان احتمالي ګټونکی ګڼي، له دې پریکړې سره په شواخون دی. اشرف غني احمدزی ته چې ډېرې رایې یې له محرومو او بدلون پلوو سیمو دي، ګرانه ده،  دداسې یو حکومت مشري وکړي، چې خپلې طرحې- شعارونه په عملي توګه له ایتلافي کرکټرونه سره چې به دده د نوي ټيم غړي وي، پخلا کړای شي.

د احتمالي ګټونکي کاندید په اړه دوه ستونزمن غواروي په مخ کې پراته دي، یا به ایتلافي حکومت ته غاړه ږدي او یا به د پخوانیو جنګسالارانو، بسټپالو او د اوسني حکومت د مهمو څېرو له ایتلاف سره د دویم دور سختو انتخاباتو ته راوځي. ځینې شنونکي وايي، که دویم غوراوی هم وي او د ټاکنو بل پړاو ته غاړه ږدي، غني اړ دی، چې د نورو جنګسالارونو په تعامل دویم ځل انتخاباتو کې خپل بری یقیني کړي. ددوی په خبره په دواړو حالتونو کې نوموړی د جنګسالارانو د دوو بدو انتخابونو په منځ کې دریمه لاره نلري.

په دویم دور ټاکنو کې لوبېدونکی  عبدالله عبدالله دی، چې ده ته نږدې سرچينې وايي، سره له دې چې نوموړی دویم ځل ټاکنو ته لیواله ندی، خو له وړاندې یې له زلمی رسول سره خبرې شوې او هم د بلخ والي عطامحمد نور له سیاف سره د انتخاباتي ټلوالې د جوړیدو په مذاکراتو بوخت دی.

شنونکي وايي، عبدالله به پرته له شکه په دویم رونډ کې غښتلی وي او احتمالي دلایل یې په حکومتي څوکیو د رایو له بانکدارانو سره په سخامندۍ د جوړجاړیو ترسره کول په ګوته کېږي.

په ټاکنو یوه اونۍ اوړي، خو هره لحظه په نتایجو کې دغیر عادي بدلونونو امکان شته. د شکایتونو د کمیسیون یوه سرچینه وايي، داسې درغلۍ ډېرې دي، چې د ګټلو په نیت نه بلکې بحران ته د ټاکنو د پایلو دبېولو په نیت ترسره شوې دي. پخپله په ټاکنو او شکایتونو کمیسیون لپاره ګرانه ده، چې د ګټونکي کاندید په اړه خوشبینه و اوسي.

له یوې اونۍ راهیسې په بهرنیو سفارتونو او ديپلوماتیکو کړیو کې له کاندیدانو او د ټاکنو له څارونکو بنسټونو سره ناستې خورا دوستانه دي، خو پاکستان، هندوستان، ایران، روسیه او حتی برتانیه غواړي، چې د ټاکنو بایلونکي د نوي حکومت له چوکاټ څخه د باندې پاتې نشي. دا دريځ په سختو امنیتي شرايطو کې د کارېدلې ولسي رایې د بې احترامۍ خطرناک زیګنال دی.

افغان څارونکی ثنالله تسل وايي، هغه یوازينی لوری چې ټاکنو ته مثبت جهت ورکولای شي، افغان حکومت دی، چې تردې دمه د یو ناکام شوي کاندید په ملاتړ تورن دی، خو د بحران د مهارکولو لپاره یې رول مهم دی. (( د حکومت کوټلی او ملي دريځ په دواړو حالتونو کې له وضعیت سره مرسته کوي. که د ټاکنو پایلې په اول دور کې مثبتې وي، د ګټونکي کاندید په ملاتړ سره ټاکنو نتیجه مشروعیت مومي او که احتمالاً دویم رونډ ته ځي، نو حکومت ته پکار ده، چې دویم ځلي پایله په سم ډول مدیریت کړي او د نوي حکومت مشروعیت ته د رسېدونکي زیان مخه ونیسي.))

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: د انتخاباتو پایله د ایتلافي جوړښت پرخوا روانه ده”
  1. ثناءلله تسل! کور دي خدای په ښادي کړه، د لویه سره دا بحران حکومت جوړ کړی دی، ته د حکومت څخه د بحران د منځه وړلو هیله لرې، ته څنګه کارپوه یې چي یو ورځپاڼه والا خبري درسره کوي او ته دونه کمزوری تحلیل لرې!
    یو بله لار باید وسنجول سي چي د حکومت جوړه کړې مرداري له منځه یوسي!

  2. دجنګسالار او اولس جنګ دی …. دپاټکیانو او ملت کشمکش دی دایران په کڅوړو راټوکیدلی اداره او دحمیدګل په مشوره ټاکل سوي پاټکیان اوس هم دملت پر ښارګ چاړه ایښې او یوار بیا به دغه بې ضمیره او اولس دښمنه څیری افغان اولس ددوږخ کندي ته غورځوي.ي

  3. په افغانستان غوندی یوه هیواد کی چی کمزوری او سر-تر نوکه په فساد ککړ دولت یې د تروریزم او بهرنیو استخباراتی کړیو سره په یوه ننګونکې او سخته جګړه بوخت دی، هیڅ ګټونکی نوماند نه سی کولای چی ددولت له ملاتړه بغیر واک ته ورسیږی. نه اشرف غنی کولای سی چی په دوستم او یو څو تنو لوستو کسانو دا هیواد اداره کړی او نه عبدالله عبدالله کولای سی چی د شمال په بدنامه ټلواله دولت وچلوي. اوسنی جنګسالاران، اوسنۍ کابینه او اوسني سیاسی لوبغاړي بدیل نه لري او راتلونکی ولسمشر (چی هر څوک وی) اړ دی چی په دولت کی ځاي ورکړي. که داسی نه وای ښاغلی اشرف غنی به دوستم د لومړي معاون په توګه نه راپېژندلای.
    لنډه دا چی ایتلافی حکومت به جوړیږی خو مهمه دا ده چی څوک به په کي ډېره ونډه ولري او د کوم قوم ګټی به خوندي او د کوم یوه حقوق به تر پښو لاندي کیږي. البته که آی ایس آی یه پر کراره پریږدي.

  4. ډیرو محترمو ورونو او خویندو مننه له دی چی په ډیرو سختو شرایطو کښی مو په انتخاباتو کی ګډون وکړ د ستاسی هره رایه د قدر وړ دی خو محترم احمدزی صاحب ته پکار دی چی له دغو وطن فروشانو او جنګسالارانو سره ایتلافی حکومت جوړ نکړی هغه داچی ټول با غویوره قوم د وطن معامله ګرونه په تنګ راغلی دی پریګده چی انتخابات دوهم پړاو ته لاړشی هم معامله مکوه کچیری په دوهم پړاو کی زلمی رسول او استاد سیاف هم له عبداالله سره یو خای شی زه مطمن یم چی د زلمی رسول او استاد سیاف اکثره رایه به هم د ستا به ګته تمامیږ ملت انتظار باسی د ستا غونته یو قوی ریس جمهور ته

  5. مونږ ډاکټر سیب اشرف غني ته د هیواد دسوکالۍ او ابادۍ په خاطر رایه وکړی نه دده قدرت ته د رسیدو په خاطر. مونږ بایلات او نه ګټلو ته په یو شریک او لانجمن حکومت باندی ترجیح ورکوو. هیله ده د ډاکټر سیب اشرف غني ټیم به هم دا ستونزه درک کړی او د فدرت په خاطر به د مکارو، جاه طلبو، غلو او د ملت وینه څښونکو سره شریک حکومت جوړ نکړی. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *