د بشري حقونو کمېسیون رهبري او په مطلق ډول سیما سمر د انتقالي عدالت دوسیه تړلې، خو د نویو کمېشنرانو په معرفي کېدو هڅه کوي دا موضوع په دوی واړوي. له جنګي مجرمینو ملاتړ، د کمېسیون د کارکوونکو نه مصئونیت او د خلیلي په وحدت ګوند کې د سیما سمر غړیتوب ددې پروژې د تړل کېدو عمده دلایل ښودل کېږي.
د انتقالي عدالت په هغه څېړنیز راپور کې، چې لا یې رسنیو ته لاره نده کړې د جنګي مجرمینو په اړه شواهدو هغه کسان او ډلې وېرولي، چې په ټاکنو کې د دولتي واک د خپلولو هڅه کوي، دوی ددې راپور د خپراوي جدي مخالف دي.
له جنګسالارانو د امریکا ملاتړ او په ولسمشر کرزي د دوی نفوذ ددې سبب شوی، چې د ۲۰۱۰ کال په جنوري کې هم حکومت ددې راپور د خپرولو مانع شو.
د افغانستان جنګسالاران چې له انتقالي عدالت څخه نجات مومي هغه کرکټرونه دي، چې له ګڼو جنایاتو سره په سیاسي صحنه کې فعال لوبغاړي دي، اما د امریکا او ځینو ګاونډیو هېوادونو د ګټو تمثیل کوي. امریګا ګڼي، چې دغه افراد باید تر ډېره مهاله له تعقیب څخه خوندي وي او پدې توګه د مرکزي حکومت د وېرولو لپاره هم ورڅخه استفاده کوي.
دغه جنګسالاران ټول په کرزي راټول دي او د کرزي د قدرت دوام یې ګواښلی، پدې ډول دوی غواړي د ملي مصالحې تر عنوان لاندې نجات ومومي.
د بشري حقونو کمېسیون مشره سیما سمر د کریم خلیلي حزب وحدت جنګي ډلې ته منسوبه ده، هغه ډله چې د ۱۳۵۸ ـ ۱۳۸۱ لمریزو کلونو ترمنځ په کورنیو جګړو کې د بشري حقونو په نقض تورنه ده.
د بشري حقونو یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، سیما سمر په غونډو کې په ښکاره وایي، د انتقالي عدالت موضوع نوره زړه شوې.
په دریو دلایلو د انتقالي عدالت دوسیه تړل کېدای شي: لومړی، دا چې د کمېسیون رهبري د سیما سمر په لاس کې ده، هغه د خپلې جنګي ډلې په غوښتنه دا کار نه غواړي. دویم، امریکا او نړیواله ټولنه په نظام کې مرموزې لاس وهنې لري، د تفاهم په اساس جنګسالارانو ته برائت ورکړل شوی. درېیم، دا چې دغه جنګسالاران د اوسني نظام فعال غړي دي، نو پخپل نفوذ ددې راپور د خپرېدو مخه نیسي.
حقوقپوه اجمل هوډمن هم مني، چې د بشري حقونو کمېسیون رهبري او په حکومت کې د جنګسالارانو نفوذ د انتقالي عدالت دوسیې تړل کېدو لامل دی. خو وایي، دا هڅې یوازې ځنډ پېښولی شي :((د بشري حقونو کمېسیون ترکیب او د قانون خلاف د بشري حقونو کمېسیون د غړو د کار دوام هغه عوامل دي، چې انتقالي عدالت ځنډول شوی، خو دا یوازې خنډونه دي، ځکه اوس دا موضوع نړیواله شوې او په بشپړ ډول نشي تړل کېدای.))
بلخوا د بشري حقونو کمېسیون کمېشنر عبدالرحمن هوتک له محور سره په مرکه کې حکومت ګرم وباله، چې ددې راپور خپرولو مخالفت کوي :((د بشري حقونو کمېسیون خپل کار سرته رسولی، موږ ټول شواهد او اسناد حکومت ته سپارلي دي، خو دولت ندي غوښتي دغه راپور خپور شي او وایي اوس یې وخت ندی.))
د بشري حقونو کمېسیون له خوا د جنګي مجرمینو او جنایتونو په اړه په څېړنو لا شکونه پر خپل ځای پاتې دي، خو هغه مهال چې د ۲۰۱۰ کال په جنوري کې د انتقالي عدالت راپور خپرېده حکومت یې مخالف وکړ او دلیل یې هم په حکومت کې د جنګي ډلو نفوذ بلل شوی و.
د نړیوالو په ملاتړ د نوي حکومت له راتلو سره افغانان هیله من شول، چې جنګي مجرمین به محاکمه کېږي، خو اوس له جنګي ډلو سره د نړیوالو مرموزې اړیکي ددې باعث شوي، چې د افغانانو دا هیلې هم ورژېږي.
زه د ښاغلي اجمل هوډمن نظر سره موافق یم، بله دا چې سیما سمر خو هم کوم ښه بیکګراونډ نلري. خو د دغې جنګي مجرمینو زوکړه ده