هراتي سوداګر وايي، تجارتي مافیا د سرحدي پولیسو په همکارۍ دغه ولایت ته په قاچاقي ډول بې کیفیته توکي راواردوي او مشروع سوداګري یې له زوال سره مخ کړې ده.

هرات ته له دريو لارو کلاته نظر، ۷۳ ميل او ۷۸ ميل څخه بې کيفيته تېل، تېر وخته خوراکي توکي او درمل راقاچاق کېږي او بازار ته په زیان رسولو د خلکو ژوند او روغتیا یی هم له ګواښ سره مخ کړې ده.

د هرات ګمرک چارواکي وايي، له کلاته نظر سرحده په هرو څلورويشت ساعتونو کې ۱۲۰ په توکو بار لارۍ په ناقانونه ډول هرات ته داخليږي.

په هرات ولایت کې سوداګر او صنعتکاران وايي، ياد ولايت ته له ايران او پاکستان څخه په قاچاقي ډول بې کيفيته توکي راوړي او تجارتي مافیا د سرحدي پولیسو او محلي چارواکو په همکارۍ دغه ګړنه تر سره کوي، چې مشروع سوداګري یې له زوال سره مخ کړې ده.

سوداګر وايي، ددې پرځای چې د بې کيفيته توکو د قاچاق مخه ونيول شي، لا زور اخلي او ورځ تر بلې زياتېږي.

د هرات ولايت د صنعتکارانو د ټولنې مسوول حميدالله خادم وايي، په ګمرکونو او سرحدونو کې فساد هغه لوی لامل دی، چې د بې کيفيت توکو قاچاق او وارداتو برخې ته وده ورکوي.

ښاغلی خادم زياتوي، هرات ته له دريو لارو کلاته نظر، ۷۳ ميل او ۷۸ ميل څخه بې کيفيته تېل، تېروخته خوراکي توکي او درمل راوړل کېږي، چې په ځايي توليد او د ګمرکونو له لارې په قانوني واردادتو يې ناوړه اغېز کړی دی: ((داسې توکي راوړل کېږي، چې د هرات په صنعتي پارک کې توليديږي، ځينې هېوادونه هڅه کوي، چې د افغان توليداتو مخه ډپ کړي، دوی يې په ارزانه بيه پلوري، کورني توليد او يا هم قانوني واردات ورسره سيالي نشي کولای.))

ځايي سوداګر جابر احمد وايي، تر هغه پورې افغان صنعتکاران سيالي نشي کولای، چې د قاچاقي بې کيفيته توکو مخه ونه نيول شي. دی زياتوي، همدا لامل ګرځېدلی، ان په صنعتي پارکونو کې کارخونې له سقوط سره مخ شوي دي، ډېری سوداګرو له سوداګرۍ لاس اخستی.

دهرات ګمرک مسوول احمد تميم کاکړ وايي، اوس هم له ځينو سرحدي سيمو نه په پرېمانه توګه قاچاقي توکي راوړل کېږي: ((کلاته نظر هغه سرحدي سيمه ده، چې په څلورويشتو ساعتونو کې ترې ۱۲۰ په توکو بار لارۍ په ناقانونه توګه هرات ته داخلې شوې، دا لومړی ځل نه دی، دا موټراو مالونه يو هم نه ګمرک کېږي.))

ښاغلی کاکړ زياتوي، که څه هم په تېرو څو مياشتو کې د هرات ګمرک عوايد کم وو، خو په شپږمه او اومه مياشت کې يې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله پنځه سلنه لوړوالی موندلی دی: ((لوی لامل چې په روان کال کې عوايد کم شول، د سون توکو انتقالات دي، چې اوس د هرات پر ځای له فراه څخه افغانستان ته کېږي. په نورو وختونو کې به هره ورځ تر ۱۲۰ ټانکرونو پورې سون توکي د هرات ګمرک له لارې افغانستان ته راتلل، خو اوس تر ۱۰ ټانکرونو پورې را وړل کېږي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *