په ډېری ولایتونو کې محلي زورواکو د ولسمشرۍ له نوماندانو سره په دندو، څوکیو او نورو امتيازاتو له دې امله جوړ جاړی کړی، چې هغوی بايد د خلکو په راټولولو کاندیدانو ته په غټو غونډو کې خپل کړی تعهد عملا ثابت کړي.

ځايي خبریالان وايي، ولایتي کمپاينران د خپلو کاندیدانو لپاره له چوکونو مزدوران او یا د کوڅو وزګار خلک راټولوي، د موټر کرایه، ډودۍ او حتی ډېر وخت له دوه سوه تر پېنځه سوه افغانۍ ورکوي او يا ژمنې ورسره کوي.

په ولایتونو کې دې وضعیت منفي اغېزې کړې، په خوست، پکتيا او هرات کې خو بيا له دې کبله د غونډو د برخوالو ترمنځ فزیکي شخړې هم شوې دي، چې دروغ ورته ویل شوي وو.

داسې کمپاينران شته، چې په يوه وخت کې د دوو يا دريو کانديدانو لپاره کار کوي، دوی يوه ډله خلک په دوو نوماندانو پلوري او د هغوی په غونډو کې يې کېنوي.

په ډېری ولایتونو کې ځايي زورواکو د ولسمشرۍ څوکۍ له نوماندانو سره په دندو، څوکیو او نورو تعاملاتو له دې کبله جوړجاړی کړی، چې باید هغه زورواکي د خلکو په راټولولو سره کاندیدانو ته په غټو غونډو کې خپلې کړې ژمنې عملا ثابتې کړي.

له کابل، بلخ، هرات، پکتيا، خوست، ننګرهار او کندهار تر لاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې د نوماندانو يو شمېر شتمن ولايتي کمپاينران د کانديدانو د غونډو لپاره ګډونوال له چوکونو او يا د کوڅو وزګار خلک د پيسو او يا نورو مرستو په پلمه بيولي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کُرخي وايي، په ياد ولايت کې ټول دولتي چارواکي د نوماندانو په کمپايني غونډو کې بوخت دي او ان په دې ورځو کې خو په دولتي ادارو کې کارونه په ټپه درېدلي دي او په چوکونو مزدورکاران نه پيدا کېږي: ((داسې کمپاينران شته، چې يوه ډله خلک يې په دوو او دريو کانديدانو پلورلي دي. دوی دغه کسان د دوو او دريو کانديدانو په غونډو کې کېنولي او د هغوی پر سر يې معاملې کړې دي.))

اغلې کُرخي زياتوي، په هرات ولايت کې کمپاينرانو له چوکونو او سړکونو مزدوران ټول کړي او د کانديدانو په غونډو کې يې کېنولي، دوی ته يې د ۵۰۰ افغانيو وعدې ورکړې، خو هغه هم نه دي ورکړل شوې.

د ولسي جرګې غړي وايي، دا ټولې معاملې ددې لپاره تر سره کېږي، چې په راتلونکي کې يو بل مافيايي حکومت رامنځته شي. دوی زياتوي، په ولايتونو کې هغه شتمن کمپاينران چې خلک د سياستوالو په پښو کې غورځوي، پر سر يې معاملې کوي، د شخصي ګټو لپاره لګيا دي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ډاکتر محب الرحمن څمکنی وايي، هغه کانديدان چې په خلکو او هغو سيمو کې نفوس نلري، دوی د خپلو کمپاينرانو په مټ خلک د پيسو په زور راټولوي او يا هم خلکو ته د دروغو وعدې ورکوي: ((تېره اونۍ چې څومره کسان په پکتيا کې يوه نوماند ته راټول شوي وو، سبا په پام کې ده، چې هغه ټول د بل کانديد غونډې ته هم وبلل شي.))

څارونکي او ځايي خبريالان وايي، په ولایتونو کې دې وضعیت منفي اغېز کړی، سيمه ييز زورواکي او معامله ګر، خلک د پيسو په مقابل کې راغواړي: ((په بلخ کې د یو کاندید پلویانو ته دوه، دوه سوه افغانۍ ورکړل شوې، په خوست، پکتيا او هرات کې بیا له دې کبله د غونډې برخوالو ترمنځ فزیکي شخړې وشوې، چې دروغ ورته ویل شوي وو.))

محور له ډېرو داسې کسانو سره خبرې کړې، چې د پیسو په بدل کې د کاندیدانو غونډو ته بلل شوي، خو بیا پیسې ندي ورکړل شوې او خبره تر لانجې پورې رسېدلې ده.

يو ځايي خبريال وايي، په کندهار کې په یوه غونډه کې د راټولو شوو درې زره کسانو له منځه تر زرو زیاتو یې د رایو کارتونه نه لرل او دا هغه کسان وو، چې د کمپاین لپاره محلي کمپاينرانو خپلو کاندیدانو ته پرې ځان ثابتوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *