د ایتلافونو او سازشونو لپاره د نوماندانو علاقمندۍ له خلکو څخه د طرحو او تګلارو په معیار د خپل کاندید د انتخاب روحیه اخیستې ده.
له دې کبله چې جنګسالاران د افغانستان د مشروع حاکمیت یو معیار ګڼل شوی، ځکه نو د نوماندانو پلانونه هېڅ ډول مثبت تاثیر نشي اچولی.
عام خلک پوښتنه کوي چې نوماندان دې د یو بل د ننګولو لپاره اخلاقي حدود په پام کې ونیسي، دوی دقیقاً له دې ناحیې څخه وېره لري، چې کاندیدان به یو پر بل وبلوسي.
د تېرو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو له صلاحیته پورته او له قانون سره په ټکر کې شعارونو خلک په سږنیو ټاکنیزو کمپاینونو هم بې باوره کړي دي.
په قومي بنسټ د متضادو مفکورو لرونکیو کسانو ایتلافونو او سازشونو د خلکو هغه تمې بې ځوابه کړې، چې له کاندیدانو یې د هغوی د برنامو او تګلارو په اړه درلودې.
په ټاکنیزو کمپاینونو کې مطرح کېدونکو برنامو ته د کاندیدانو تعهد ته سر له اوسه د شک په سترګه کتل کېږي، هغه ډله کاندیدان چې تګلاره او برنامې لري د عملي کېدو تمه یې نشته.
د بریاليتوب لپاره رایو ته ضرورت دی او د رایو بانکونه له جنګسالارانو سره دي، چې د معاملو په اساس په واک کې ګډېږي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف وایي، په اوسنیو شرایطو کې سیاسي معاملات ډېر د راتلونکو ټاکنو برخلیک ټاکي او په قومي بنسټ رامنځته شوي ایتلافونه د خلکو د رایو اغېز کمرنګه کوي: ((ټاکنیز کمپاینونه د ولسي روحیې د خپلولو لپاره دي، خو د تېرو تجربو په اساس د خلکو رایه هغسې چې په کار ده، ټاکوونکی برخلیک نه لري.))
ښاغلی هاتف زیاتوي؛ د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل د ولسمشرۍ نوماندان د اوسنۍ سیاسي وضعې له امله له یو شان حالت سره مخ دي، خو نوموړی په قومي بنسټ رامنځته شوي ایتلافونه د نوماندانو ترمنځ د اخلاقي حدودو رعایت لپاره مثبت بولي، چې د کاندیدانو د برنامو په عملي کولو کې مرسته کوي.
د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستانی وایي؛ داچې د افغان سیاست بنسټ په احساساتو ولاړ دی، نو ځکه په ټاکنو کې د خلکو له احساساتو منفي استفاده کېدای شي: ((موږ په پوره ډول له بحرانه نه یو وتلي، نو ځکه لا هم د جنګسالارۍ معیار ندی محوه شوی. د مشروع حاکمیت رامنځته کولو لپاره د ولسي شعور کچه هم برخلیک ټاکوونکې ده، چې د ولس اکثریت بېسواده د منفي احساساتو غلبې ته زمینه برابروي.))
په هرات کې د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د ملاتړو ترمنځ د یوې میاشتې وړاندې پېښه له دې ناحیې په روانو ټاکنیزو کمپاینونو کې د ولس وېره زیاتوي، چې د دوو کاندیدانو ملاتړو یو بل سره وډبول.
د کمپاینونو په شور ماشور کې ورته پېښې د کاندیدانو ترمنځ د اخلاقي حدودو د رعایت په اړه له همدې اوسه اندېښمنونکې دي.