د بدخشان اوسېدونکي وايي، د نهو سرحدي ولسواليو ناروغان د روغتيايي خدماتو د نشتوالي او لارو بندوالي له امله د درملنې لپاره تاجکستان ته اوړي.

واخان، شغنان، اشکاشم، مای می، نوسی، شکی، کوساد، خاهان او ياوان هغه ولسوالۍ دي، چې د کال په اوږدو کې يې د شپږو مياشتو لپاره د سختو واورو او بارانونو له امله له مرکز فيض آباد سره مواصلاتي لارې تړلې وي.

معلومات په ډاګه کوي، په دغو ولسواليو کې هر کال د شپږو مياشتو لپاره چې کله لارې تړلې وي، د خوراکي توکو بيې د مرکز په پرتله ۵۰ سلنه لوړېږي.

بدخشان هغه ولایت دی، چې د کال په اوږدو کې يې د شپږو مياشتو لپاره د نهوو ولسواليو مواصلاتي لارې له مرکز فيض اباد سره پرېکېږي او بيا څوک نشي کولای، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د بدخشان مرکز ته ورسوي.

د بدخشان د ولايتي شورا پخوانی مشر مولوي ذبيح الله عتيق محور ته وويل، په دغو نهوو ولسواليو کې ايله يو يو عادي روغتيايي مرکز موجود دی او د ځينو ستونزو له امله د دې سيمو ناروغان تاجکستان ته د درملنې لپاره وړل کېږي.

ښاغلی عتيق وايي، هرکال په دغو ولسواليو کې د عادي ناروغيو له امله بې شمېره خلک تلف کېږي، دا ځکه چې روغتيايي خدماتو ته پکې لاس رسی نشته.

واخان، شغنان، اشکاشم، مای می، نوسی، شکی، کوساد، خاهان او ياوان هغه ولسوالۍ دي، چې د کال په اوږدو کې يې د شپږو مياشتو لپاره د سختو واورو او بارانونو له امله له مرکز فيض اباد سره لارې تړل کېږي. دغه ولسوالۍ تر ډېره سرحدي هغه دي.

ځايي خبريال فخرالدين ازاد وايي، د دې ولسواليو خلک له اسانو، قاچرو، خرو او غژګاو څخه استفاده کوي، خو ډېر وخت د لارو په اوږدو کې ناروغان ساه ورکوي.

دی وايي، د ځينو کسانو او موسسو په ملاتړ په يوشمېر ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه شته، خو د خدماتو له اړخه ورته چنديان پام نه دی شوی.

بلخوا د بدخشان ولايت د ولايتي شورا غړي وايي، چې د ياد ولايت په ۱۲ ولسواليو کې خلک روغتيايي خدماتو ته لاس رسۍ نلري.

دوی زياتوي، همدا اوس هم د بدخشان د ډېری ولسواليو اوسېدونکي د لارو د اوږدوالي له امله روغتيايي مرکزونو ته نشي رسېدلای او د لارو په اوږدو کې ساه ورکوي.

خو د بدخشان د عامې روغتيا رييس نورمحمد خاوري محور ته وويل، چې په ټول بدخشان کې ۱۱۰ روغتيايي مرکزونه فعال دي او په لرې پرتو او سرحدي ولسواليو کې يې روغتيايي مرکزونه ته وړاندې له وړاندې درمل رسولي دي. دی وايي، کېدای شي، په ځينو برخو کې د لارو د اوږدوالي او ځينو ننګونو له امله يو شمېر ناروغان له ستونزو سره مخ شي، خو د دوی هڅې دا دي، چې دغه مرګ ژوبله راکمه کړي.

ښاغلی خاوري زياتوي، د سرحدي ولسواليو لارې تر شپږ مياشتو پورې له مرکز فيض اباد سره تړل کېږي او له تاجکستاني چارواکو سره، هوکړه شوې، چې د دغو ولسواليو جدي ناروغان به د تاجکستان په بدخشان کوهي ولايت کې په وړيا ډول درملنه کېږي.

ځايي مشران وايي، د بدخشان دريو ولسواليو ته له تاجکستان څخه د ځينو مرستندويه موسسو په ملاتړ هره مياشت يو روغتيايي ټيم راځي، په روغتيايي مرکزونو کې عملياتونه کوي او هغه ناروغان چې په دغو ولسواليو کې يې د درملنې امکانات کم وي، له ځان سره تاجکستان ته لېږدوي.

بدخشان ټولې ولسوالۍ غرنۍ دي او پېچلۍ جوړښت يې د دې لامل شوی، چې د کال ډېره برخه يې لارې تړلې پاتې شي.

ځايي خلک او قومي مشران وايي، په دغو ولسواليو کې هرکال د شپږو مياشتو لپاره چې کله لارې وتړل شي، د خوراکي توکو بيې د بدخشان د مرکز فيض اباد په پرتله پنځوس سلنه لوړې شي: ((اوس مهال په مرکز فيض اباد کې د يومن غنمو بيه ۱۲۰ افغانۍ ده، خو په سرحدي او هغو ولسواليو کې چې لارې يې تړل شوې، د يومن غنمو بيه تر ۲۳۰ او ۲۵۰ افغانيو پورې رسيږي ان ډېری وخت خو خلک د خوراکي توکو د کمښت له جدي مشکل سره هم مخ کېږي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *