افغان کروندګر شکايت کوي، چې د انګورو حاصلات يې وراسته شوي او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. د افغانستان د انګورو کلني حاصلات ٦١٠زره ټنه ښودل شوي، چې يوازې د کابل د قره باغ ولسوالۍ د انګورو کلنی حاصل یې۵۰ زره ټنه کېږي.

د غزني، کندهار، هرات، سرپُل او سمنګان ولایتونو انګور هر کال د سړو خونو د نشتوالي له امله ورستېږي او یا په نیمه بیه پلورل کېږي.

کرنې وزارت د ١٥ تجارتي سړو خونو د شتون پخلی کوي، خو د کابل د قره باغ ولسوالۍ ٥٠ زره ټنو انګورو ته هېڅ سړه خونه نشته.  سږ کال یو من انګور په بازار کې له ۶۰ تر ۱۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

د انګورو د ټول کال محصولاتو یوازې د کروندګرو د اوبو مصرف هم نه دی پوره کړی، چې د اقتصاد ډول دارو مدار یې همدغو ورځو شپو ته شېبې شمېري.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د ټول هېواد د انګورو توليد ٦١٠ زره ټنو ته رسېږي، خو يوولس کاله د مخه دغه حاصلات ٣٦٠ زره ټنه وو.

د طالبانو د جګړو پرمهال د شمالي ډنډ په ځانګړي ډول د کابل د قره باغ ولسوالۍ د انګورو ۹۰ سلنه باغونه وسوځول شول.

د قره باغ سيمه ييز چارواکي وايي، اوسمهال د خرابوشويو او سوځول شويو باغونو ۹۰ سلنه بېرته رغول شوي، خو د حاصلاتو لپاره یې مناسب بازار او د سړو خونو نشتوالي کروندګر تاواني کړي دي. د کابل د قره باغ ولسوال عبدالسميع شريفي محور ته وويل، قره باغ ولسوالي هر کال له ۴۰ تر ۵۰ زرو ټنو انګور توليدوي، چې د ساتنې لپاره هېڅ امکانات نه لري.

د نوموړي په وینا، ددې حاصلاتو د ساتنې لپاره روان کال د ۲۸۰ ټنو انګورو د ګنجایش په اندازه د یوې سړې خونې د جوړولو کار پیل شوی، خو د ۵۰ زرو ټنو انګورو د ساتنې لپاره کفایت نه کوي.

بله خوا د سرپل د کرنې رياست مسوولين وايي، په روان کال کې په ياد ولايت کې د ٢٢٠٠ باغونو د انګورو حاصلات ٢٠زره ټنه شوي او دغه حاصلات کال تر بلې د ودې په حال کې دي.

د معلوماتو په اساس، د افغانستان د انګورو ۵۰ سلنه يې تازه پلورل کېږي او پاتې نور په ممیزو یا کشمېشو اړول کيږي، خو مناسب بازار نه لري.

افغان بزګران وايي، د انګورو له کرلو پښیمانه شوي، نه تازه خرڅېږي او نه یې وچ بازار لري :((که سړې خونې او د کشمېشو د پروسس مرکزونه موجود واى دغه انګور به د خاورو په قیمت نه خرڅېدای،  اوس یې په نیمه بیه خرڅوو، زموږ د اوبو مصرف هم نه پوره کوي.))

د کرنې د برخې ماهرين وايي، کرنې وزارت ته پکار ده، چې په ټولو ولايتونو کې د ډېر ظرفيت سړې خونې فعالې کړي، د انګورو بهرني واردات بند کړي، کورني او بهرني نندارتونونه فعال کړي، د کشمېشو د توليد او پروسس کارخونې فعالې کړي او همدا ډول بزګران وروزل شي.

د کرنې وزارت وياند مجيد قرار محور ته وویل، په افغانستان کې درې ډوله سړې خونې جوړې شوې، چې يو ډول يې د کچالو او نورو تازه سبزیجاتو د ساتلو لپاره دي او د ټول هېواد په کچه يې شمېر ١٥٠٠ ته رسېږي، چې يوازې ١٠٠٠ هغه يې په باميانو کې دي :((دويم ډول ٦٢ کوپراتیفي سړې خونې دي، چې هر يوه يې ٥٠٠ ټنه ظرفيت لري او درېيم ډول يې، تجارتي سړې خونې دي، چې د ټول هېواد په کچه ١٥ جوړې شوې او په پام کې ده، په روان کال کې اته نورې هم جوړې شي. په پلان کې لرو په راتلونکو دريو کلونو کې تر ٥٥ پورې یې ورسوو، چې هره يوه به یې٥٠٠٠ ټنه ظرفيت ولري.))

انګور هم په تجارتي سړو خونو کې ساتل کېږي، چې ساتنه یې هم مسلکي کسانو ته اړتیا لري، خو په غیر مسلکي ډول یې ساتنه ددې باعث کېږي، چې د وخت په تېرېدو خوسا شي او یا مرضونه یې خراب کړي.

د انګورو حاصلات د هېواد په کچه مخ پرودې ارزول کېږي، خو د مناسب بازار، صادراتو او سړو خونو نشتون د کروندګرو هڅې په اوبو لاهو کړې دي.

One thought on “محور ورځپاڼه: د انګورو محصولاتو د خپلو اوبو مصرف ندی پوره کړی”
  1. موږ د افغانستان په هره برخه کې په پرمختګ خوشاله کيږو مګر په متناسب ډول. متاسفانه چي په زموږ په مملکت کې انکشافي کارونه اکثره په ناانډوله توګه ترسره کيږي. باميان چې په ټول هيواد کې سړه سيمه ده په ټول کال کې يواځي يوه مياشت هوا لږ څه پکي ګرميږي چې هغه هم د 25 درجي د سانتي ګراډ تر شاوخوا نه اضافه کيږي او دا ولايت په اصطلاح پخپله د سړي خوني حيثيت لري اما د غیرعادلانه قضاوت له وجي د پنځلس سوه(۱۵۰۰) سړو خونو څخه يوازي زر (۱۰۰۰)يې و همدي ولايت ته ورکول کيږي. موږ حيران دي ته يو چې د ويش دغه ماهرين مربوطه مسولينو د کوم ځای څخه راوستل. دي ته وايې د مور او ميري سلوک، خدای دي دوی ته انصاف ورکړي

    چې څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي —— خپل ټټو او د بل آس به برابر کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *